اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
May 26, 2025 at 04:41 PM
*د ذوالحجې لس ورځې؛ څومره بهترې دي، ولي بهترې دي، موږ ته څه په کار ده؟* حسان مجاهد الله تعالی فرمایي: ژباړه: "قسم دی په سهار، او قسم دی په لسو شپو" [الفجر: ۱-۲] ابن کثیر رح ویلي: په دغه آیت کې د ذوالحجې لسیزه مراد ده. الله تعالى چي په کوم شي قسم وکړي هغه ډير غوره، ستر او د عزت شى وي. او الله تعالی بل ځای فرمایي: "دوی په ټاکل شویو ورځو کې د الله تعالی نوم یادوي" [الحج: ۲۸] ابن عباس رض ویلي: دا ټاکل شوې ورځې هماغه د ذوالحجې لس ورځې دي.له دې آيتونو څخه د یادو ورځو فضیلت څرګندېږي. رسول اللهﷺ فرمايي: په د نيا کې د دي ورځو ( د ذوالحجي د اولو لسو ورځو) په شان نوري ورځي نشته چې الله تعالى ته په کې نيک عمل ډير خوښ وي، صحابه کرامو پوښتنه وکړه يارسول الله ! د جهاد في سبيل الله نه هم ( په دي ورځو کي عمل کول ) ډير غوره ده، هغه ورته وفرمايل: جهاد في سبيل الله هم د دي ( ورځو نيک عمل ته )) نه شي رسيدلى ، مګر هغه مجاهد چي  جهاد ته له خپل ځان او مال سره لاړ شي او يو هم بيرته را نوړي ( يعني ځان او مال قربان کړي.[بخاري] له امام ابن تيميه رح څخه وپوښتل شو چې د رمضان وروستۍ لسيزه غوره ده، که د ذوالحجې لومړۍ لسيزه؟ نوموړي ځواب ورکړ: په رمضان کې د وروستۍ لسيزې شپې غوره دي او په ذوالحجه کې د لومړۍ لسيزې ورځې غوره دي.[مجموع الفتاوی] *د ذوالحجې لسيزه ولي فضیلت لري؟* لومړۍ وجه: ابن حجر رح په "فتح الباري" کې لیکي: د ذوالحجې د لسو ورځو ځانګړتیا په دې کې ده چې د عباداتو مورني ډولونه (سترې بڼې) پکې را ټولې شوې دي، لکه لمونځ، روژه، صدقه او حج، او دا ټول یو ځای په بل کوم وخت کې نه راټولېږي. دوهمه وجه: په دې ورځو کې د عرفې ورځ راځي، چې زموږ د نبي ﷺ له قوله، دا تر ټولو غوره ورځ ده چې لمر پرې راختلی دی. چا چې ددې ورځې روژه ونیوله، الله تعالی به د تیر کال او راتلونکي کال ګناهونه ورته وبخښي. دريمه وجه: په دې ورځو کي يوه ډيره بهتره ورځ راځي چي هغي ته (  يوم النحر ) يعني د غټ اختر ورځ وايي، د يوم النحر ورځ هم د کال له ټولو ورځو زياته بهتره ورځ ده. دالله په نزد ډيري بهتره ورځي د ذوالحجي لسمه ورځ ده بيا د ذوالحجي يوولسمه ورځ ده. (رواه أبو داود والنسائي) څلورمه وجه: په دې ورځو کې الله تعالی د دې امت لپاره دین پوره کړ. بخاري او مسلم د یوه یهودي کس خبره راخیستې ده چې عمر رضی الله عنه ته یې وویل: ای د مؤمنانو امیره! ستاسو په کتاب کې یو آیت دی چې تاسې یې لولئ، که پر موږ یهودو نازل شوی وای، موږ به هغه ورځ د اختر په توګه لمانځلای. عمر وپوښتل: کوم آیت؟ هغه وویل: (اليومَ أكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإسْلَامَ دِينًا) ژباړه: نن ما ستاسي دين، ستاسي لپاره بشپړ کړ او خپل نعمت مي پر تاسي پوره کړ. او ستاسي لپاره مي اسلام ستاسي د دين په توګه منظور کړ. ( [المائدة: 3] عمر رضی الله عنه وویل: موږ هغه ورځ او ځای ښه پېژنو چې دا آیت په رسول اللهﷺ نازل شو، هغه ورځ د جمعې ورځ وه او هغه د عرفې پر میدان ولاړ و. *د ذوالحجې په لسيزه کې باید کوم کارونه وکړو؟* ١_ ذکر کول له عبدالله بن عمر رض نه روایت دی چې رسول اللهﷺ وفرمایل: «د الله تعالی په نزد هېڅ ورځې نشته چې له دغو لسو ورځو پکې عمل غوره او محبوب وي. نو پدې ورځو کې ډېر تهلیل(لا إله إلا الله) تکبیر او تحمید واياست! [رواه الطبراني في المعجم الكبير] ٢_ توبه کول مسلمان ته په کار ده چې د خیر هر موسم په ریښتینې توبه سره پیل کړي، ځکه چې هېڅوک له هیڅ دنیوي او اخروي ګټې نه بې برخې کېږي، مګر د خپلو ګناهونو له امله. ٣_د نیکو اعمالو زیاتوالی دا چې په دې ورځو کې د نورو ورځو په پرتله عمل غوره دی، نو باید د قرآن تلاوت، صدقه ورکول، مسکینانو ته مرسته، امر بالمعروف او نهي عن المنکر او نور اعمال ترسره شي. ستر تابعي سعید بن جبیر رح به خلکو ته ویل: په دې لسو شپو کې څراغونه مه ګلوی، ځکه چې هغه ته عبادت ډېر خوښ و. (لطائف المعارف، ص: ۲۶۳) ٤_ لمونځ فرضو لمونځونو ته وختي تګ، د لومړي صف اهتمام او د نفلي لمونځونو زیاتوالی غوره عملونه دي. رسول اللهﷺ وفرمایل: « د ډیرو سجدو هڅه وکړه، ځکه په هره سجده به دې الله یوه درجه لوړه کړي او یوه ګناه به دي وبښي.» [رواه مسلم] ٥_روژه روژه د نیکو اعمالو له ډلې ده. د رسول اللهﷺ له بیبیانو نه روایت دی چې هغه به د ذوالحجې نهه ورځې، د عاشورا ورځ، او د هرې میاشتې درې ورځې روژه نیوله.[رواه الإمام أحمد] علماوو ددې ورځو روژې مستحبې بللې دي. محمد بن سیرین، مجاهد او ابن عباس، دوی ټولو به د لسو ورځو روژې نیولې، بلکې عطاء رحمه الله به له مشقت سره سره دا روژې نیولې. (مصنف ابن أبي شيبة ۲/۳۰۰) ٦_ د قرآن تلاوت قرآن د پرهېزګارانو لپاره هدایت دی. رسول اللهﷺ وفرمایل: «څوک چې د الله له کتاب نه یو حرف ولولي، نو یوه نېکي يې ترلاسه کړه، او یوه نېکي يې په لس چنده اجر لري او زه نه وايم چې(الم) یو حرف دی، بلکې الف ځانته حرف دی، لام ځانته حرف دی او میم ځانته حرف دی.[ترمذي] ٧_ د لمر ختلو پورې په جومات کې کېناستل رسول اللهﷺ وفرمایل: «څوک چې د سهار لمونځ په جماعت وکړي، بیا د لمر تر ختلو پورې د الله ذکر کوي، او بیا دوه رکعته لمونځ کوي، نو هغه ته د بشپړ حج او عمرې ثواب ورکول کېږي.[ رواه الترمذي] ٨_ صدقه ورکول صدقه الله تعالی د نږې کیدو یوه لاره ده. رسول اللهﷺ فرمایلي: «له اوره ځان وساتئ که څه هم د خرما په یوه ټوټه سره وي.» او ابن القیم رح ویلي: صدقه د مشکلاتو د مخنیوي لپاره یو عجیبه تأثیر لري، که څه هم ګناهګار انسان صدقه ورکړي. ٩_د وخت ساتنه د مؤمن اصلي سرمایه وخت دی، ځکه همدغه وخت دی چې انسان پکې د آخرت لپاره کار کولای شي. رسول اللهﷺ فرمايي: «دوه نعمتونه شته چې ډېر خلک پکې دوکه کېږي(زیانمن کیږي): روغتیا او فارغ وخت. ١٠_د عرفې د ورځې روژه غیر حاجي ته د عرفې د ورځې روژه نیول ډېر ټینګ سنت دی. رسول اللهﷺ وفرمایل: «زه الله تعالی ته امید لرم چې د عرفې د ورځې روژه د تیر کال او راتلونکي کال ګناهونه وبخښي.[رواه مسلم] ١١_ دشپې لمونځ الله تعالی  جنتیان په یو شمیر صفاتو يادکړي دي چې له جملې يې يو دا هم یاد کړی چې دوی د شپې لږه برخه خوب کوي(او نور عبادت کوي [الذاريات: 17] ومن الله التوفيق

Comments