
زابل ملی راديوتلویزیون
May 11, 2025 at 03:22 AM
د الجزیرې د راپور پر بنسټ تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه تړانګه د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
راپور کې راغلي، چې دغه بریدونه د غزې په ښار، دیرالبلاح او رفح کې د کډوالو په پنډغالو شوي دي.
دغه بریدونه داسې مهال کېږي، چې اشغالګرو اسرائیلو له تېرو دوو میاشتو راهیسې غزې ته د هر ډول بشري مرستو د لېږد مخنیوی کړی او د ۲.۳ میلیونه فلسطیني وګړو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
#مليتلویزیون