🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
June 9, 2025 at 05:39 PM
*لنډه او د ميني ډکه کيسۍ* *تره لور* *نوټ .. که څوک د لوړ فيشار تکليف لرئ مه يي ګورئ* *ليکونکی..ډاکټر خاطر شاه سادات* *نشر کوونکی مات زړه* برخه... دريمه او پايي برخه تيري برخي وروستي لفظونه .ما چي دا خط وليدو خه په چغو چغو مي ورته وژړل ،نو وڅ بايد کائنات يو ځل بيا وګوره ،سحر د مکتب په بهانه لاړم سيده مي د غزني هډي ته ځان ورسوو بيا کابل او بيا جلااباد ته، د کندهار تر جلال اباد تقريبان 450کلو ميتره لار ده چي لس ساعته مځل څخه ورسته کور ته ماښام ناوخته وراسيدم ټول ماته په انتظار وو داسي معلوميده چي پلار مي ورته زنګ کړی وي ټولو رته ستړي مشي وکړل خو کائنات مي ونه ليده ژر مي تپوس وکړ کائنات کائنات څه شوا هن هيڅ چا ځواب رانکړ د کاکا ښځي مي رته اويل سادات لاړشه لاس مخ پري مينځه اول ډوډۍ وخوره او ويده شه سبا به خبرې کوو ما ويل سمه ده چي شپه شوا خپلې زړي خونې ته لاړم کرل او رويبل مي کول چي په دي وخت کښي دروازه په قلاره ټک ټګ شوا ما هم دروازه خلاصه پريخی وا زه پوهيدم چي کائنات به راځي کائنات ور راخلاص کړ او ژر يي رامنډه کړه او کلک يي غيږه کي ونيولم ما ورته اويل ولي ژاړي دغه دی راغلم نور نو نه نځم تاسره يم او ته به ماسره يي سر يي پورته کړ ويل يي ريښتيا ما ورته اويل هو کائنات ريښتيا وايم کائنات راغبرګه کړه چي زه به بيا مکتب شروع کړم .ما ورته اويل ولي مکتب ته نه ځي کائنات اوښکې پاکي کړي يو څو ورځې لاړم خو لتا غير يي خوند نه راکو بيا نه يم تللي ،ما ورته اويل ولي داسي کوي تا بايد داسي نه وايي کړی،خبرې مو کولي چي په دي وخت کښي ګل کاکا خونې ته راننوته کائنات ژر پاسيده او خپل ټيکری يي سم کړ،ګل کاکا ډير غوسه وو زه يي يوا سپيړه اواهلم خو زما په واهلو خوښ نه وو داسي ښکاريده لکه ګناه چي کوي.ماته يي اويل زما د لور څخه زړه صبر کړه زه خپله لور لوفر لوچک او خر ته نه ورکم سحر وختي زما له کوره اوزه ،او کائنات يي له لاس کش کړه او بهر لاړي د کائنات ډکي سترګي شاته وکتل خو هيڅ يي وس کښي نه وو.ما ټوله شپه وژړل چي سحر شو د کاکا ښځي مي چايي راوړو او په ميز يي راته کيښود داسي يي په ډک زړه راوکتل او غوښتل يي چي کلک مي زړه پوري ونيسي او تر قيامته مي لري نه کړي خو له ډار يي داسي ونکړ او لاړه.ما چايي ونڅښه او په بيړه د کور اواتم واپس د کندهار په طرف روان شوم ،کورته چي وراسيدم مور مي د انګڼ په مينځ کښي ناسته وا او ژړل يي چي پر مايي سترګي ولګيدي ژر يي رامنډه کړه او غيږه کښي کلک ونيولم زه نور په ځان نه يم پوهه شوی، چي سترګي مي وغوړولي مور مي سر ته ناسته وا او ژړل يي ما د ځان پورته کولو کوشش وکړ خو ډاکټر منعه کړم .دوا ګينټي بعد يي مونږ کور ته روخصت کړو.خو زما تبعيت وس هم خه نه وو تبه مي وا په سبا ورځ ګل کاکا کائنات او زمونږ ټوله کورانئ راغلل زما صحت وس تر مخکښ خه وو ټولو زما په حال ژړل خو کائنات په يو کونج کي غلې ناسته وا لکه بي روحه جسد هيڅ يي نه ويل،ګل کاکا په لواړ غږ خبري شروع کړي ټول غلي شوو زه نن سادات او کاينات ته يو تريخ حقيقت وايم د دي خبري په اوريدو پلار مي له خوني اواته او باقي پاتي خلک ټول په ژړه شوو لک يو کور ته چي مړ مسافر راوړي ،ګل کاکا هم په ژړه غونې غږ اويل ساداته کائنات ستا د تره لور نه ده ستا خور دا. ته زما ځوی يي نه د شريف، د شريف کاکا دي بچي نه وو نو ته ده دري مياشتو وي چي ته ما شريف ته ورکړي او يو کال بعد ماته بيا الله ج کائنات راکړه په دي سره ګل کاکا په چغو چغو وژړل او د الله يي توبي ويستلي ، په دي وخت کښي کائنات له ولاړي وغورځيده او ټولو ورمنډه کړه کائنات يي چي راپورته کړه نو د لاس څخه يي يو بوتل وغورځيده ،چي بوتل ګل کاکا راپورته کړ په بوتل ليکل شوي وو،د مچ، مږې،چينجي،مږوکاڼو،سپږو او نورو حشراتو ضد،له ګل کاکا د لاس بوتل وغورځيده او ورمنډه يي کړه چي د هغي لاس يي راپورته کړ نو هغه په دي دنيا نه وا خلک د کائنات په مړيني خفه وو او ژړل يي زه په قلار له کوره اواتم او باقي پاتي دوايي ما نو شي جان کړه ځکه چي ما کائنات سره وعده کړي وا چي زهر خورو نه دواړه به يي خورو .. خوري زما خوږي خوري زه هم درغلم ..
😢 ❤️ 👍 💔 😂 💋 😏 😭 😮 28

Comments