اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
May 26, 2025 at 12:31 PM
قاري صاحب سعید لیکي: ‏نن د شهید ملا عبدالله/ ګوډ ملا صاحب سلم تلين دی. هغه یوه پيړۍ وړاندې د ۱۳۰۴ ش کال د جوزا په ۴ مه د کابل په سیاه سنګ کې د سیکولرانو په لاس چارماري شو. د هغه مفصل ژوندلیک لیکل مې د ژوند یو ارمان و،چې الله تعالی یې د څو اونۍ کار په لړ کې توفیق راکړ. لله الحمد د شهيد ملا عبدالله / ګوډ ملا صاحب مفصل ژوند لیک قاري عبدالستار سعيد ملا عبدالله چې ډېر خلک یې د ( ګوډ ملا، ملای لنګ یا د اتماني ملا) په نومونو پيژني د افغانستان د تاریخ هغه څېره ده چې یوه پيړۍ وړاندې افغانستان ته په لومړي ځل د اروپايي ریفورمونو د راتګ په وړاندې یې پراخ قیام رهبري کړ او نوم یې د تاریخ سرټکی شو. هغه چې په سیاسي، اجتماعي او ارزښتي لحاظ څومره اغیز پرېښود په هغه اندازه معرفي شوی او خلکو پیژندلی نه دی. دلته هڅه کوو د نوموړي د اعدام او شهادت د سل کلن کېدو په مناسبت يې ژوند یو څه رڼا ته کړو. اتمانی، د ملا عبدالله د زېږېدو سیمه اتمانی د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز جنوب شرق ته د ۱۳ کیلومتره په فاصله د غرونو په لمن کې پروت یو کوچنی کلی دی چې په اداري لحاظ د ګردیز اړوند دی. د اتماني شمال ته مېلن کلی، جنوب ته یې خانې کلا، غرب ته د زاهو سیمه او شرق ته يې د لېوس غر دی، چې همدا غر بیا مخ په شرق او جنوب د پکتیا د غرنیو سلسلو پيلامه ګڼل کیږي. د اتماني کلي اوسیدونکي د احمدزیو د یحیي خېل ښاخ سره تړاو لري چې (الله یارخېل) یې بولي. د دوی لوی نیکه چې په الله یار بابا شهرت لري لومړنی کس دی چې په دې سیمه کې مېشت شوی او یوه محکمه برجوره کلا یې ودانه کړې وه. پخوا تر دې چې بیا دا کلا د امان الله خان په وخت کې ونړول شوه، د الله یار اولاده اوږده زمانه په همدې یوه کلا کې اوسېدلې. دوی د کلا مخې ته مسجد درلود چې تر اوسه پورې پاته دی. د مسجد لومړنی امام یېمولوي عبدالمجيد نومېده چې په قوم خروټی و. مولوي عبدالمجيد ډېره زمانه د اتماني په کلې د الله یارخېلو امام و. ملا عبدالله آخندزاده د الله يار خېلو د مسجد امام مولوي عبدالمجيد یو زوی درلود چې عبدالله نومېده. دا چې هغه وخت به د ملا امام زوی خلکو ( آخندزاده) باله، د مولوي عبدالمجيد زوی هم په ملا عبدالله آخندزاده شهرت درلود. عبدالله آخندزاده یو ذهين او ځیرک طالب و چې د خپل پلار تر علمي او اخلاقي تربیې لاندې روزل شوی و. له دیني تعلم سره سره هغه د طريقت او تصوف لاره هم پالــله او د کابل د شوربازار د مجددي حضراتو سره یې د تصوف بیعت کړی و. د اتماني کلي شرق ته د لېوس غره کې هغه ډبرينه غونډۍ اوس هم په ( عبدالله کمر) یادیږي چې ملا عبدالله به ورته د ذکر او مراقبې لپاره راتلو، تر څو خپل وظائف او مراقبې له خلکو ګوښه په فارغ زړه ترسره کړي. ملا عبدالله که څه هم په بدني لحاظ لږ معیوب و او په پښه نګوښېده، خو په علمي او عملي لحاظ د خورا ستر استعداد، قوي روحانیت او باعزمه شخصیت درلودونکی و. له همدې امله کله چې مولوي عبدالمجيد وفات شو، پګړۍ یې د اتماني کلي خلکو زوی ( ملا عبدالله آخندزاده) ته ور په سر او د امامت محراب یې وروسپاره. ملا عبدالله نه یوازې له پلار ورپاته مسجد وپاله، بلکې ورسره یې د خلکو په مرسته یوه کوچنۍ مدرسه/ حجره هم جوړه کړه او ډېرو طالبانو به ورسره درسونه ویل. هغه نور خلکو ملا عبدالله نه باله، بلکې ( د اتماني ملا) په نوم يې شهرت درلود چې نه یوازې یې په تدریس کې نوم درلود، بلکې د بیان او جذاب تقریر له استعداده هم برخمن و. د اتماني د خلکو په وینا ملا عبدالله د امان الله خان له واکمنۍ وړاندې په سیاسي چارو کې ډېر غرض نه درلود یوازې د خپلې سیمې په کچه د خلکو د فتوا او دیني لارښوونو مرجع ګڼل کیده. هغه چې پاخه عمر ته رسیدلی او ږېره یې سپینوالي ته مائله وه، په وروستیو کې یې د جمعې او اخترونو د لمانځه اقامه هم پيل کړه چې جذابې وینا ته به یې له شاوخوا کلیو ډېر خلک راتلل. د هیواد په کچه یو لړ تحولات په ۱۲۹۸ هجري لمریز کال کې په افغانستان یو لوی سياسي تحول راغی. په همدې کال د افغانستان پاچا امیر حبیب الله په لغمان کې ووژل شو، پر ځای یې دریم زوی امان الله خان د پاچاهي پر تخت کیناست. امان الله خان د افغانستان د بشپړ استقلال د داعيې له راپورته کولو او له انګریزانو سره په څو جبهاتو کې د جهاد په اعلانولو پراخ محبوبیت د ځان کړ. دا وخت پر اسلامي نړۍ د غربي استعمار سلطه اوج ته رسیدلې او د مسلمانانو یوازینۍ تکیه ګاه عثماني خلافت هم وروستۍ سلګۍ وهلې، نوځکه اسلامي امت په خاص ډول افغان ولس امان الله خان ته د یوازيني مستقل اواسلام ساتونکي پاچا په نظر کتل. خو ډېر وخت نه و وتلی چې د افغان مؤمن ولس د امیدونو په ډېوه د نهيلۍ باد راوالوت. امان الله خان چې په فکري لحاظ له شام نه راغلي محمود طرزي لخوا روزل شوی او په نظامي او مسلکي لحاظ د عراقي الاصله عسکري مربي محمود سامي شاګرد و، د دې پر ځای چې د افغان مؤمن ولس له هیلو سره سم یو په شرعي اساساتو ولاړ اسلامي نظام جوړ کړي، د خپلې واکمنۍ تهداب یې له غربي نقشو سره سم وکېښ. امان الله خان د اصلاحاتو یا ریفورمونو تر عنوان لاندې هڅه پیل کړه چې له پلار او نېکه ورپاته د افغانستان واکمني او سیاست له سره تعریف او نویو اساساتو باندې ودروي. دا هغه وخت دی چې په ترکیه، مصر او ایران کې د ریفورم یا نوسازي تر عنوان لاندې د غرب د فکري، فرهنګي، اجتماعي او اقتصادي ماډلونو د ترویج لپاره کار پيل شوی او امان الله خان هم نه غوښتل له دې ځغاستېوروسته پاته شي. دا چې افغانستان کې د معاصرو غربي حقوقو متخصصینو شتون نه درلود امان الله خان د قانون جوړونې لپاره د بدري بېګ په نوم د ترکیې یو کمالیست قانونپوه استخدام کړ چې له خپل ټيم سره یې د ارګ په شمالي برج کې په نظامنامو یا قوانینو جوړولو کار پيل کړ. بدري بېګ د دې په ځای چې په قانون جوړونه کې د افغان مؤمن ولس دیني او بومي اصول په نظر کې ونیسي، د هغه وخت د ترکيې هغه قوانين یې راوژباړل چې اصل يې د غربي هیوادونو لکه المان، اتریش او سویس په خاص ډول د فرانسې ناپیليوني قوانین او مقررات وو. په دې توګه د اماني ریفورمونو لومړنی خښته ناسمه کیښودل شوه چې وروسته يې خورا ډېر جنجالونه او غمیزې وزیږولې. د نویو او نابلده نظامنامو تر څنګ ځینې نور موضوعات هم و چې د استقلال ګټونکي امان الله خان محبوبیت یې اغیزمن کړ. د تعليم اجباري کول او متخلفينو ته یې نقدي جریمې ټاکل هغه څه وو چې محلي چارواکو ته یې د رشوت او له غریبو خلکو د ناروا جرمانو اخیستلو لار خلاصه کړې وه. هغه بې کسه کورنۍ چې ماشومان به یې ښوونځي ته نه شوای لیږلی مجبور و چې چارواکو ته د ځان خلاصولو لپاره یا رشوت او یا نقدي جریمه ورکړي. د مستوراتو لومړنی ښوونځی چې د امان الله خان خواښې اسماء رسمیه یې مدیره، ملکه ثريا یې سرمعلمه او نورې معلمانې یې د ترکيې او اروپايي هیوادونو وې د زرنګار پارک سره امانيه لیسې ( اوسنۍ استقلال لیسې) ته مخامخ جوړ شوی و. د مکتب نجونو د خپلو استادانو په تقليد حجاب نه رعایت کاوه، چې د هلکانو د لیسې سره د یو ځای رخصتۍ په وخت به هره ورځ د اختلاط داسې ناوړه صحنه رامنځته کېده چې د پتمن ولس لپاره له روحي شکنجې کمه نه وه. ولایاتو ته د مستوراتو د ښوونځیو له پراختیا سره خو ځینو والیانو هڅه پيل کړه چې په اجبار د خلکو لوڼې ښوونځيو ته راوباسي چې دې کارونو په کندهار، بلخ او ځینو ولایاتو کې بلواګانې هم راوپارولې. د افغانستان له استقلال او انګریزانو سره له توافق وروسته انګریزانو د ډیورنډ پورې غاړه قبایلي سیمو کې د نیو فارورډ پالیسي له مخې پراخ عمليات او په بې دفاع قبایلو درانه بمبارونه پیل کړل. د قبایلو د قتل عام په وړاندې د امان الله خان بې تفاوتي او د مرستې لاس نه و اوږدولو هم یو شمېر افغانان خصوصا د جنوبي ولایاتو خلک امان الله خان ته غوسه کړي وو. په عموم کې د اروپایي عاداتو ترویج، کابل کې د مسلکي پوهانو تر عنوان لاندې د اروپایي نارینه او ښځینه وو بېروبار، دیني علماء کرامو او روحانیونو ته په رسمي کچه په کمه کتل، د نقدي جریمو او رشوت زیاتېدل او په اجتماعي، اخلاقي او عسکري برخو کې یو شمېر ناوړه بدلونونه هغه څه وو چې د امان الله خان په وړاندې يې د ولس په دل او دماغ کې ګیله او غوسه ذخیره کوله. د لانجې زړی، امیرالدين خان هندوستانی د اماني دور په اړه یو لوی درواغ دا دي چې امان الله خان ته د هغو ديني علماوو، روحانیونو او پيرانو لخوا لانجه جوړه شوه چې په اصل کې د افغانستان نه وو. د بغدادي پير افسانه به مو شاید لوستې وي. اما واقعیت دا دی چې امان الله خان ته لانجې کوم بغدادي پير او ملا نه، بلکې د بغدادي جنرال ( محمود سامي) ترکي قانونګذار ( بدري بېګ) او هندوستاني حاکم اعلی ( امیر الدین خان) په شان هغو بهرنیانو راوپارولې چې امان الله خان د خپل حکومت مهم منصبونه ورسپارلي وو. یو ناویلی حقیقت دا دی چې د امان الله خان په حکومت د افغانستان د بل هر حکومت په نسبت زیاتو بهرنیو اتباعو ( اروپایانو، ترکانو او هندیانو) رسمي دندې درلودې، چې دلته یې یوازې د یوه په کردار بحث کوو. د ۱۳۰۱ لمریز کال د سنبلې په ۱۹ مه امان الله خان یو شاهي فرمان امضاء کړ چې له مخې یې میر محمد هاشم د مالیې وزیر، محمد سليمان د قطغن او بدخشان نائب الحکومه، سرور خان بارکزی د کندهار نائب الحکومه، ترکي الاصله توفیق بیګ د زراعت عمومي مدیر او هندوستانی امیر الدين خان د سمت جنوبي ( لويې پکتیا) حاکم اعلی مقرر شول. د امیر الدين خان په اړه د ( انقلاب افغانستان) کتاب لیکوال محمد حسین هندي په (۱۵۵ ــ ۱۵۶) مخونو کې لیکلي چې هغه افغانستان ته له راتګ وړاندې د انګریز تر واک لاندې هند کې د پولیسو سرجنټ و، هلته یې کوم جرم کړی او افغانستان ته راتښتیدلی و. افغانستان کې هم په فساد او جاسوسي متهم و، سره له دې چې هیڅ لیاقت یې نه درلود او په رشوت اخیستلو هم معتاد و، امان الله خان ورته د سمت جنوبي حکومت وسپاره. خو ډاکټر محمد طاهر بورګي لیکلي چې امان الله خان له امير الدين خان سره فکري خپلوي درلوده، افغانستان ته له راتګ وروسته هغه د مشروطه خواهانو په ګوند کې شامل شوی او په همدې اتهام د امیر حبیب الله په وخت کې زندان ته هم لویدلی و. کله چې امان الله خان واک ته ورسېد او د محمود طرزي د فکري لارویانو په حیث يې ټول مشروطه خواهان آزاد او په مهمو څوکیو وټاکل، امیر الدين خان هم آزاد شو. ورپسې لومړی د کابل په کوټوالۍ ( امنیه قومندانۍ) کې مقرر او بیا د پکتیا حاکم اعلی شو. ( د افغانستان دوهم اساسي قانون ته کتنه ۶۳ مخ) امير الدين خان چې له رشوتخورۍ او اخلاقي کمزوریو سره د ناپوهۍ هم ورباندې ختمه وه، په پکتیا کې خورا پاروونکو اقداماتو ته لاس واچاوه. دا وخت چې د بدري بېګ لخوا ژباړل شوې نظامنامې چاپ او ولایاتو ته تکثیر شوې وې، امیر الدين يې تطبيق په خورا قاطعیت سره پيل کړ. له قوانينو د تخلف په صورت کې د نقدي جريمې وضع کېدلو هغه ته د ناسمې استفادې دروازه په دواړو پلو خلاصه کړې وه. خو تر ټولو خطرناکه دا وه چې امیر الدين دیني مقدساتو ته هم چندانې احترام نه درلود. د لوی مؤرخ غبار او نورو تاریخ لیکونکو په وینا هغه به په ښکاره ویل چې ( قانون ناسخ شریعت است) دا چې د نظامنانو یو شمېر مواد له اسلامي شرعي اصولو سره په ټکر کې وو، کله به چې د خلکو لخوا دا موضوع مطرح کېده، حاکم اعلی امیر الدين خان به په دې تورو ځواب ورکاوه چې نوي قوانين تر قرآن لوړ دي ( العیاذ بالله) او له دې وروسته به خلک یوازې د همدې قوانین پيروي کوي ( فضل غني مجددي ۲۳۴ مخ) محي الدين انیس چې د هماغو حالاتو شاهد پاته شوی په خپل مغتنم اثر ( بحران او نجات) ۱۱ مخ کې وایي چې د حاکم رویه تر دې ناوړه وه( کله به چې کوم چا د شریعت مطهره یا قران کریم یادونه کوله، ده ورباندې چیغې وهلې چې ستاسو قرآن نور زوړ شوی دی، شریعت ته نور ضرورت نشته، یوازې د قانون خبره کوئ) د امان الله خان نظامنامې پر خپل ځای، خو د تطبيق په برخه کې یې د والي امیر الدین دا وړ چلند نور په دې کې د شک ځای نه پرېښود چې ډیر ژر به حکومت ته لانجې راپورته کړي. ځکه د تجربې له مخې د افغانستان خلک که د بل هر څه په وړاندې حوصله ولري، اما د خپلو مقدساتو توهين نه شي زغملی او په وړاندې یې توند غبرګون ښيي. د ملا او والي مناقشه د امان الله خان په وخت کې يې لویې پکتیا ته سمت جنوبي ویل، چې حاکم اعلی یا والي به یې موسمي وضعیت ته په کتلو اوړی په ګردیز او ژمی په خوست کې ناست و. د ۱۳۰۲ لمریز کال په اوړي چې والي امیر الدين خان په ګردیز کې و، ولایتي ادارې ته یوه دعوه راغله. دعوه داسې وه چې یو کس خپله ماشومه لور د بل تن ماشوم زوی ته په کوچنیوالي په نکاح ورکړې خو واده يې د بلوغ تر وخته ځنډولی او تر اوسه نه دی شوی. اوس د لور پلار اوریدلي چې په حکومتي قانون کې د نجلۍ د نکاح لپاره د ۱۸ کلنۍ عمر شرط دی، نو ځکه کله چې زوم ترې واده غواړي، دی انکار کوي. لانجه له دود سره سم ولایتي ادارې ته راځي، ولایتي اداره چې د امیر الدين تر حکم لاندې چلیږي، فیصله کوي چې زوم د واده غوښتلو حق نه لري، ځکه د نجلۍ نکاح چې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تړل شوې، د نظامنامې په اساس اعتبار نه لري او منعقده نه ده. د نجلۍ پلار د دې فیصلې له مخې حق لري چې خپله کوژده شوې لور پرته له دې چې له پخواني خاوند څخه آزاده شي، بل ځای واده کړي. د حکومتي ادارې له دې فیصلې وروسته زوم د ګردیز ښار شاوخوا کې د کوم وتلي دیني عالم پوښتنه کوي، خلک د اتماني د کلي ملا امام ( ملا عبدالله آخندزاده) ورښيي، دوی ملا عبدالله ته ورځي او په دې موضوع کې فتوی ترې غواړي. ملا عبدالله ورته وایي چې په شریعت کې یو ځل نکاح وتړل شوه، بیا له طلاق او د نکاح له نورو ماتوونکو پرته د کومې نظامنامې په موادو نه ماتيږي. دا نجلۍ چې په کوچنیوالي دغه ځوان ته په نکاح ورکول شوې ده، اوس يې هم منکوحه ده او تر هغو دا نکاح نه شي ماتېدلای چې هغه په خپله خوښه طلاق نه وي ورکړی. په دې ډول ملا عبدالله د والي امیر الدين خلاف د د زوم په ګټه فیصله وکړه. د ملا عبدالله او والي امیر الدين د فیصلو ټکر په اصل کې د شریعت او اماني نظامنامې ټکر و، ملا عبدالله د موضوع د سپیناوي لپاره والي امیر الدين خان ته ورځي، خو امیر الدين خان له دود سره سم په خورا توند او توهین آمیز ډول ځواب ورکوي. محمد صادق مجددي د خپلو خاطراتو په ۳۹۸ مخ کې د امیر الدين خان په اړه وایي چې کله ورته له قرآن او شریعت سره د نظامنامې له ټکر نه شکایت شوی و. د ده ځواب دا و چې « هنوز هم شما عقب آن اوراق پوسيده ( منظور اش قرآن پاک بود العیاذ بالله) می روید، امروز دنیا دیگر است و احتیاجات انسانی دیگر، شما این خیالات کهنه و قدیمی را از دماغ خود باید خارج نمایید» د امیرالدين خان توند او کفر آمیز ځواب ملا عبدالله له دې ناامیده کړ چې ورسره بحث ته دوام ورکړي، نو ځکه يې د حاکم پر ځای ولس ته مخ واړاوه. هغه د امان الله خان نظامنامې په دقت مطالعهاو ډېر غیر شرعي موارد یې په کې وموندل. او بيا یې د شریعت او دیني ارزښتونو د ساتنې په موخه په ولسي کچه غونډو او فعالیت ته مخه کړه. « قرآن منئ که نظامنامه؟» د اتماني کلي خلک وایي ملا عبدالله داسې وخت د والي امیر الدین د احمقانه اعمالو او غیر شرعي فیصلو خلاف کار پیل کړ چې خپله هم د عمر په لحاظ او هم د علمي او ټولنیز مقام له اړخه پختن ته رسیدلی و. هغه ته به هره جمعه د لمانځه لپاره ډېر خلک راټولېدل، زلمي زامن او ګڼ شمېر طالبان یې درلودل، له دې پرته يې په خپله سیمه کې هم پراخ نفوذ او محبوبیت درلود. په خاص ډول د ده مقتدیانو ( الله یار خېلو) ورته د روحاني پیشوا په نظر کتل او په ځان او مال ورسره ولاړ ول. ملا عبدالله د بې لارې حاکم او غیر شرعي قوانینو د اصلاح په موخه لومړی په محلي سطحه مجلسونه او غونډې پيل کړې، په اتماني، بالاده د بنوزیو کوټکي او نورو سیمو کې لومړني مجلسونه وشول. ملا عبدالله به خلک د حاکم له انحراف او قوانین له غیر شرعي ماهیت څخه خبرول. د دې لپاره چې خلک په آسانه په موضوع پوه شي، په یو لاس کې به یې قرآن واخیست او په بل کې حکومتي نظامنامه، او بیا به یې خلک چیلنجول چې کوم یو منئ؟ خلکو به طبعا قرآن غوره کاوه او ده به ورته ویل چې حاکم خو دغه نظامنامه درباندې مني چې له قران سره په تضاد کې ده. د ملا عبدالله د مجلسونو او غونډو لړۍ کرار کرار پراخه شوه، د مرکز ګردیز له مربوطاتو نږدې سید کرم او رود، زرمت او ور څيرمه غرنیو قومونو منګلو او ځدراڼو ته خبره ورسېده. یاد قومونه چې له حکومت څخه د بدرګې د حق الزحمې د ممنوعیت او عسکري خدمت ( هشت نفري) د اجباري کولو له امله ګیله من و، د والي کړنو او د نظامنامو له ماهیت څخه خبریدلو نور هم وپارول او د ملا عبدالله کلک ملګري شول. د ۱۳۰۲ لمریز کال په اوړي کې سره له دې چې د ملا عبدالله حرکت بشپړ سوله ییز او یوازې یې د اعتراضي غونډو او مظاهرو بڼه درلوده، خو بیا هم مرکزي حکومت ترې وېره احساس کړه. مرکزي حکومت له والي امیر الدین څخه وضاحت وغوښت، خو والي ورته موضوع ډېره سطحي راپور کړه او مرکز ته یې د خیر خیرت ډاډ ورکړ. مرکزي حکومت وروسته د کابل والي میر زمان الدین بدخشي په مشرۍ پکتیا ته د تفتیش هیئت ولیږه خو دا وخت موضوع ډېره لویه شوې وه( وکيلي ۴۹۷) د مرکزي حکومت لخوا د موضوع د آرامولو هڅې دا یوازې د سمت جنوبي حاکم امیر الدين خان نه و چې د فرانسوي الاصله نظامنامو یا قوانينو په تعميل یې کلک ټینګار درلود، اصلا د ده ټینګښت هم د امان الله خان له ټینګار نه سرچینه اخیسته. امان الله خان چې په غربي ارزښتونو یې د جنون تر حده زړه بایللی و، په هيڅ صورت هم له دې نظامنامو شاتګ ته حاضر نه و. هغه به دا خبره په تکرار کوله چې « هر کسی که علیه اصلاحات و قوانین من اقدام نماید، شمشېر بین من و وی فیصله خواهد کرد» ( غني مجددي ص۲۳۴) برهان الدين کشککی وایي چې امان الله خان د ۱۳۰۳ لمریز کال په جشن کې په خپلو ریفورمونو د ټینګار په وخت ویلي وو« من این پروګرام خودم را با آن عزم خویش که مانند کوه های افغانستان مستحکم و متین است به قوه ای سر نیزه خودم پیش می برم، و هر شخص و هر قومی را که در قبولیت این اصلاحات مطلوبه ام اندکی تردد داشته باشد بقوه ای شمشیر تأدیب می دهم» امان الله خان ورپسې دا بیت هم ویلی و چې: نه از دنیا غمی دارم، نه از بلوا به تشویشم از اين پس کوچه ها دورم، مجنون مسلک خویشم (نادر افغان ص ۲۵۹) همدا لامل و چې امان الله خان پر ځای د دې چې په قوانینو باندې له سره غور وکړي او غیر شرعي مواد ترې لرې کړي، هڅه یې پيل کړه چې په ملا عبدالله او د هغه په ملاتړو چې هر څنګه وي همدا قوانین ومني او قناعت ورکړي. د همدې لپاره له مرکز څخه پکتیا ته مختلف هیئتونه ولیږل شول. دا چې ملا عبدالله د شوربازار د حضراتو کرامو مرید و، امان الله خان د شوربازار د حضرت شمس المشائخ فضل محمد مجددي او نور المشائخ فضل عمر مجددي په ګډون د علماوو یو هیئت چې قاضي عبدالرحمن پغماني او د موسهي محمد نور صاحبزاده هم په کې ول پکتیا ته ولیږه، خو دغه علماء چې خپله هم د امان الله خان او د هغه د قوانینو په غیر شرعي مواردو پوهېدل د دې په ځای چې ملا عبدالله ته قناعت ورکړي د مخامخ بحث او مناقشې په لړ کې یې د هغه ډېر اعتراضات پر ځای وبلل چې ورسره ملا عبدالله نور هم په خپل موقف باندې کلک او مطمئن شو. د تعلیم په برخه کې د ریتالي سټیوارت په وینا ملا عبدالله د نارینه وو له عصري زده کړو سره ستونزه نه درلود، اما د ښځینه وو د زده کړو په اړه يې ویل چې هغوی باید يوازې قران کریم او دیني علوم زده کړي ( اور په افغانستان کې ص ۳۴۰) د دې لپاره چې ملا عبدالله ته د نجونو په زده کړو قناعت ورکړي امان الله خان له یوه هیئت سره د مستوراتو د ښوونځي څو نجونې هم پکتیا ته ولیږلې تر څو اعتراض کوونکو ته خپل علم وروښيي. د ملا عبدالله بل مهم اعتراض د جبري عسکري یا هشت نفري په اړه و. د نوي قانون له مخې باید له هرو اتو کسانو څخه یو تن عسکري ته لاړ شي. د هشت نفري قانون تر دې وړاندې د امیر عبدالرحمن په وخت کې هم نافذ شوی و، خو چا يې په وړاندې اعتراض نه و کړی. دا ځل ستونزه دا وه چې امان الله خان عسکري تعلیمات ټول د خیري آفندي، محمود سامي او جمال پاشا په شان هغو بهرنیانو ته سپارلي وو چې په ترکیه کې د کمال اتاترک په نظریه روزل شوي او اوس دلته په مهم روزنیزو دندو ګمارل شوي وو. له دې جملې محمود سامي چې د امیر حبیب الله په وخت کې د ناسمو عقائدو او اخلاقو له امله له هیواده شړل شوی و، امان الله خان بېرته راوغوښت، په لنډ وخت کې یې جنرال او ورپسې نائب سالار او د مرکزي قول اردو قومندان کړ. محمود سامي د اماني حکومت د عسکري تعلیماتو همه کاره و، حسین هندي لیکلي چې هغه نه یوازې د شرابو معتاد و بلکې عقائد یې هم سم نه و، د عسکري تعلیم په وخت کې یې چا ته د لمانځه اجازه نه ورکوله او نه په عسکري وظیفه کې د لمانځه د اداء کولو لپاره کوم وخت پیش بیني شوی و. محمود سامي او جمال پاشا به روزل کیدونکو عسکرو ته د جهاد او في سبیل الله قتال پر ځای ورزده کول چې یوازې د پاچا، وطن او ملت لپاره به جنګیږي او سر قربانوي( انقلاب افغانستان ۲۴۳ ــ ۲۵۹ ــ ۲۶۶۰ مخونه) شاید ملا عبدالله وېرېده چې د بهرنیانو په لاس روزنه به د ځوانانو فکرونه ور خراب کړي نو ځکه یې ویل چې « که د جنګ په وخت د لښکر ضرورت وي زه سل زره مسلح کسان درکولای شم، اما که جنګ نه وي د عسکري تعلیم لپاره هیڅ کس نه درکوم، هغه ویل چې د سمت جنوبي قبائل عسکري تعلیم ته ضرورت نه لري، هغه حکومتي پلاوي ته چیلنج ورکړ چې د روزل شویو عسکرو له جملې دې شل تنه غوره نښه ویشتونکي غوره شي او د ده له کسانو سره دې نښه وولي. خو هيڅ روزل شوي عسکر دغه بلنه ونه منله، ځکه ملا عبدالله خپله هم خورا ښه نښه ویشتونکی و.( سټیوارټ ص ۳۴۵) د یادونې وړ ده چې د هشت نفري یا جبري عسکري په وړاندې په همدې کال په کندهار کې هم اعتراض راپاریدلی و، د ۱۹۲۳ د نومبر په ۲۷ د کندهار ښاریانو د جبري عسکري په اعتراض کې د ښار دوکانونه وتړل او په یو مسجد کې راټول شول، دغه اعتراض وروسته د ده خواجه د حضرت صاحب په منځګړتوب کرار شو، خلکو ته په قسم سره وعده ورکړل شوه چې جبرا به عسکري ته نه وړل کیږي.( سټيوارت ص ۲۸۱) په عموم کې باید ووایو چې د ملا عبدالله اعتراض د اماني حکومت په وړاندې لومړنی اعتراض نه و، تر دې وړاندې د هلمند په زمینداور، کونړ، ننګرهار او د هیواد شمال بلخ او قطغن کې هم اعتراضونه راپاريدلي وو، د شمال اعتراض مکتب کې د نجونو د جبري ثبت نام له امله و، خو رسمي اخبار (امان افغان) ولیکل چې خلک د زکات او ماليې د نه ورکولو له امله باغیان شوي وو چې عسکري قواوو وځپل.( غني مجددي بیلابیلې صفحې) اعتراض پراخیږي د ۱۳۰۲ لمریز کال په مني کې له ملا عبدالله سره تقریبا د سمت جنوبي ( پکتیا) ټول قومونه یو ځای شوي وو، د دوی فعالیت دومره زیات شوی و چې حتی کابل کې یې د پل خشتي په مسجد کې هم په دیوالونو پیغامونه سريښ کړي وو چې د اماني حکومت د قوانینو سره مخالفت په کې ښکاره شوی و. له ملا عبدالله سره په دې اعتراضي فعالیت کې د پکتیا ډېر علماء او قومي مخور هم ملګري وو، د الله یار خېلو مشر ملک سرور خان او د ملا عبدالله زوم ملا عبدالرشيد سهاک د ده تر ټولو نږدې او د اعتماد وړ ملګري وو. دغه راز شیرعلي خان احمدزی، سنک منګل، د ځدراڼو ملک میرحسن او ملک سربلند خان يې مشهور ملاتړي وو. دا چې په ژمي به ولایتي مرکز خوست و، د همدې کال د ژمي لومړیو کې امان الله خان ولایتي ادارې ته حکم ورکړ چې ملا عبدالله ته حال ورکړي چې کابل ته ورشي، ترڅو ورسره مخامخ د نظامنامو په اړه بحث وکړي. ولایتي ادارې ملا عبدالله ته حال ولیږه، ملا عبدالله لومړی خوست ته د ورتګ اراده وکړه خو په نیمه لار خلکو وویراوه چې که امان الله خان ته ورشي هغه به يې بندي کړي. د ملا عبدالله وېره ځکه پر ځای و چې « تر دې څو میاشتې وړاندې چې امان الله خان ننګرهار ته سفر کړی و، هلته یې له نورو خلکو سره په ګډه یوه ژوندۍ ننداره ( ډرامه) وکتله چې د بدري بېګ لخوا لیکل شوې وه. په ډرامه کې یو افغان شهزاده انځورېده چې د یوې اروپايي نجلۍ د نکاح کولو لپاره خپلې محجبې افغانې ښځې ته طلاق ورکوي. په دې ډرامه کې ښځینه رول یوې المانۍ پيغلې لوباوه چې د اماني حکومت رسمي کارمنده وه، په ډرامه کې ملا یا ديني عالم د یوه لوی شریر په حیث په ډېره ناوړه شکل انځور شوی و چې په ښکاره د دیني علماوو د تخریب هڅه وه. امان الله خان دا صحنه خوښه کړه، خو د ایران سفیر چې د نندارچیانو له ډلې و، ډېر تعجب وښود چې څرنګه داسې حساسیت پاروونکي کارونه کیږي. بله ورځ د ننګرهار ملایانو د جمعې د ورځې خطبو کې د امان الله خان دا کار وغانده، او د دین سپکاوی یې وګاڼه،امان الله خان همدا ملایان ورسره د لیدلو لپاره کابل ته وغوښتل خو هلته یې ډیری بندیان کړل ( سټيوارټ ۲۶۴ ــ ۲۶۵) په دې ډول ملا عبدالله ولایتي چارواکو ته د ورتګ پر ځای غرنیو سیمو ته مخه کړه، هغه په غرنیو قبائلو کې خورا ژور نفوذ او محبوبیت موندلی و. د منګلو قوم چې په پکتیا او خوست کې خپور یو لوی قوم دی د ملا عبدالله له کلکو ملاتړو څخه و، له همدې امله ځینو مؤرخینو د هغه پاڅون (د منګلو ښورښ) نومولی دی. بل دا چې د ملا عبدالله اعتراض چې په ګردیز کې سوله ییز پيل شوی و، د ژمي وروستیو کې حکومت په خوست کې په لومړي ځل مسلح برخورد ته لاس واچاوه چې ورسره دغه اعتراض (د خوست قیام)باندې شهرت وموند. امان الله خان وسلې ته لاس کړ د تورې او ټوپک په زور د اعتراضونو او بلواګانو غلي کول امان الله خان ته له پلار ا ونیکه په میراث پاته و. د امیر عبدالرحمن او امیر حبیب الله د واکمنيو دوران د داخلي جګړو اوږد نوملړ لري. امان الله خان هم په شمال کې د نظامنامو په اړه راپورته شوي اعتراضونه په قهري قوت سره سرکوب کړل. خو د ملا عبدالله قضیه یو څه بدله وه. په پیل کې چې اعتراض کوچنی و، محلي ادارې مرکز ته ناسم معلومات ورکول. امان الله خان د پغمان جرګه کې وروسته وویل چې د ملا عبدالله د اعتراض خبر ډېر وختي ور رسیدلی و خو چې له محلي واکمنو يې پوښتنه کوله هغوی همدا یو ځواب ورکاوه چې خیر خیرت دی، مطمئن اوسئ( رویداد لویه جرګه ۱۳۰۳ ص ۳۴۷) د محلي چارواکو د پر وخت نه اقدام له املا اعتراض په توندۍ سره پراخیږي، تر دې چې کله د میر زمان الدين بدخشي په مشرۍ د تفتیش هیئت ګردیز ته ځي او حالات ويني نو د سمت جنوبي د ليوا قومندان سور جرنېل ( محمد عمر خان ناصري) له دندې ګوښه او د مجازات په ډول محکمې ته معرفي کوي چې محکمه ورته د وظیفوي غفلت له امله دوه کاله او اته میاشتې حبس ورکوي. ( وکيلي ج ۱ ص ۵۵) د سور جرنېل ملامتیا دا وه چې ولې یې په وخت پوځي اقدام نه دی کړی. اما اوس چې اعتراض پراخ شوی او له کنترول وتلی و، حکومت د څه وخت لپاره د سوله ییز حل هڅې وکړې. د ۱۳۰۲ لمریز کال په ژمي کې حکومت د اعتراض ځپلو لپاره په عسکري تیاریو بوخت و، د حوت میاشتې کې لومړی یوه پنځوس کسیزه قطعه او ورپسې د محمد ګل خان مومند په مشرۍ د شاهي رسالې ۲۵۰ خاص ځواکونه خوست ته ولېږل شول. ملا عبدالله چې تر دې وخته یې هیڅ جګړه ییز حرکت نه و کړی د حکومت لخوا د عسکري قواوو رالېږلو د حکومت په ارادو شکمن کړ، نو ځکه یې د ګردیز او خوست ترمنځ د ځدراڼو غرنیو سیمو کې د شاهي رسالې د وړاندې تګ مخه ونیوله. د عزیز الدين وکيلي په وینا ملا عبدالله د شاهي رسالې د عسکرو ډېر احترام وکړ، هغوی یې شریف او درانه خلک وبلل او محمد ګل خان مومند ته يې وویل چې امان الله خان ته حال ورکړي چې عسکري قواوو رالیږلو ته ضرورت نشته،حکومت دې د مستوراتو مکتب بند کړي موضوع حل ده.مومند کابل ته حال ولیږه خو کوم مثبت ځواب رانغی( وکيلي ج ۲ ص ۵۸) مومند خوست ته ورسېد، له مرکز نه یې فرمان تر لاسه کړ، چې د ملا عبدالله خلاف عملیات وکړي، هغه لومړۍ دسته عسکر د سیدخېلو سیمې ته ولیږل، چې هلته د پاڅونوالو لخوا محاصره شول. مومند د محاصرې ماتولو لپاره سيدخېلو ته قوتونه وایستل چې همدلته د ۱۳۰۳ لمریز کال د حمل په ۱۷ مه چې د روژې اوله ورځ وه، د ملا عبدالله د پلویانو او حکومتي عسکرو تر منځ لومړنی جنګ پېښ شو چې تلفات یې هم درلودل.( وکيلي ج ۲ ص ۵۹) خو له همدې لومړۍ جګړې وروسته محمد ګل خان مومند ونه غوښتل د پاڅونوالو خلاف پرېکنده عملیات وکړي. څه موده وروسته د نوموړي زیاتره قوتونه تسلیم او یا وتښتېدل. غبار لیکلي چې محمدګل خان مومند چې پرته له جنګه یې ماته منلې وه، د مرکزي حکومت لخوا معتوب او څه موده په کور کېنول شو، چې وروسته پاچا معاف کړ او د بلخ پوځي قومنداني یې وروسپارله.( غبار ص ۸۰۷) په دې ډول د ۱۳۰۳ لمریز کال د حمل تر وروستیو په خوست او پکتیا کې له کم شمېر محاصره ځواکونو پرته د خوست او پکتیا ټولې سیمې د پاڅونوالو لاسته ولوېدې او حکومت پراخو عملیاتو ته ځان مجبور وليد. په کابل کې د جنګ موافقين او مخالفين د امان الله خان حکومت له پيله په دوو فکري کرښو ویشل شوی و. یوه ډله هغه ارزښتپالي نسبتا متدین مسؤلین و چې د هیواد او ولس دیني او ملي اقدارو ته يې په درنه سترګه کتل. دوی نوښت هم په ديني او ولسي قالبونو کې دننه غوښت او حساسیتونه یې په رسميت پیژندل. د اماني دور د لومړیو ورځو صدر اعظم سردار عبدالقدوس خان، د امان الله خان تره سردار نصر الله خان، د حرب وزیر سپهسالار نادر خان او ورور يې هاشم خان د همدې فکر سرلاري وو چې د هیواد په سطحه د دیني اقشارو او روحانیونو په خاص ډول د شوربازار د مجددي حضراتو د کورنۍ ملاتړ یې هم له ځان سره درلود. د محمود طرزي او نورو غرب ځپليو سره د دوی مخالفت له هغه لیک څخه معلومیږي چې د امان الله خان د واکمنۍ لومړیو کې سردار عبدالقدوس خان د شوربازار حضرت صاحب شمس المشائخ مجددي ته لیږلی او غلام محمد غبار په خپل تاریخ کې راوړی دی. اما هغه ډله چې امان الله خان یې تر خپل منتر لاندې راوستی او سخت متأثر کړی و، هغه د محمود طرزي تر مشرۍ لاندې د لیبرال فکره غرب پالو ډله وه. د دې فکري خط مشران خپله محمود طرزي، لور یې ملکه ثریا، وزیر خارجه، بیا د حرب وزیر او وروسته د سلطنت کفيل محمد ولي خان دروازي، د عسکري فنونو د مکتب مشر او بیا د مرکزي قول اردو قومندان محمود سامي، د څرخي کورنۍ مشر غلام نبي خان چرخي او د سمت جنوبي والي امیر الدين خان وو. د یادونې وړ ده چې د دې ډلې وروستي څلور واړه کسان وروسته د نادر خان لخوا اعدام شول. دغه کسان چې د اماني حکومت اساسي اختیارات یې په لاس کې و او امان الله خان هم ورسره همنظره و، د افغانستان هر اړخیز، فکري، فرهنګي او اجتماعي تحول یې د یوه هدف په حیث تعقیباوه، دوی حتی د غربي دنیا، ترکيې او ایران له ریفورمستانو سره هم په تماس کې و او نه یې غوښتل چې افغانستان د نړیوال لېبرال انقلاب له کاروانه وروسته پاته شي. له یادو دوو ډلو پرته یوه دریمه ډله هم وه چې کوم خاص فکري خط یې نه درلود، د دربار په مزاج چلېدل او له هر پاچا سره یې ګذاره کولای شوای. دوی زیاتره شاغاسیان او بارکزي سرداران وو چې مطرح کسان په کې داخله وزیر علي احمد خان،د حرب وزیر عبدالعزیز خان، د ماليې وزیر میرزا محمود خان او ځینې نور ول. د ملا عبدالله په وړاندې له پراخ جګړه ییز اقدام سره لومړنۍ ډلې موافقه نه درلوده. اما دوهمه ډله چې د نويو قوانینو او ریفورمونو سخت پلویان وو، جګړې ته په دوو پښو ناست ول. امان الله خان چې کله د جګړې اراده وکړه، لویه ستونزه چې ورسره مخامخ شو، دا وه چې د جنګ یا حرب وزیر یې ( نادر خان) له هغې ډلې و چې له ملا عبدالله سره جنګ ته یې زړه نه کېده. سټېوارټ په خپل کتاب کې د نادر خان هغه نظریات را نقل کړي چې له برتانوي سفير همفریز سره په یوه کتنه کې یې د ملا عبدالله د پاڅون په اړه ويلي وو « دا نارامي د امان الله خان د سرزوري سیاست له امله منځته راغلې. که د افغانانو د رسم او رواج برخلاف ورباندې غربي تمدن په زور تحميل شي دا کار له خطره خالي نه دی. نوې نظامنامې د اسلامي قوانینو مجموعه له منځه وړي چې دا کار ملایانو او روحانیونو ته د منلو وړ نه دی. بله دا چې دا قوانین بې له دې چې تشریح شي او په اړه یې د خلکو شکونه لري شي سمدستي یې د عملي کولو اقدامات پيل شول. هغه کسان چې د دې نامعقول حرکت مسؤلین دي، یو محمود طرزي دی چې په سراج الاخبار کې یې انتقادي مضامين خپرول او بل جمال پاشا چې په خپلو فوق العاده عصري افکارو یې امان الله خان اغیزمن کړی و( سټیوارټ ص ۳۳۱ ــ ۳۳۲) حربیه وزیر سپه سالار نادر خان دا خبرې د اپریل په څلورمه د ۱۳۰۳ لمريز کال د حمل په ۱۵ مه کړې وې، تر دې وخته له ملا عبدالله سره کوم جنګ نه و پېښ شوی خو امان الله خان د پراخ تهاجم اراده درلوده. همدې ملاقات کې وروسته نادر خان وایي چې اراده یې ده له دندې استعفاء ورکړي ځکه نه غواړي د هغو کارونو مسؤل شي چې له عواقبو یې وېره لري. نادر خان په داسې حال کې استعفاء ورکړه چې لېبرال ضد فرکسیون څه موده بعد دوه نور قوي ملاتړي هم له لاسه ورکړل. د شور بازار مشر حضرت صاحب شمس المشائخ مجددي چې د نادر خان او د هغه د متدین فکري خط ملګری و، د مرض الموت په بستر پروت و چې څه موده وروستهوفات شو. بل ورور يې نور المشائخ فضل عمر مجددي چې د ملا عبدالله زیاتره اعتراضات یې پر ځای بللي او د امان الله خان له اقداماتو یې بد راتلل، څه موده وروسته په دې مجبور شو چې هیواد پریږدي او په سرهند کې د خپل غور نيکه امام رباني شیخ احمد سرهندي په مزار میشت شي. نور المشائخ صاحب بیا د نادر خان د واکمنۍ تر وخته افغانستان ته رانغی او له امان الله خان سره یې مخالفت ته دوام ورکړ. د نادر خان له استعفاء وروسته امان الله خان هغه له صحنې ویوست او په پاریس کې یې سفير مقرر کړ. د حرب وزارت یې خپل تر ټولو نږدې ملګري محمد ولي خان دروازي ته وسپاره، په دې ډول د ملا عبدالله په وړاندې د جنګ مخالفين او د لیبرال ضد فکر درلودونکي له صحنې لرې او جنګ غوښتونکو ته میدان چغالي شو. چې ډېر ژر د سمت جنوبي پرخوا د لښکرو لېږل پیل او جګړو زور واخیست. نهه میاشتنۍ جګړې امان الله خان د سپهسالار نادر له استعفاء وروسته خپل وفادار ملګری( محمد ولي خان دروازي) چې پخوا د بهرنیو چارو وزیر و د حرب وزیر وټاکه او هغه سمدستي د پکتیا پر خوا سوقیات پيل کړ. لومړنی لښکر د ۱۳۰۳ کال د ثور په ۲ مه ولېږل شو. کله چې د ملا عبدالله کسانو ته له کابل نه د تهاجمي لښکر د راروانېدلو خبر ورسېد، هغوی مخې ته ورغلل او د تېرې کنډو یې ونیو. د التمور او تېرې په سیمه کې جنګ وشو او حکومتي قواوې له شکست وروستهپر شا شوې. د لومړني لښکر له ماتې څو ورځې وروسته د ثور په ۷ مه د حرب وزیر محمد ولي خان دروازي د محمود سامي او جمال پاشا لخوا روزل شوی ځانګړي ځواکونو پکتیا ته سوق کړل او خپله یې د تعرضي عملیاتو مشري په غاړه واخیسته. ځانګړي ځواک د تېرې کنډو تصفیه کړ او ګردیز ته په رسیدو يې محاصره ماته کړه. دروازي د ګردیز شاوخوا ځینې سیمې هم له پاڅونوالو آزادې کړې. د ثور میاشت کې دروازي په پکتیا کې دوه ځله په جګړو کې ښکېل شو. یو ځل له غزني نه ګردیز ته خزانه روانه وه چې د زرمت دولت خان سیمه کې ورباندې پاڅونوالو برېد وکړ. دروازي د خزانې ساتنې لپاره دزرمت پر خوا لښکر ویوست، چې د سهاکو سیمه کې له جګړې سره مخامخ شو. بل ځل یې چې کله غوښتل د خوست محاصره عسکرو ته د د میرزکې او څمکنیو له لارې مرسته ورسوي، میرزکې له رسیدو سره له کمين سره مخامخ او سخت جنګ پېښ شو، خو له تلفاتو سره وتوانېد په غرنیو سیمو کې تر یو حده پرمختګ وکړي( وکيلي ۶۹ ــ ۷۰) د سرطان تر نیمایي پورې جګړه د بن بست حالت ته رسیدلې وه چې هيڅ لوري هم د برلاسۍ موقف نه درلود، د سرطان وروستۍ نیمایي کې دوه داسې څه پېښ شول چې د ملا عبدالله خلاف یې د امان الله خان موقف تقویه کړ. په هغه کال لوی اختر د سرطان په ۲۲ مه و. کله چې د اختر ورځو کې د ملا عبدالله اکثر کسان کورونو ته ستانه شول او لښکر یې کمزوری شو، امان الله خان له فرصت نه په استفاده د اختر په ورځو کې پغمان کې لویه جرګه راوغوښته تر څو د ځینو جنجالي قوانینو په اصلاح سره د ولس په خاص ډول د علماوو ملاتړ د ځان کړي. بل دا چې د سرطان وروستیو کې د امیر شیرعلي خان لمسی عبدالکريم له هند نه خوست ته ورسېد، له پاڅونوالو سره ملګری او د پاچاهۍ دعوه یې وکړه. د عبدالکریم راتګ د ملا عبدالله سوچه ديني حرکت ته سیاسي رنګ ورکړ او کمزوری یې کړ. د عبدالکریم په موضوع به وروسته په تفصیل وغږېږو. د اختر له تېرېدو وروسته پاڅونوالو بیا تحرکات پيل کړل، د اسد په۱۱ مه توتاخېلو او احمدزیو د تېرې ( التمور) کنډو بند کړ، چې ورسره ګردیز او د حربیه وزیر تر مشرۍ لاندې ځواکونه محاصره شول. حکومت د محاصرې ماتولو لپاره د جانفدا په نوم ځانګړې قطعه چې شمېر يې ۸۰۰ کسانو ته رسېده، ګردیز ته ولېږله. جانفدا قطعه چې ناوخته رسیدلې وه، شپه یې له التمور را لاندې د بېدک ډاګ کې وکړه تر څو سبا په التمور عملیات وکړي. په همدې شپه د پاڅوانوالو په ناڅاپي شبخون کې قطعه له دریو تنو مشرانو ( رئیس ارکان عبدالحميد خان، برګېډ اسمعیل خان او عبدالمجید خان خزانه دار) سره یو ځای له منځه لاړه. د جانفدا قطعې درانه تلفات چې اکثر وژل شوي په تبرونو وهل شوي وو، د امان الله خان حکومت ته تر ټول بد شکست و چې د کابل چارواکي یې سخت وپارول. د اسد وروستۍ لسیزه کې پاڅونوالو هم د لوګر او هم د غزني او وردګو په استقامت د پام وړ پرمختګونه وکړل. هغوی د پل عالم له نیولو وروسته مخکې تېر شول، تر دې چې د تنګي واغجان په نیولو یې کابل تهدید کړ. په ورته وخت کې یې غزني ونیو او له هغه ځایه یې د تکیې او سیداباد له لارې په میدان وردګو حمله وکړه شیخ اباد یې ونیو. د پاڅون وروستیو پرمختګونه نه یوازې د کابل حکومت بلکې د نړیوال سیاست مهمو لوبغاړو ( انګریز، روس او المان) ته هم ټکان ورکړ. کابل کې د یادو هیوادونو سفارتونه په بې ساري ډول متحرک شول. د پاڅون ځپلو لپاره روسیې امان الله خان ته وسلې او برتانیې طیارې ورکړې چې الماني پيلوټانو په پاڅونوالو د بمبار لپاره والوځولې. په داخلي کچه امان الله خان چې د پغمان جرګه کې یې د ځینوقانوني مادو په لغو کولو سره تر یو حده د روحانیونو په وړاندې خپل اعتبار ترمیم کړی و؛ ورسره یې هڅه پيل کړه چې د پاچاهي د دعوه دار عبدالکریم د موضوع په برجسته کولو پاڅون د یوه دیني حرکت پر ځای سیاسي بغاوت معرفي کړي. د اسد په ۲۵ مه چې د یو شمېر حکومت پلوو علماوو لخوا د بغاوت خلاف د سرتاسري اقدام فتوا صادره شوه، په هغه کې د پاڅون مشر د ملا عبدالله پر ځای، شهزاده عبدالکریم یاد شوی و چې ( ضعیف العقل، نحیف الجثه، شرابخور، زاني، قمارباز، چهار عیب شرعي او معقوق الوالدین) القاب ورکول شوي وو.( وکیلي ج۲ ص ۱۵۲) حکومت له انګریزي چارواکو سره په تفاهم دې تبلیغاتو ته هم زور ورکړ چې د عبدالکریم راتګ او ټول پاڅون د انګریز دسیسه معرفي کړي. د پاڅون د ماهیت مسخ کېدلو هغه دیني روایت ته سخته ضربه ورکړه چې په اساس یې د اُتماني ملا ( ملا عبدالله) ټول غرني قومونه راپارولي او په حکومت د فشار لپاره په یوه صف کې درولي وو. په دې سره ډېر ژر قومونه د پاڅون په دیني ماهیت شکمن شول، ځاځيو او څمکنیو له نورو مخکې له ملا عبدالله لاره بېله او حکومت سره یې جوړجاړی وکړ. د مني له رانږدې کېدو سره بل هغه څه چې د ملا عبدالله مټ یې کمزوری کړ، د هغو پوونده کوچیانو بېرته ستنېدل وو چې د هوا له سړېدو سره به بېرته له خپلو رمو سره د ډیورنډ کرښې کوز اړخ ته تلل، دا ټول عوامل سره یو ځای او پر ملا عبدالله د پریکنده برید لپاره یې امان الله خان ته فرصت په لاس ورکړ. امان الله خان تقریبا د ټول افغانستان قوتونه سره راټول او په سمت جنوبي برید ته یې سوق کړل. پخواني داخله وزیر علي احمد خان شاغاسي د مشرقي له قومونو څخه لښکر تشکیل او په خوست د برید په موخه د سپین غر له ډډې د پکتیا آریوب ورپسې خوست ته ووت او دا سیمه ونیوله. د میر زمان خان کونړي تر مشرۍ لاندې د کونړ لښکرې دغه راز د هزارجات او قطغن قوتونه د غزني او لوګر له استقامته پکتیا کې د حربیه وزیر محمد ولي خان دروازي مرستې ته ولیږل شوې. دوی د میزان په لومړیو کې د تېرې کنډو ( التمور) کرښه ماته کړه او ګردیز ته له رسیدو وروسته یې د زرمت، اورګون، زیړوک، شواک، المره او ګڼو نورو سیمو کې د ژمي تر څیلې جګړه ییزو عملیاتو ته دوام ورکړ چې په نتیجه کې یې د پاڅونوالو قوت تس نس شو. د شهزاده عبدالکريم تيښته او د ملا عبدالله ګرفتاري شهزاده عبدالکريم بن یعقوب خان بن امیر شیرعلي خان هغه څېره وه چې نه یوازې يې د ملا عبدالله د پاڅون دیني هویت ور مسخ او له ناکامۍ سره مخامخ کړ، بلکې په تاریخي لحاظ یې هم د دې سوچه ديني حرکت پر لمن داغ پرېښود. کیسه له هغه ځایه شروع کیږي چې له دې زمانې شپيته کاله وړاندې په ۱۸۶۲ میلادي کې چې کله امیر دوست محمد خان وفات شو، د دوو زامنو ( امیر شیرعلي خان او محمد افضل خان) تر منځ یې په پاچاهۍ رقابت پيل شو. لومړۍ درې کاله امیر شیرعلي خان پاچاهي وکړه، بیا ترې افضل خان ونیوه، وروسته بیا شیرعلي خان پاچا شو، خو د افضل خان زوی عبدالرحمن خان یې د سيال او مدعي په حیث حریف پاته شو. د امیر شیرعلي خان له وفات وروسته يې له زوی یعقوب خان نه بېرته امیر عبد الرحمن پاچاهي ونیوله او یعقوب خان له ټولې کورنۍ سره هند ته جلا وطن شو. وروسته که څه هم امیر عبدالرحمن، ورپسې یې زوی حبیب الله خان او بیا امان الله خان شاوخوا نیمه پيړۍ واکمن پاته شول، خو د امیر شیرعلي خان په اولاده کې لا هم د پاچاهۍ حرص نه و سوړ شوی او د فرصت په انتظار و. په دې وخت کې کله چې د ملا عبدالله پاڅون ډېر پراخ او له خوست، پکتیا، پکتیکا او غزني پرته يې د لوګر او میدان وردګو ډېرې سیمې هم ونیولې. د یعقوب خان یو نااهله زوی عبدالکریم ته سودا ورپیدا شوه چې که بالفرض ملا عبدالله ټول افغانستان ونیسي او امان الله خان وتښتي، یو څوک خو به حتما پاچا کوي. دا چې هغه وخت دود داسې و چې پاچا به د واکمنې قبیلې ( محمدزيو) له منځه غوره کېده، نو په همدې فکر یې افغانستان ته مخه کړه، چې د امان الله خان د احتمالي شکست په صورت کې به د امیر شیرعلي خان د لمسي په حیث د پاچاهي تخت پر سر کیږدي. عبدالکريم د پکتیا په دوه مندې سیمه کې مرکز جوړ کړ، د سیمې یو قومي مخور ملک سربلند خان د هغه میلمه پالنه وکړه خو بل محلي مشر ببرک خان ځدراڼ یې په مخالفت د حکومت اړخ ونیو. خبره جنګ ته ووته او ببرک خان ځدراڼ په همدې جګړه کې ووژل شو. وروسته په عبدالکريم باندې زیاتره هغه قومي مشران راټول شول چې د نوموړي احتمالي پاچاهۍ ته یې تمه درلوده. د شهزاده عبدالکريم راتګ اماني حکومت ته دلیل په لاس ورکړ چې د پاڅون خلاف تبلیغات وکړي او د انګریزانو دسیسه یې معرفي کړي. په داسې حال چې انګریزانو د پاڅون د ځپلو لپاره امان الله خان ته پنځه زره ټوپک ورکړي وو( ظفر کاکاخيل ۸۸۹ مخ) دغه راز يې دوه انګریزي Bristol جنګي الوتکې تازه د مرستې لپاره ورکړې وې، د کابل د حکومت دغه بې اساسه تبلیغات په انګریزانو درانه تمام شول او د امان الله خان حکومت ته یې رسما اعتراض وکړ. سټېوارټ لیکلي چې د انګریز سیاسي استازي ریچارډ مکوناچي د سنبلې په ۲۶ مه د اماني حکومت مهم چارواکي سردار شیر احمد خان ته رسمي اعتراض وکړ چې ولې د پکتیا اغتشاش او د عبدالکریم راتګ په برتانیې تاوانیږي. شیر احمد خان په ځواب کې ورته وایي: موږ په دې باندې قانع یو چې عبدالکریم ته یوه روپۍ او یو کارتوس هم د هند له سرحد څخه نه دي ورکړل شوي، خو په حاضر وخت کې د عبدالکریم او پاڅونوالو بې اعتباره کول تر هر څه زیات اهمیت لري، ځکه د بري چانس په دې کې دی چې خلکو ته وویل شي چې هغوی د کافرو ( انګلیس) د لاسه آله دي. مکوناچي اعتراض کوي او وایي: تاسو له اور سره لوبې کوئ، تعصب آمیزه پارول او بین المللي سوء تفاهمات په آسانۍ حاصلیدای شي، خو جبيره به یې بیا آسانه نه وي. شیر احمد خان ورته وایي: دا د نامطلوب ضرورت یوه قضیه ده، څرنګه چې موضوع حل او عبدالکریم له هیواده ووځي، موږ به رسما بيرته اعلان کړو چې پلټنو وښوده چې د برتانیې حکومت د هغه ملاتړ نه دی کړی.( اور په افغانستان کې ص ۳۵۵) عبدالکريم لکه څنګه چې په مرموز ډول د ملا عبدالله د پاڅون د بدنامۍ لپاره رالېږل شوی و همداسې په مرموز ډول بېرته ژوندی هند ته واوښت او څه وخت بعد په مرموز ډول ووژل شو. خو راتګ یې انګریز او امان الله خان دواړو ته ځکه ګټه وکړه چې ورسره د ملا عبدالله دیني قیام د یو سیاسي بغاوت په حیث بدنام او ولسي اعتبار یې له لاسه ورکړ. د پاڅوانوالو مقاومت د ژمي په رابرېدو سره هم خال خال روان و، تر دې چې د ۱۳۰۳ لمریز کال د جدي په وروستیو کې د ملا عبدالله په نیول کېدو سره پای ته ورسېد. ملا عبدالله څنګه او چېرې ونیول شو؟ د اتماني د کلي ( الله یار خېلو) مشران وایي چې له خپلو نیکونو یې اوریدلي چې ملا عبدالله د پاڅون له شکست وروسته له خپلو څو تنو ملګرو سره د وزې ځدراڼ ولسوالۍ اړوند د دري خیلو په شهید کلي کې پناه اخیستې وه. په دې سیمه کې د سپاهي خېلو ځدراڼو مشر ملک میر حسن د ملا عبدالله کلک ملاتړی و. حکومتي عسکرو ته چې کله د ملا عبدالله د پټنځای معلومات رسیږي، د شپې کلی محاصره کوي او سهار چې ملا صاحب د لمانځه لپاره راوځي د حکومتي عسکرو لخوا نیول کیږي. خو د محمد صادق مجددي له خبرو ښکاري چې ملا عبدالله نیول شوی نه دی، بلکې د یوه توافق اوجوړجاړي له مخې یې ځان حکومتي عسکرو ته سپارلی دی. مجددي لیکلي چې امان الله خان له ملا عبدالله سره په قران کریم وعده کړې وه چې عفو یې ورته کړې، خو وروسته یې له ګڼ شمېر مشائخو او علماوو سره یو ځای چارماري کړ.(خاطرات ص ۴۲) عزیز الدين وکيلي بیا په خپل پېښلیک کې د ملا عبدالله د نیول کیدو کیسه بل وړ بیان کړې. هغه د خپل کتاب په ۲۲۰ مخ کې یو ځل دې ته اشاره کوي چې د پکتيا ځینو قومي مخورو له امان الله خان سره ولیدل او بیا له دې وعدې سره پکتیا ته ستانه شول چې د ملا عبدالله او ملا عبدالرشيد څرک به لګوي تر څو حکومت ته تسليم شي. وروسته يې د بلوکمشر فضل احمد خان له قوله لیکلي چې ملا عبدالله د خوست په المره کې ځان حکومتي عسکرو ته وسپاره له هغه ځایه اسمعيل خېلو او بیا د خوست مرکز ته انتقال شو او بیا له دې ویرې چې د ګردیز په لاره به یې خلک د خلاصون لپاره بریدونه وکړي د څمکنیو، ازرې، دوبندي او لوګر له لارې تحت الحفظ له نورو بندیانو سره یو ځای کابل ته انتقال شو. وکیلي لیکلي ملا عبدالله چې حکومتي عسکرو ته ځان سپاره په اوښ سپور او سخت مریض و، ورسره یې مرستیال ملا عبدالرشيد او څو نور کسان هم وو. ( وکیلي ج ۲ ص ۲۲۲) په هر حال . . . تر وروستۍ شیبې مقاومت او له دريو زامنو سره اعدام ته په ځان ورکولو ملا عبدالله ثابته کړه چې د عبدالکريم غوندې کومه مرموزه مهره نه ده چې د سختۍ په ورځ کوم بل هیواد ته وتښتي. د ملا عبدالله اعدام د ملا عبدالله په نېول کیدو سره د سمت جنوبي پاڅون پای ته ورسېد. له دې سره په کابل کې په حکومتي کچه د جشنونو او رسمي مراسمو سلسله پيل شوه. د هیواد له مختلفو سیمو اشرباڼي قوتونه چې له پکتیا راستنېدل یو ځل یې له امان الله خان سره ليدل او رسمي تقدیر یې ترلاسه کاوه. امان الله د پاڅون ځپلو رسمي کرېډت محمد ولي خان دروازي او علي احمد خان شاغاسي ته ورکړ چې لومړني پکتیا او دوهم خوست نیولی و. د دوی لپاره ځانګړي د رسم ګذشت مراسم جوړ شول چې په کې د ملا عبدالله په شمول د هغه ګڼ شمېر ملګري بندیان حتی د ماشومانو او ټپیانو په شمول نندارې ته وړاندې شول. ملا عبدالله او ملګري یې تر څو میاشتو په زندان کې وساتل شول. تر دې چې وروسته یې ځینې پلویان آزاد، ځینې د هیواد شمال ته تبعید او د ملا عبدالله په شمول په ۵۴ کسانو د اعدام فیصله ووته. د ۱۳۰۴ لمریز کال د جوزا په دریمه په کابل ښار کې آوازه وچلېده چې سبا په سیاه سنګ سیمه کې ملا عبدالله او ملګري یې اعدامیږي، سبا هلته یو شمېر خلک راټول شوي وو. امان الله خان لومړی بلوک مشر فضل احمد خان ته وظیفه ورکړه چې دغه کسان اعدام کړي، خو هغه ځان په مریضي واچاوه او له اعدامولو یې انکار وکړ. ورپسې یې د قلعه مراد بیګ بلوکمشر سلطان عزیز خان ته وظیفه ورکړه. هغه د ۱۳۰۴ لمریز کال د جوزا په ۴ مه چې د ۱۳۴۳ ق د ذوالقعدې له ۲ مې سره برابره او د دوشنبې ورځ وه، غرمه مهال بندیان سیاه سنګ سیمې ته بوتلل او هلته يې د ماسپښین په یوه بجه د هغه جر په غاړه چارماري کړل چې د دوی د ډله ییز تدفین لپاره کیندل شوی و. تقبلهم الله. د عیني شاهدانو له قوله ملا عبدالله اعدام ته د ناستې پر وخت د خپل کمیس لمن پر مخ راخوره کړې او خاموش ناست و، له شهادت وروسته یې ټول جسدونه کندې ته وغورځول او بې له جنازې یا نورو مراسمو یې خاورې ورباندې انبار کړې.( وکيلي ج ۲ ص ۳۵۱) د شهید ملا عبدالله قبر تر ډېره وخته چا ته نه و معلوم، خو د اماني حکومت له سقوط وروسته امیر حبیب الله کلکاني امر وکړ چې د ملا عبدالله قبر دې پیدا او جوړ کړای شي. وروسته د سیاه سنګ د شهیدانو له ډلې د ملا عبدالله او قاضي عبدالرحمن قبرونه پیدا او ودان کړای شول. د اتماني د کلي حاجي ګلام خان وایي چې د داود خان په کلونو کې چې نوی ځوان و د ملا عبدالله او قاضي عبدالرحمن قبرونو ته ورغلی دی. دغه قبرونه د اوسني شهرک طلایي شمال غرب اړخ ته په یوه لوړ ځای باندې و. د ملا عبدالله آثار او ځانګړنې له ملا عبدالله سره یو ځای یې مرستیال او زوم ملا عبدالرشيدسهاک هم اعدام شو. دغه راز د ده د حرکت نور مهم کسان لکه ملا نور علي او ملا عبدالعليم ورسره یو ځای او د میدان وردګو ملا عبدالاحد او ملا عبدالسبحان له ده وړاندې اعدام شوي وو. سنزل نويد لیکلي دي چې د ملا عبدالله درې تنه ځوان زامن هم له ده سره یو ځای اعدام شول. د اتماني د کلي خلک وایي چې د پاڅون له ماتې سره د امان الله خان لښکرو د دوی پر کلي حمله وکړه، په داسې حال کې چې د سرو غنمو درمندونه تیار وو، له الله یار خېلو هر څه پاته او د غرونو په خوا فرار شول. د امان الله خان عسکرو د الله یار خېلو تاریخي کلا چې د دیوالونو عرض یې څه کم درې متره و، د محلي خلکو په اشر ونړوله خو د کلا مخې ته د ملا عبدالله مسجد یې روغ پرېښود چې تر اوسه ولاړ دی. د اتماني کلي کې د الله یار خېلو د کلا مخروبه اوس هم شته چې د کلا په لویوالي دلالت کوي. د اتماني او شاوخوا کلیو لکه زاهو او مهلن خلک چې د ملا عبدالله په ملاتړ تورن و له خپلو کرونو د منګلو د غرونو پر خوا کډوال شول. الله یار خېل اکثر کورمې ته واوښتل او هلته یې په حمید خان کلي کې واړول. د دوی مشر ملک سرور خان همالته وفات شو چې قبر یې اوس یې د کورمې په حمید خان کلي کې دی. دوی بیا د امان الله خان د حکومت له سقوط وروسته خپلو کلیو ته راستانه شول. د اتماني کلي د خلکو په وینا د ملا عبدالله او مشرانو زامنو له شهادت وروسته یې تنها یو زوی ( ملا عبدالباقي) پاته شو، چې د امان الله خان د حکومت له سقوط وروسته بیرته په اتماني کلي کې د الله یار خېلو امام شو. د نادر خان او ظاهر شاه حکومتونو له هغه سره ښه روابط درلودل او حتی کله ناکله یې ورسره مرسته هم کوله. ملا عبدالباقي له ډېر کلونه امامت وروسته وفات او په اتماني کلې کې خاورو ته وسپارل شو چې د کلي خلکو د ځانګړي عقیدت له مخې ورباندې زیارت جوړ کړی دی.او یوازينی زوی یې ( ملا عبدالمتين) د اتماني ملا امام شو. د کمونیستانو په وخت کې چې د ملایانو نیول شروع شول، د ملا عبدالمتين ژوند ته هم خطر متوجه شو، نو ځکه یې پاکستان ته هجرت وکړ او د مانسهرې په خاکي کمپ کې یې له نورو مهاجرینو سره ژوند غوره کړ. تر دې چې له اوس نه شاوخوا شل کاله وړاندې وفات شو. ملا عبدالمتين نارینه اولاد نه درلود، یوازې څو لوڼې ترې پاته شوې دي. د ملا عبدالله د شخصیتي ځانګړنو په اړه باید ووایو چې په تأسف سره د نوموړي په حق کې تاریخ لیکونکو خورا ستره بې انصافي کړې. لکه څنګه یې چې د هغه نوم د سپکاوي له مخې تحریف کړی چې د ( اتماني ملا) پر ځای يې پر ( ګوډ ملا) تشهیر کړی دی، دغه راز د هغه شخصيت او ټوله مبارزه په خورا منفي ډول معرفي شوې ده. د امان الله خان حکومت خو هغه ته داسې له غضبه ډک و چې د اتحادي مشرقي اخبار به حتی ګوډ ملا هم نه بلکې ( ګوډ شيطان) باله. په دې وروستیو کې د هغه په حق کې بله بې انصافي دا شوې چې یو پخوانی د کوم خوار سوالګر تصویر چې لکړه یې په لاس کې ده د ملا عبدالله په نوم تشهير شوی دی. اما د ملا عبدالله د بدني جوړښت په اړه عزیز الدين وکیلي چې هغه یې په خپلو سترګو لیدلی هغه یو ( مرد چهارشانه او قوي اندام ) بولي چې ږیره یې له تور والي سپین والي ته مائله وه. ملا عبدالله خاموش مزاج درلود چې همدې خاموشۍ ځانګړی رعب او وقار وربښلی و. وکیلي د لوګر په شاه مزار کې له ملا عبدالله سره د ملاقات کوونکو علماوو له قوله لیکي چې « سهار وخت و چې ملا عبدالله له شاوخوا ۸۰ تنه علماوو سره د مجلس ځای ته را ورسېد، له کابله د ورغلي هیئت له غړو سره یې په ډېر اخلاص او صمیمیت په غېږ پوښتنه وکړه، د هغه ټوله وضع عالمانه وه» سټېوارټ د ملا عبدالله په اړه لیکلي چې نوموړی فصيح اللسانه او ژبور سړی و، له علمي استعداد سره يې په نښه ویشتلو کې هم خاص مهارت درلود، همیشه به یې له ( نبوي خرقې شریفې) نه په الهام زرغونه چپنه په اوږو کوله او همدا یې د لباس برخه وه. د ملا عبدالله د قیام لاسته راوړنه تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې بالاخره د ملا عبدالله په قیام او یو نیم کلنو هڅو څه مرتب شول او نتیجه یې څه شوه. په لنډو ویلی شو چې د ملا عبدالله قیام هم لنډ مهالې او هم اوږدمهالې پایلې درلودې. لنډ مهالې پایله یې دا وې چې کله د ملا عبدالله پاڅون اوج ته ورسېد او پر حکومت فشار زیات شو، امان الله خان چې پخوا يې ځان انقلابي پاچا باله او هيڅ شاتګ یې نه مانه، مجبور شو چې د افغانستان له علماوو سره حق ته کيني او د نظامنامو ځینې مواد اصلاح کړي. غبار لیکي چې پر ملا عبدالله د امان الله خان بری مطلق نه و، بلکې د ده په خبره امان الله خان که په جنګ کې بریالی شو اما په ریفورمونو کې یې شکست وخوړ. ځکه هغه مجبور شو چې خپل ځيني قوانین لغو کړي.( غبار ۸۱۰) ډاکټر محمد طاهر بورګي د پغمان په جرګه کې د ځیني اماني قوانینو لغو کیدل داسې شميرلي: تعزیر بالمال لغو شو. په تعزیراتو کې ټاکلې سزا لغو او د شرعي قاضي صلاحیت په کې ومنل شو. په نظام کې د احتساب یا امر بالمعروف و نهی عن المنکر اصل ومنل شو. د آزادي کلمه له سیاسي او مذهبي امورو را وایستل شوه او په ځينو شخصي امورو پورې منحصره شوه. د صغیرې نکاح بېرته قانوني وبلل شوه. د ښځو غیر ضروري تحصیل لغو او د مستورات مکاتب تعطیل شول. د جاني په څېره کې د توبې او اصلاح نښې د مجازاتو د تقلیل سبب وبلل شوې. د نظامي او ملکي مامورینو په ځانګړو محاکمو کې هم د عامو محاکمو په شان د شرعي قاضي او مفتي شتون بېرته لازمي شو. ځکه د نوي قانون له مخې حکومتي کارکوونکي په خاص ډول نظامیان د شریعت له مخې نه، بلکې د پوځي انضباطي اصولو په اساس محاکمه او مجازات کېدل. د عصري تعليم او بهرنیو ژبو د زده کړو په مکاتبو کې د دینیات او اسلامي عقائدو مضمون لازمي شو. حکومت مکلف شو چې د عصري مکاتبو تر څنګ ديني مدارس لکه دارالعلوم عربي او د قران کریم د حفظ مراکز هم جوړ کړي. د نورو چارواکو غوندې د امام او مؤذن کفالت هم په حکومت لازمي شو. په شرعي چارو لکه نکاح وغیره کې د تذکرې درلودلو شرط لغو شو. جبري عسکري خدمت لغو او په عوض کې یې د پیسو ورکړه ومنل شوه. ( د افغانستان دوهم اساسي قانون ته کتنه ۴۲ مخ) یاد شوي او ځینو نور اصلاحات که څه هم امان الله خان د ملا عبدالله د قیام په اوج کې ومنل، خو کله يې چې د هغه له اعدام وروسته د سر امن احساس کړ، څه موده بعد يې بېرته د ریفورمونو پروسه تر پخوا په ډېر شدت پیل کړه، خو دا ځل یوازې ملا عبدالله نه و، بلکې له ټول هیواد نه یې په وړاندې د اعتراض غږونه پورته شول. دلته ده چې د ملا عبدالله د قیام الهام بښونکی اغیز احساس شو چې موږ یې د نوموړي د پاڅون اوږد مهالې نتیجه بللی شو. خبره دا ده چې له لومړني نړیوال جنګ نه وروسته د اسلامي نړۍ په یو شمېر مهمو هیوادونو لکه ترکیه، مصر، ایران او افغانستان کې ځوان او د نوي فکر رهبران ( مصطفی کمال اتاترک، سعد زغلول، رضا شاه پهلوي او امان الله خان) واک ته ورسېدل. دوی په هماهنګ ډول د خپلو اسلامي ټولنو د غربي کولو ( ویسټرانایزیشن) پروسه پیل کړه. د قوانينو غربي کول، لېبرالیزم، کشف حجاب او د اروپايي فکر او فرهنګ عامېدل د همدې پروسې مهم مظاهر وو. ملا عبدالله لومړنی کس و چې هڅه یې وکړه لږتر لږه د افغانستان په کچه د دې خطرناکې پروسې مخه ډب کړي. هغه په تنهايي د دې عالمګیر سیلاب په وړاندې ودرېد، خپل ژوند او ټوله هستي یې د دریو زلمیو زامنو په ګډون د اسلامي فکر او فرهنګ د دفاع لپاره قربان کړه. هغه که څه هم په مختلفو تهمتونو بار او تورن شو، خو په خپله قرباني یې د هیواد په سطحه فکري او ارزښتي نزاع داسې مطرح او د بحث سرټکی کړه چې بیا کله هم د چا له پامه ونه غورځېده. هغه د غربي فکري ــ فرهنګي توپان په وړاندې د درېدلو روایت رامنځته او یو په فکري لحاظ ناخبره ولس يې رابیدار او د موضوع حساسیت ته متوجه کړ. دا چې وروسته د افغانستان خلک په ځانګړي ډول علماء د امان الله خان هر ګام ته متوجه وو، تر دې چې د ریفورمونو د دوهمې څپې په وړاندې يې سرتاسري قیام پيل کړ، د ملا عبدالله د لومړني الهام بښونکي اعتراض اوږده مهاله مفاد یې بللی شو. ملا عبدالله د معاصرې فکري مناقشې په نابلده لار داسې منډ تېر کړ، چې وروسته یې په پلونو ډېرو اسلامپالو مبارزينو او مجاهدینو ګامونه کيښودل. د اماني سیکولرزم، ظاهر شاهي لیبرالیزم، د خلق ــ پرچمي کمونیزم او امریکایي دموکراسۍ په وړاندې د جهاد او مبارزو سل کلن بهير په حقیقت کې د هغه مبارزې وروستي پړاوونه دي چې لومړني ګامونه یې د اتماني د کلي په پښه ګوډ ملا امام اخیستي وو. په دې سل کلنه مناقشه کې د هغه مقام له دې هم ارزولی شئ چې نوم یې په وطني غربپالو تر بل هر چا دروند او بد لګیږي. دا چې نن زموږ هیواد افغانستان د ترکیې، مصر او شاهي ایران په شان د غربي فرهنګ سيلاب نه دی لاهو کړی او د عقيدوي، فکري او فرهنګي سقوط په عصر کې مو ولس له خپل ديني اصالت سره پیوند دی، یو له عواملو یې د ملا عبدالله قیام او قرباني ده. چې له الله تعالی ورته د مقبولیت دعاء کوو. په دې تور تم کې سخ د هغو مؤمنانو پر حال چې لکه شمعه په سر چتر د رڼا ونیسي ــــــــــــــــــــــــــــــــــ هغه منابع چې په دې لیکنه کې ترې استفاده شوې. ــ د اتماني کلي له سپین ږیرو سره مجلس، د ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور ۱۱ مه، د پنجشنبې ورځ ــ افغانستان در مسير تاریخ، غلام محمد غبار ــ افغانستان در عهد اعلیحضرت امان الله خان، فضل غني مجددي ــ سلطنت امان الله شاه و استقلال مجدد افغانستان، عزیز الدين وکيلي ــ سیاست قدرت های بزرګ در افغانستان و قبایل پشتون، یوري تيخانوف، ژباړن عزیز آریانفر ــ یاداشت ها و خاطرات سیاسي حضرت محمد صادق مجددي ــ بحران و نجات، محي الدين انيس ــ نادر افغان، برهان الدين کشککی ــ د افغانستان لومړني اساسي قانون ته کتنه، ډاکټر محمد طاهر بورګی ـ- د افغانستان دوهم اساسي قانون ته کتنه، ډاکټر محمد طاهر بورګی ــ اور په افغانستان کې، ریتالي سټېوارټ ، ژباړن عبدالحسیب حکيمي ــ د افغانستان معاصر تاریخ ته کتنه، محمد ابراهیم عطايي ــ انقلاب افغانستان، محمد حسين خان هندي ــ رویداد لویه جرګه دار السلطنة ۱۳۰۳ ، برهان الدين کشککي ــ افغانستان در عهد امانيه، سنزل نويد، ژباړن، محمد نعيم مجددي ــ نګاهی به عهد سلطنت اماني، سید رسول ــ پښتانه د تاریخ په رڼا کې، بهادر شاه ظفر کاکاخيل ــ ظهور افغانستان نوين، وارتان ګریګورین، ژباړن علي عالمي کرماني

Comments