زابل ملی راديوتلویزیون
زابل ملی راديوتلویزیون
May 10, 2025 at 11:52 AM
نن د زابل نوي والي ملا شېر محمد شریف د مرستیال والي مولوي محب‌الله حماس په شتون کې د ولایت مقام د ټولو کارکوونکو سره د معرفت ناسته وکړه. مرستیال والي محترم مولوي محب‌الله حماس وینا وکړه، د ادارې د کاري لائحو، دندو، مسئولیتونو او واکونو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل، نوموړي څرګنده کړه چې د ولایت مقام ټول کارمندان د اسلامي اصولو په رڼا کې، د اطاعت، نظم او خدمت له روحیې سره سم خپلې دندې ترسره کوي. ښاغلي حماس وویل کارمندان د حاضري پابند، له هر ډول غیر اصولي کړنو او اداري فساد څخه پاک دي، او د مراجعینو ستونزو ته په اصولي، قانوني او مسؤلانه توګه رسېدنه کوي، ښاغلي حماس همداراز د کارکوونکو له لوري د پوره همکارۍ او ژمنتیا ډاډ څرګند کړ. وروسته، د زابل والي ملا شېر محمد شریف د ولایت مقام له ټولو کارمندانو مننه وکړه چې د اسلامي نظام په چوکاټ کې، د صداقت او اخلاص له مخې خپلې دندې ترسره کوي. والي له ټولو کارمندانو وغوښتل چې لا زیات متوجه، مسئولانه، او د اصولو مطابق خپل مکلفیتونه پر ځای کړي. محترم شریف د خپلې ج،ه،ا،د،ي دورې ځینې ارزښتناکې خاطرې هم له ګډونوالو سره شریکې کړې، او ویې ویل چې اوسنی اسلامي نظام د زرګونو شهیدانو په قربانیو، وینو، زحمتونو او کړاؤنو رامنځته شوی دی، نو باید د ټول ملت، په تېره د دولتي کارکوونکو له خوا د دې نظام د لا پیاوړتیا او ساتنې لپاره هڅې وسي. نوموړي سپارښتنه وکړه چې کارکوونکي باید د خپل مسؤلیت او اصولو مطابق دندو ته متوجې وي، د شخصي اړیکو یا فشارونو تر اغېز لاندې رانسي، او د خالص نیت او ایماني روحیې سره خلکو ته د خدمت بهیر ته دوام ورکړي. غونډه د دوعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

Comments