اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
May 31, 2025 at 11:32 PM
د موچي تار څنګه برق تېروي!؟ دادمحمد ناوک ابو جامع صاحب تکړه سرښندونکی و، اوس هلمند کې مسؤلیت لري، هغه بله ورځ يې دفتر ته تشریف راوړی و، د هلمند د معززې خاورې د جالبو په اوږدو کې يې د بل ملګري له قوله وویل، چې یو وخت باباجي کې یرغلګرو پرلپسې یوه مشخصه سیمه کې ولاړې د توت ونې رېبلې؛ څو ورځې پرلپسې هغسې سیمې ته له وسایلو سره راتلل او ونې به یې وهلې! بله ورځ ملګرو پلان برابر کړ، چې دې ونو ته يې تګ راتګ تکراري شو، باید په لار کې يې ماین ورته خښ کړو، ماین برابر شو او د انفجار لپاره يې د موټر سایکل د بریک له کوچنۍ پرزې کار اخیستل کېده، د دې پرزې هغه قید باید کش او بېرته ور پرېښودل شي چې پټاکۍ وچوي؛ نو د دې قید د کشولو لپاره يې پکې د موچي تار واچاوه او لرې يې یوې باغچې ته کش کړ! کله چې یرغلګر له خپلو وسایطو سره را ورسېدل، نو سرښندونکي تار را کش کړ، چې ور خوشي يې کړ، انفجار يې وسایط سره باد باد کړل، ملګري له ساحې په تېښته بریالي شول او بهرنیانو د ورځې تر ډېره همدلته تحقیقات او پلټنې کولې، خپل ټپیان او مړي يې انتقالول! تر دې پېښې نږدې کال تېر شوی و، بله ورځ بهرنیان راغلل د نږدې کلیو خلک يې را ټول کړل او هماغه تار ورسره و، دوی ته يې وویل، چې په دې تار يې څو میاشتې تحقیقات کړي او په بېلابېلو مرکزو کې مو ازمویښت پرې کړی، خو هیڅ برق نه تېروي، ط'الب'انو له کوم تخنیکه کار اخیستی و، چې دې تار کې يې برق تېر کړی او ماین چاودلی و! کلیوالو یو بل ته کتلي، په یوه وخوله يې ویلي و، چې صیب هغوی خو پټ مخ دلته راشي، خپل کار کوي موږ کله د خبرو جرئت کولی شو، خدایزده چې دوی به څه چل ورسره کړی وي چې د موچي تار باندې يې تاسې الوزولي یاست!☺ ۱۴۰۴/۳/۸ #ناوک #اتلان #تاریخ
❤️ 1

Comments