
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
June 8, 2025 at 06:20 PM
*د ميني ډکه او لنډه کيسۍ*
*تره لور*
*ليکونکی..ډاکټر خاطر شاه سادات*
*نشرکونکی مات زړه 💔*
*0730150559*
*برخه. دوهمه*
د تيري برخي وروستي لفظونه..
واخله اوبه وڅښه،او ای بيا ماسره په ډوډۍ مه کينه ماسره ناسته دومره درد لري.ما چي دا خبره واوريده ژر مي لاس کړ او د هغي د مخي مي دوا مرچک راواخستل او دواړه مي په خله کړل او لږ مي ورته په ډکو سترګو وکتل او روان شوو
ماښام په چت ناست ووم کائنات راوخته او څنګ کښي مي کيناسته،او رته يي اويل سادات له ما خفه يي زه چوپ ووم بيا يي رته اويل سادات له ما خفه يي، ما ورته اويل نا ولي خفه شم بيا يي ژر راغبرګه کړه سادات د غرمې له پاره درڅخه بخښنه غواړم دواړه لاسونه يي د خپلو غوږونو وراسول ويل يي بخښي مي. ما يي دواړه لاسونه په خپلو لاسونو کښي کلک ونيول ظاليمي ستا لپاره خو زه زهر هم خورم دا خو له مرچک دی،دا خبره زما د خلي څنګه راووته پوهه نشوم ،ويل يي خه ډيره درباندي ګرانه يم ولي دي مخکي نه ويل هن،دي وخت کښي ورته مور غږ وکړاو لاړه،نو وس کائنات پر ما بوج نه دی دواړه خه په مينه مينه مکتب ته ځوو ،یو بل ته مو د مينې وعدي ورکولي او د ټول ژوند د تیرولو خوبونه مو ليدل خو زما د کور غړو ته دغه چلن به هيڅ خوند نه ورکوو او هر وخت به يي زه مونږ د بيله ولو کوښښ کوو ،مور به رته ويل چي دا تور مخي بنچارۍ څه کوي زه به تاته سپوږمۍ راولم خو ما ويل نا موري زما کور وداني به صرف کائنات وي که کائنات نه شوا نو زه بله ښځه نه کوم مور مي دغي خبري ډيره خفه کړه او په ژړه دخونې اواته،کاينات به هم ماته کيسي کولي چي سادات دا ولي زمونږ کورانۍ زمونږ په يووالي خفه کيږي ما ورته اويل زه نه پوهيږم ،خو دومره پوهيږم چي زه لتا غير ژوند نه شم کولی که ته زما نه شوي نو ځان وژنه کوم دا مي تاسره وعده دا،کاينات اويل سادات ته به هيڅ کله داسي نه کوي،که زهر خورو دواړه به يي خورو په دغي مو سره خبره راغونډه کړله
وخت په تيريدو سره زمونږ د ميني کيسه په ټول کور کلي خپره شوا د لسم جماعت چهار نيمه ازمويني شروع کيدو چي پلار مي ناڅاپي اويل چي زه کندهار ته تبديل شوم مونږ به لخيره روان دوشنبه کډا وړو،ما ورته اويل چي څه ولي زما مکتب پلار رته په غوسه اويل مادي ټول کارونه خلاص کړي ته سبا ورشه او سي پارچه راواخله، دا خبره پر ما قيامت وو.مورته مي ډير سوالونه وکړل ډير مي ورته وژړل ،تره ته لاړم کاکا ښځي ته لاړم هيڅ چا مي ژړه او سوالونه ته ونکتل،همداسي په خفګان ويده شوی ووم د شپي دوا بجي وي چي د کائنات په سلګو رپاسيدم ګورم چي سر ته مي ناسته دا او ژاړي ژر پاسيدم ماويل ولي کائنات څه شوي کاينات راغاړيوته او خه يي زړه تش کړ ما ورته اويل چي ليوانۍ مړکيږم خو نه واپس خو راځم او ته خو هڅي هم زما يي او په تندي مي ښکل کړه،کاينات ويل سادات چي ته لاړ شي کندهار ته زه به ستا له ياده ووځم او ځانته به بله ښايسته جلۍ پيده کړي، ما ورته اويل ليوانۍ لتا به هم بل څوک ښايسته وي تر وسه خو مي پيده نکړه او نه يي پيده کوم ،ته صرف دعا کوا او صبر الله ج مهربانه دی.مونږ کندهار ته کډه یوړه پلار مکتب کښي داخل کړم خو ماته يي خوند نه راکوو په لاره چي به تلم نو د کائنات شوخي خبري سترګي وهل به رته مخي مخي ته کيدل او په ژړه به کور ته راغلم .مور مي هم راسره ځوريده او اکثر به يي ماسره يو ځايي ژړل او د صبر دعا ګانې به يي رته کولي،يوا شپه ماته خوب نه راتلو له خونې بهر راوتم ګورم چي مور مي مونځ ولاړه ده او د دعا په وخت کښي په ژړا غونې غژ يي د الله ج دعا کوله يا الله زما ځوي ته د زړه صبر ورکړي داسي صبر چي بيا هيڅ کله د کائنات نوم وانخلي.ماته ډير خفګان راغی چي ولي زما مور داسي دعاګانې کوي.سحر زمونږ ګاونډۍ د يو زيارت ورته ويلي وو زه يي التا هم بوتلم او دعا ګانې يي وکړي خو د صبر دعا ولي زما مور داسي کوي ماته ډيره ژاړه راغله خو هيڅ مي ورته ونه ويل.چي راتلو مور مي د خپل سر زړوکی منجاورې ته ورکړ،چي کور ته وراسيدم زړ مي ډير راتنګ شوو،نور يي هيڅ صبر نکوو او د کائنات ليدل يي غوښتل لاړم خونې ته د کائنات په لاس ليکل شوی نوټ مي راواخست او هره کتابچه مي پاڼه په پاڼه ښکل کړه ناڅاپي مي په خط سترګي ولګيدي چي ګورم ليکل شوي وو. د کاکا ځو ډيره مينه درسره لرم خير دی غير له ما بل چاته مه ګوره ځوريږم زه خبره يم چي سبا تاسره مينه لري هغه له ما ښایسته هم دا خو خير دی ته ورته مه ګوره وسلام.سبا زمونږ ټولګي واله وا په اخيره کې يي بيا ليکلي وو سادات مينه درسره لرم او زړه يي رسم کړی وو.ما چي دا خط وليدو خه په چغو چغو مي ورته وژړل ،نو وڅ بايد کائنات يو ځل بيا وګورم ،سحر د مکتب په بهانه لاړم..
نور بيا ...
❤️
😢
👍
😭
😔
❤
💋
😂
40