
زابل ملی راديوتلویزیون
May 11, 2025 at 03:21 AM
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د استخباراتو د مسولینو لپاره په جوړ شوي یوه ورځني سمینار کې ګډون او وینا وکړه.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی په دغه روزنیز او اصلاحي سمینار کې د استخباراتو پر ارزښت او اړتیا ارزښتناکه وینا وکړه او استخبارات یې د حکومت د ملا تیر وباله.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ویلي، چې د اسلامي نظام استخبارات مکلفیت دی، څو ټول هغه ښکاره او پټ فکري او تخریبي پلانونه شنډ کړي چې د اسلامي نظام دښمنان یې پلانوي او غواړي چې د اسلامي نظام په خلاف یې عملي کړي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله زیاته کړې، استخبارات باید هیچا ته اجازه ورنه کړي، چې په ښکاره او پټه د اسلامي او دیني شعایرو سپکاوی وکړي، استخبارات د نورو ادارو سره په ګډه باید د شریعت په تطبیق او خلکو د ذهنونو په جوړلو کې ډېر کوښښ وکړي.
دغه راز عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله له خلکو سره په رحم کولو، له ولس سره په ښه چلند کولو، په شبهاتو د خلکو نه نیولو، د بندیانو سره په ظلم نه کولو او د راز پټولو سربېره په شریعت د استقامت کولو لپاره د استخباراتو مسولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.
#مليتلویزیون