
زابل ملی راديوتلویزیون
May 11, 2025 at 05:05 PM
یو شمېر زابلي تجارانو او د اتحادیو مسؤلینو د زابل والي ملا شیر محمد شریف سره وکتل.
د تجارت خوني مسؤل حاجي عبدالقادر د یادي ناستي پر مهال وویل چې د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري ورته د فوقالعاده اطاق تجارت خونه منظوره سوې، چې له امله یې د دوی ګڼې ستونزې حل سوې دي.
ورپسې یو شمیر نورو تجارانو هم په خپل نوبت خبري وکړي او د بادیني بارډر د رسمي پرانیستې، د مرکز قلات څخه تر شملزو ولسوالی او بارډر پوري د سړک په اساسي ډول جوړول، همدارنګه د اوړو د منډیی ته پراختیا ورکول او په اساسي ډول جوړول، د ملي تجارانو لپاره د صنعتي ښارګوټي جوړول، د ددې تر څنک د مرکز قلات لپاره یو تفریحي پارک جوړول، او یو شمېر نورو مهمي اړتیاوي شریکې کړې.
محترم شریف د ټولو ستونزو او وړاندیزونو اورېدلو وروسته وویل چې هېوادونه یواځې د حکومتونو له لوري نه، بلکې د ولس په مرسته جوړېږي.
نوموړي زیاته کړه که ولس له حکومت سره همکاري وکړي، هېواد به ودان او پرمختګ به یقیني سي.
ښاغلي شریف ټینګار وکړ چې د زابل د پرمختګ، ښکلا، او د تجارتي فعالیتونو د پراختیا لپاره به ګډ کار کوي او عملي ګامونه به اخلي، ښاغلي شریف وویلل،"زموږ لومړیتوب به لا هم امنیت وي، د امنیت د ټينګښت سره به تاسې وتوانېږی چې خپل ژوند، کاروبار او نور فعالیتونه په ډاډه زړه پرمخ یوسی."
نوموړي د تجارانو له همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې ولایتي اداره به ورسره هر اړخیزه همکاري کوي او د دوی ستونزي به حل کوي.
👍
1