
زابل ملی راديوتلویزیون
June 7, 2025 at 12:20 AM
《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》
نَحمَدُهُ وَنُصَلِّي عَلَىٰ رَسُولِهِ الْكَرِيم، أَمَّا بَعدُ: فَأَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ.
فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ ﴿۲﴾
ژباړه: نو د خپل رب لپاره لمونځ کوه او قرباني وکړه.
په پیل کې د نېکمرغه لوی اختر، د را رسېدو له امله د ټولې اسلامي نړۍ مسلمانانو، په ځانګړې توګه د شهیدانو وارثانو، م،ج،ا،ه،د اولس، د افغانستان ا،ا رهبري، او په ځانګړي ډول د فلسطین د ازادۍ غوښتونکو م،ج،ا،ه،د،ی،ن،و او اتلانو ته د زړه له کومې مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوم.
الله سبحانه وتعالی مو ټول عبادات، قربانۍ، دعاوې او صدقې په خپل دربار کې قبول او منظوري کړه، آمین.
الحمدلله دا د خوښۍ ورځ ده چې د یو بشپړ ارام چاپېریال او د اسلامي نظام تر بیرغ لاندې یې په خوشحالۍ سره لمانځو.
پکار ده چې موږ او تاسو د اسلامي نظام او په ځانګړې توګه د فلسطین د مظلوم ملت او اتلو م،ج،ا،ه،د،ی،ن،و لپاره دعا وکړو، ځکه چې د مسلمانانو د خوښۍ په دې ورځ، د فلسطین اولس تر ټولو سختې ورځې تېروي.
د بشر د حقوقو نړيوال سازمانونه او د نړۍ هېوادونه د دروغجنو شعارونو سره وايي چې موږ د بشر د حقوقو ملاتړي يو، حال دا چې تېر څو مياشتې په دوامداره توګه په غزه کې د بشر ضد جنايتونه، جګړې، د ماشومانو، ښځو، سپین ږیرو او ځوانانو عام وژنې دا ثابته کړه چې هېڅ یو د بشر د حقوقو سازمان نه رښتینی دی، نه خپلواک دی، او نه د دې وړتیا لري، بلکې دا ټول د هغو قدرتونو تابع دي چې انسانیت او بشریت یي یوازې د خپلو تابعو خلکو لپاره ارزښت لري.
نو، پر موږ ټولو مسلمانانو لازمه ده چې د اتحاد او يووالي له لارې سره یو موټی شو، او د خپلو اسلامي او ديني ارزښتونو دفاع وکړو. که دا اتحاد وي، نو د اسلام دښمنان به هېڅکله ونه توانيږي چې زموږ د دین سپېڅلتیا ته لاس وراچوي، یا د غزې ښځې او ماشومان شهیدان کړي.
الله ﷻ د ټولو شهیدانو شهادت، د ټپیانو او اسیرانو دردونه، د م،ج،ا،ه،د،ی،ن،و هڅې، او د مسلمان ملت ستونزې قبول کړه، او د آخرت لپاره یې اجر و ذخیره وګرځوه.
همدارنګه، په دې مبارکو ورځو کې د شهیدانو له کورنیو، کونډو او یتیمانو سره خواخوږي وکړئ، د هغوی احوال واخلئ، او د شفقت او مهربانۍ چلند ورسره وکړئ.
په پای کې، یو ځل بیا تاسو ټولو ته د لوی اختر مبارکي وایم، له الله ﷻ څخه غواړم چې د فلسطین مظلوم ملت ته له غاصب صهیونستي رژيم نه نجات ورکړي، او هغوی ته بریا ور په برخه کړي.
اختر مو مبارک شه! ژوند مو له سعادت، خوشحالۍ او نېکمرغۍ ډک اوسه!
❤️
1