
اسلام؛ د ژوند قانون
May 30, 2025 at 05:03 AM
د غــ.,ـزې له جهـ.ــاد نه اخیستل شوی درسونه او عبرتونه!
لیکوال او را ټوولونکی: محمد فاروق قریشي
__________
حامدا و مصلیا أما بعد:
۱. جهاد صبر او چمتووالي ته اړتیا لري، لکه څنګه چې د غزې اتلانو وروسته له ښه چمتووالي په اسراییلو داسې خطرناک برید وکړ چې د هغوی ټول دفاعي سیستمونه یې خنثی کړل او اسراییل نړۍ ته وشرمول.
۲. جهاد هر وخت او په هر حال کې د عزت لار ده، که د ستا مرسته څوک کوی او کنه، ځکه د مجاهد دوه موخې وی شریعت یا هم شهادت چې دواړه د بریا
او سعادت سرچينې دي.
٣. یوازې د اعلاء کلمة الله لپاره جهـ..ــاد کول، او په هر ډول شرایطو کې پر الله تعالی توکل کول د مجاهد لپاره د دنیا او آخرت بریا ده.
٤. د غ.ـــ.زې جهــ.ـاد په الله تعالی ایمان، باور او اعتماد ريښتينې ثابته کړه، مجاهدین د امکانات په نه شتون کې بیا هم د نړۍ د تر ټولو لویو پوځونو تر مخه ولاړ دي او له خپل دریځ نه ندي په شا شوي.
د دې موقف په تعبیر الله تعالی داسې کوي:
﴿قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّـهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنْصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ﴾
(التوبه:14)
ژباړه: دوی ووژنئ، الله تعالی به د ستاسو په لاسونو دوی ته عذاب ورکړي، دوی به ذلیله کړي، او تاسو ته به پر دی بریا درکړی، او د مؤمنانو سینې به یخې کړي.
۵. مجاه.د باید له جه.ـاد ستړی نشي، لکه څنګه چې د غزې اتلان د الله تعالی په لاره کې له سختو کړاوونو زغملو سره نه کمزوري، نه ستړي، او نه تسلیم شول، که څه هم له جګړې ډېر وخت تېر شو.
۶. جهاد قربانۍ ته اړتیا لري، او تر ټولو لویه قرباني بې له شکه نفس (ځان) دی. مشران او زرګونه مجاهـ.ـــدین شهیـــ.ـدان او ټپیان شول، غزه ټوله کنډواله شوه، له هر ډول عصري سهولتونه محروم شول خو بیا په خپل دريځ لکه غر ولاړ دي.
۷. په جـ.ــهاد کې بریا د متقینو او پر هزګارو مجاهــ.ـدینو لره ده، که څه هم دښمنان چل، فریب او د بېلابېلو بې شمېره عصري جنګي وسايل او زور نه کار اخلي.
۸. د بېلابېلو هېوادونو یرغل په غـ.ــزه او مجاهــ.ـدینو، هر اړخیزه کلا بندي، بندیزونه، لوږه او تنده ددې پخلی کوي چې مجاهـــ.دین په الله تعالی تر ټولو کلک ایمان لروونکي، ډېر ستر عزم لروونکي، بې ساره صبر کوونکي، زړور او ثابت قدم خلک دي.
۹. مجاهــ.ـدین سره له سترو قربانیو، د دښمن لخوا بېلابیلو ګواښونو او فریبونو سره سره بیا هم ثابت قدم پاتې دي، دا ددې ښکارندویي کوي چې د مجاهدینو قیادت هوښیار، په الله تعالی توکل کوونکی، او د دښمن له دسیسو ښه خبر دی.
۱۰. سره له دې چې حالات ډېر سخت زړه بوږنوونکي او منظره ډېره ویرچنه وه او ده، خو بیا هم اشغالګر ندي توانېدلي چې خپل هدفونه پوره تر لاسه کړي، دا د الله تعالی نصرت له برکته.
﴿إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾.
۱۱. د غــ.زې سیاسي او پوځي مشرتابه، د جګړې په لومړۍ کرښه کې وه، چې دا د مشرتابه او زعامت لپاره یو ویاړلې بېلګه ده، چې مشران باید د کړاوونو پر مهال څنګه وي.
۱۲. په فکر او پرېکړه کې خپلواکي درلودل، عموماً ابتکار او بریا زېږوي. د غــ.ـزې مجـ.ـــاهدینو چې تر نن اسرائيلو، امریکا او متحدینو تت یې سر ټيټ نکړ دا د دوی خپلواک فکر او سیاست پایله وه.
۱۳. د غـ.ــــ.زې جهاد هغه ټول منافقین او دوه مخي رسوا کړل، چې د فلسـ.ــطین له قضيې څخه یې استفاده کوله، او د مسلمانانو مخ ته يې خاورې شيندلې.
۱۴. تر هغې پورې بشپړې آزادۍ ته رسېدل ناشوني دي، ترڅو امت مسلمه متحد نشي لکه څنګه چې غربیان متحد دي، ځکه قوت په اتحاد کې دی او شکست په تفرقه او اختلاف کې، تاسو ولیدل چې امریکا او اسراییل ډېر کوښښ وکړ چې د غزې ولس او قیادت ترمنځ تفرقه راولي ترڅو خپلو اهدافو ته ورسېږي خو تر اوسه ندي توانېدلي، ځکه د غـــ.ـزې اوسېدونکي متحد دي.
١٥. څومره چې تیاره، کړاوونه او آهونه اوږده شي، هغومره يې پایله قېمتي او طلايي شي، دا دی غزې اسلامي نړۍ ته د کفر او دجالي تنظیمونو او بنسټونو اصلي څهره ښه په ډاګه کړه، د هغوی له چل، دوکې او ډرامې څخه یې پرده پورته کړه او د مسلمه امت غلام حاکمان يې ښه رسوا کړل.
١٦. د اشغالګرو پر ضد د مجاهـــ.ـدیـ.ـنو سخت بریدونو د هغوی په عصري ټکنالوژۍ سمبال پوځ مات کړ او دا دروغجن شعار یې هم رسوا کړ چې ګواکي « د اشغالګرو پوځ نه ماتېدونکی دی».
١٧. مجاهـ.دینو زړورتیا، کلک هوډ، استقامت او پرمختګ د هغه طلايي بیې له امله دی، چې د الله تعالی یې مجاهــ.دینو سره کړې.
﴿ إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَىٰ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ ۚ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ ۖ ﴾
١٨. مجاهـ.دینو سره له دې چې ډېرو مرستو ته یې اړتیا درلوده، خو دوی له چا مرسته ونه غوښتله، ځکه ددوی طمع له اسلامي نړۍ نورن شلېدلې ځکه چې اسلامي نړۍ اوس د غرب او کفر په هر اړخيز اسارت کې قرار لري.
١٩. څه چې په زور اخیستل شوي، بېرته هم یوازې په زور اخیستل کېږي، نه په مظاهرو او نه په زنده باد او مرده باد. جـ.هاد د امت عزت، کرامت او سرلوړي ده، د اسلام او اسلامي نړۍ ساتنه یوازې په ج.هاد شونې ده او بس.
٢٠. د سختې ورځې لپاره چمتوالی ونیسه، د بل چا په طمع مه پاتې کېږه، ځان په هر لحاظ خودکفا کړه، ځکه په دې نړۍ کې اوس یوازې زورور ژوند کولی شي، کمزورو ته د انسان په سترګه نه کتل کېږي، ځکه اوس ځناور له ځینو ډېر رحم لرونکي دي.
٢١. بریا او فتح نه په زیات شمېر، نه په زیاتو وسایلو لاسته راځي، بلکې بریا په اخلاص، قربانۍ، چمتووالي او صبر پورې تړلې ده. په دې برخه کې موږ ته د رسول الله ﷺ سیرت او غزاوې، او د صحابهوو ژوند تر ټولو غوره مثالونه دي.
٢٢. د ثبات، بریا او پرمختګ لپاره ولسي ملاتړ تر ټولو مهم رکن دی، کوم حکومت چې ځان سره ولسي ملاتړ لري هغه په هر میدان کې ځلېږي، اسلامي نظام هلته د ولس زړونه لاسته راوړلی شي کله چې ولس په اسلامي عقيده وروزي، او خپل ځوان نسل په داسې یوه روحیه وروزي چې هر یو د عصر عمر بن خطاب، خالد بن ولید، او صلاح الدین ایوبي وي.
٢٣. صهی.ونیستانو تل له ملکي وګړو انتقام اخیستی، چې دا دوی په کمزورۍ او له مجاهدینو سره د مخامخ کېدو په نه توان درلودو دلالت کوي.
٢٤. [فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ] صهیونیـ..ستانو هغه تاوانونه او بې ساري زیانونه وګالل چې له ډېرو کلونو راهیسې یې خيال هم نه وه کړی؛ وژنې، بېځایه کېدل، اقتصادي او سیاسي ضربه، د نړیوالو شرکتونو تېښته، د هر سالم عقل او فطرت خاوند دښمني... خو د زموږ او دوی ترمنځ توپیر یوازې دا دی: [وَتَرْجُونَ مِنَ اللَّهِ مَا لَا يَرْجُونَ]
موږ له الله تعالی د بدلې هیله لرو او دوی یې نلري.
٢٥. د الله تعالی پرته په بل چا تکیه کول، شکایت، ناهیلي، تسلیمېدل، او خپګان د فتحې پر ځای د شکست لامل کېږي.
٢٦. سیکولرانو او منافقینو پر مجاهــ..,ـــدینو بېلابېل تورونه ولګول او خلک یې د هغوی پر ضد راپارول [بِأَلْسِنَةٍ حِدَادٍ]، خو الله تعالی هغوی ته روڼ بری ورکړ، دښمن یې خوار او ذلیله کړ، او ددغه شیطانانو ژبې یې ګنګې کړې او خپله وعده یې پوره کړه: [وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ ۖ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ].
٢٧. مــــ.ـجاهدیــ.,ــــنو له اسیرانو سره د ښه تعامل او اخلاقو اثر ټولې نړۍ ته ښکاره شو، چې د دښمن دروغجنو تبلیغات پرې خنثی شول، او ټولې نړۍ په ډاګه شوه چې مسلمان او یهـــ..,ــودي د اسیرانو په ساتنه کې څومره یو بل سره توپیر لري.
٢٨. دغـ.ــزې جګړه د صهیونیــ..ستي وحشت، ظلم او جنایت او اصلي څهرې بربنډ انځور دی، چې ټول انساني قوانین، او اخلاقيات يې د پامه وغورځول، مسجدونه، ښوونځي، شفاخانې، پوهنتونونه، سړکونه او ملکي ادارې یې بمبار او ویجاړې کړې.
الله تعالی ریښتیا فرمایلي: ﴿لَا يَرْقُبُونَ فِي مُؤْمِنٍ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُعْتَدُونَ﴾ سورة التوبة/ ۱۰
ژباړه: هغوی د یو مؤمن په اړه نه خپلوي (نسب، حرمت) رعایتوي، او نه عهد (ژمنه) ته وفادار پاتې کېږي؛ او همدوی دي چې سرغړونکي دي.
٢٩. د الله تعالى په قضا او قدر رضا د ایمان له بنسټونو څخه ده، د غزې اوسېدونکي هم د فریادونو پر ځای صبر، د ناهيلیو پر ځای په الله تعالی توکل کوي، دوی زیات وخت د مصیبت پر مهال الله تعالی ته رجوع کوي چې دا د پوره ایمان او یقین نښه ده.
دوی د صحابه کرامو تاريخ را ژوندی کړ او مسلمانانو ته یې د غیرت او استقامت درس ورکړ.
٣٠. غـ.ـزې موږ ته دا حقیقت ښکاره کړ چې د یهودو لخوا د سولې نارې وهل، او د هغوی غلامانو لخوا د دوی دروغجن شعارونه بدرګه کول یوازې بې بنسټه او له واقعیت څخه لرې ادعاوې دي او بس.
> ﴿أَوَكُلَّمَا عَاهَدُوا عَهْدًا نَبَذَهُ فَرِيقٌ مِّنْهُم بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ﴾ [البقرة: 100]
ژباړه: ایا ډېر ځلې د دوی یوې ډلې خپل کړی عهد او وعده نده ماته کړې، بلکې ډېری شمېر ددوی ایمان نه راوړي.
٣١. [لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِلَّذِينَ آَمَنُوا اليَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا] {المائدة:82}.
الله تعالی موږ ته پخوا خبردارۍ راکړی چې یهـ..ـ ـود د مسلمانانو تر ټولو سرسخت او بې رحمه دښمنان دي، چې نن غزه ددې دښمنۍ ښه مصداق دی.
٣٢. د یهـــ..ـودو ظلم، وحشت، بربریت، قتل عام کومه حیرانوونکي خبره او پېښه نده ځکه دوی پیغمبران عليهم السلام په شهادت ورسول، ځکه ظلم او وحشت ددوی عادت وه او دی.
[وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ] {آل عمران:21}.
٣٣. د لويو قدرتونو (لکه امريکا او اروپايي هېوادونه) دا ګډ تړون او ملاتړ له صهيـــ.*ـوني رژيم سره تصادفي ندی، بلکې دا د دوی د دين، فکر او سياسي موخو نتيجه ده، ځکه چې قرآن موږ ته مخکې له مخکې دا حقيقت روښانه کړی دی چې يهـ.ــ.ود او نصــ.ارى هېڅکله د مسلمانانو دوستان نشي کېدای، تر څو چې مسلمانان د دوی لار او دین خپل نه کړي.
[وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ اليَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ] {البقرة:120}.
٣٤. الله تعالی موږ ته په دې جګړه کې د خیانت کوونکو خیانت او د عربیت او اسلامیت دعوا کوونکي رسوايي نه پرده پورته کړه، هغه هم د کافرانو په ژبه.
د جرمني پوهاند، پروفیسور اډ شټاین باخ وویل: محمود عباس یو ګوډاګی و چې اسراییلیانو او امریکایانو ولوباوه.
او په غــ.ـزه د اســـ..ــراییلو برید د مصر د ضمني رضا سره ترسره شو، ځکه د اســ.ـرائيلو د بهرنیو چارو وزیره ليفي له برید پیل نه څو ساعته مخکې قاهره ته سفر وکړ.
٣٥. غزې موږ ته خبیث او طیب، صادق او منافق، غلام او ازاد، حقيقت او شعار ښه ښکاره کړل. الله تعالى فرمايي:
[مَا كَانَ اللَّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى مَا أَنتُمْ عَلَيْهِ حَتَّى يُمِيزَ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلَى الْغَيْبِ] (آل عمران:179)
٣٦. هغه څوک دې نه خوشحاله کېږي چې د غزې هېڅ ډول مرسته يې ونکړه او ټرمپ يې په ٢.٤ ټرلیونه ډالرو ونازاوه، له ننګ او ناموس نه ورته تېر شول ترڅو د مسلمانانو قاتل (ټرم'پ) خوشحاله شي، دغه منافقین به ذلیله کېږي او مجاهدین به برلاسه کېږي.
رسول الله فرمايي: ( ما من امرئ يخذل مسلماً في موطن ينتقص فيه من عرضه وينتهك فيه من حرمته إلا خذله الله في موطن يحب فيه نصرته. وما من امرئ ينصر مسلماً في موطن ينتقص فيه من عرضه وينتهك فيه من حرمته إلا نصره الله في موطن يحب فيه نصرته ).
رواه ابوداود
٣٧. د غ.ــزې جـ.ـهاد د امت په زړونو کې د جـ..ــهاد روحیه بیا را ژوندۍ کړه.
یهــ..ـودو او د صلیبيانو تل هڅه کړې چې د جـ.ــهاد مبارک نوم بدنام کړي، کله یې د ترهګرۍ په نوم یادوي او کله د افراطیت په تور تورنوي، تر دې چې ډېری امامان او خطیبان د جهاد له یادونې څخه ډډه کوي او د دې سترې فريضې یادولو ته زړه نه ښه کوي، خو نن له شرق نه تر غرب له جنوب نه تر شماله ټولو علما د اسرائي.لو پر ضد ج.هاد فرض عین بولي.
٣٨. البته هېره دې نوي چې بریا د مجاهدینو په نصيب ده او وي به، ځکه د کړاوونو وروسته د الله تعالی نصرت راځی، او بل د رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد دى: ( لاتزال طائفة من أمتى ظاهرين على الحق لايضرهم من خالفهم حتى يأتي أمر الله .. ) وفي رواية: ( وهم في الشام )
٣٩. د قیامت نه وړاندې یهود د مسلمانانو په لاس هلاک شي، که چېرې دوی د کومې ونې او تيږې لاندې پټ شي هغه ونه او تېږه به یې مسلمانانو ته ښايي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (لن تقوم الساعة حتى يقاتل المسلمون اليهود فيختبئ اليهودي وراء الحجر والشجر ).
٤٠. ښایي د ځینو مسلمانانو په زړونو کې دا پوښتنه را پیدا شي: چې کله موږ حق یو، نو ولې ظالمان پر موږ مسلط دي؟ ولې هغوی فساد او سرغړونه کوي او الله تعالی هغوی ته سخته سزا ولې نه ورکوي؟
البته د دې پوښتنې ځواب الله تعالی موږ ته پخوا راکړی هغه فرمایي: ﴿وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ خَيْرٌ لِأَنْفُسِهِمْ ۚ إِنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ لِيَزْدَادُوا إِثْمًا ۚ وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ﴾
(آل عمران: 178)
ژباړه:او هېڅکله دې کافرانو دا ګومان نه کوي چې موږ هغوی ته چې (په دنیا کې) مهلت ورکوو، دا د هغوی لپاره ښه (او د خیر سبب) دی؛ موږ خو هغوی ته مهلت ورکوو یوازې د دې لپاره چې هغوی (په خپلو) ګناهونو کې غرق شي؛ او هغوی ته یو سپکوونکی عذاب شته.
وصلى الله، وسلم على نبينا محمد، وعلى صحابته أجمعين.. وآخر دعوانا أن الحمدلله رب العالمين.