اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
May 25, 2025 at 12:27 PM
*نن ورځ دتاریخ له پاڼو، د جوزا ۴مه او د کمونیستانو د تحرکاتو په ضد پل خشتي کې د علماؤ په مشرۍ تاریخي لاریون!* نن د روان هجري شمسي کال د جوزا ۴مه نیټه ده، په ۱۳۴۹ هجري شمسي کال کې د شاهي نظام پر مهال د کمونیستانو د ځینو تحرکاتو په ضد پل خشتي جومات کې د علماؤ په مشرۍ یو لاریون تر سره شو، چې تر ډېره یې د کمونیستي تحرکاتو او افکارو د خپرېدو مخه ونیوله. د دې لوی لاریون مشري د خدام الفرقان په نوم دعوتي او اصلاحي تنظیم کوله. د ظاهر شاه د واکمنۍ په وروستیو لسو کلونو چې د دموکراسۍ او آزادۍ له راتګ سره کمونیستانو ته د فعالیت زمینه تر پخوا په ښه ډول میسره شوه. کمونیستانو نه یوازې د ګوندونو له آزادۍ نه په استفاده د خلق دموکراتیک ګوند جوړ کړ، بلکې د شوروي اتحاد په ملاتړ یې په ملي شوری کې د نفوذ موندلو هڅې هم پیل کړې. په مطبوعاتي برخه کې د خلق جریده او نور کمونیستي نشرات پیل شول. په ایران کې ژباړل شوي کمونیستي آثار او مطبوعات په پراخه پیمانه هیواد ته راتلل. کمونیستان چې پخوا یې یوازې په پوځي او تعلیمي ادارو کې نفوذ کړی و. په دې مرحله کې یې په پارلمان، رسنیو او فرهنګي بنسټونو کې هم ریښې وځغلولې. حاکم وضعیت ته په پام سره د کمونیزم د دهري سیلاب مخنیوی یوازې په بالمثل عمل سره کیدلای شوای. د افغانستان اسلامپالو د کمونیزم د مقابلې لپاره په بیلابیلو برخو کې فعالیتونه پيل کړل. د پوهنتون په ساحه کې د شهید غلام محمد نیازي تر مشرۍ لاندې یو شمېر اسلامپالو کار پيل کړ په همدې حساسه مرحله کې حضرت ضیاء المشائخ محمد ابراهیم مجددي، د کمونیزم پر خلاف د یوه منظم او پراخ فعالیت تابیا ونیوه. په داسې ډول چې د سیاست او تنظیمي مبارزې نه علاوه، د دعوت او مطبوعاتو په ډګر کې هم باید د کمونیزم خلاف مبارزه وشي. حضرت محمد ابراهیم مجددي خپل عالم زوی ابو احمد محمد اسمعیل مجددي چې د نور المدارس مدرسې د ریاست دنده یې هم درلوده او په رئیس صاحب مشهور و، مؤظف کړ چې د ولس د ویښولو او اسلامي فکر او پوهې د خپرولو په مقصد یوه سیاسي ــ دعوتي تنظیم جوړ کړي. د خدام الفرقان په نوم د دې دعوتي اصلاحي تنظیم د تأسیس په اړه په لومړي ځل د ۱۳۴۵ لمریز کال د عقرب په دیارلسمه نیټه د حضرت محمد اسمعیل مجددي په مشرۍ یو سري مجلس ترسره شو، ورپسې د همدې میاشتې په ۱۷ نیټه د غزني په نور المدارس مدرسه کې د خدام الفرقان تنظیم جوړیدل د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شول. د خدام الفرقان عمده فعالیت د علماء کرامو انسجام، دعوتي ګروپونه جوړول او په کلیو او اطرافو کې خلکو ته دیني پوهه، د وضعیت په اړه اسلامي لارښوونې رسول او د کمونیزم د خطر په وړاندې د ولس بیدارول وو. وخت ناوخت یې د کمونیستانود اسلام ضد اعمالو او د حکومت د غفلت په وړاندې احتجاجي لاریونونه او مظاهرې هم کولې. چې په ۱۳۴۹ لمریز کال کې د جوزا په میاشت کې د پل خشتي د مسجد مظاهرې یې مهمه نمونه ده. د دې لاریون د سبب دا وو چې د ۱۳۴۹ هـ ل کال د ثور په ۱۱ مه د سلیمان لائق ،کارمل، اناهیتا، سلطانعلي کشتمند، خیبر او نوراحمد نور لخوا په چاپیدونکی پرچم جریده کې د بارق شفیعي شعر چاپ شو چې په یوه برخه کې یي د عملي کمونیزم په بنیانګذار لینن باندې درود ویل شوی و. له دې اسلام ضد حرکت سره دهیواد په لراوبر کې د کمونیستي مرتدینو په خلاف د پاڅون غږ پورته شو، له کندهار، هرات، بدخشان، مزار، پکتیا، ننګرهار او نورو ټولو ولایاتو څخه په زرګونو علماء کرامو، طالبانو، محصلینو او عاموپه دین مؤمنانو دکابل په خوا احتجاجي حرکت پیل کړ، تردې چې دکابل په پل خشتي مسجداو شاوخوا کې د مظاهره کوونکو شمیر اتلس زره تنو ته ورسید، دوی د ارتدادي حرکتونو په خلاف بیانیې ورکولې، احتجاجي مارشونه یي کول، او د مرتدو کمونیستانو د مجازات غوښتنه یي کوله. د مؤمنانو دا خوځښت که څه هم په پای کې د شاهي رژیم لخوا بې نظمه او وپاشل شو، خو کمونیستانو ته یي داسې ټکان ورکړ، چې ترډیره یي بیا داسې جرأت ونه کړ، د کمونیزم بي دینه ماهیت یي بربنډ او په خلکو کې یي منفور کړ، د پرچم جریده ترډیره وتړل شوه او چلوونکو یي ځانونه مخفي کړل. د هغه وخت سختو شرایطو او حکومتي جبر ته په پام سره تش لاسو مؤمنانو په احسنه توګه خپل مسؤلیت ترسره کړ، په ورځو ورځو یې په پل خشتي مسجد کې تحصن وکړ، او د ارتداد په وړاندې خپل غبرګون یې ښکاره کړ. یادونه: د دې مقالې ځينې برخې د قاري عبدالستار سعید او قاري حبیب له مقالو را اخیستل شوې دي.

Comments