
زابل ملی راديوتلویزیون
May 11, 2025 at 04:31 PM
د زابل والي په ناڅاپي توګه د ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه
د زابل والي ملا شیر محمد شریف نن له ماښام وروسته په ناڅاپي ډول د زابل ولایتي روغتون څخه په داسي حال کې لیدنه وکړه چې یو شمېر نورو مسؤلینو یې هم ملتیا کول.
محترم شریف د روغتون له بېلابېلو څانګو، خونو، او وارډونو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو حال یې وپوښت، له دوی سره یې له نژدې خبرې وکړې او د دوی د درملنې او د ښه خدماتو تر سره کولو اړوند یې د ولایتي روغتون کارکوونکو او ډاکټرانو ته هدایت او سپارښتني وکړي.
نوموړي له یو شمیر بېوزلو ناروغانو سره نغدي مرسته وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دوي به لا هم په دې برخه کې خپله همکاري ونه سپموي.
محترم شریف وویل چې روغتیايي خدمتونه باید له ځنډ او توپیر پرته او پر وخت تر سره شي، نوموړي زیاته کړه چې ولایتي اداره به د روغتون د امکاناتو د ښهوالي لپاره لا هم هڅه وکړي.