
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
June 10, 2025 at 05:09 PM
*لنډه کيسه*
*نشر کوونکی مات زړه 💔*
*لور-*
یوه ورځ یو خاوند روغتون ته ننوت، هلته یې خپله مېرمنه ولیده چې یوه نجلۍ یې زېږولې وه. سمدستي یې پر ماشومه تریوه تندي کتنه وکړه، بیا یې خپلې ستړې مېرمنې ته وکتل او ویې ویل: *"ته طلاق یې!"
بیا یې شاته وکتل، د خونې دروازه یې خلاصه کړه، له شا یې وویل: *"د ماښام تر راګرځېدو مخکې زما له کوره ووځه!"*
او ولاړ...
مېرمنه یې له درده، حیرانتیا او بې وسۍ ژړل پیل کړل. مور یې ژر ورورسېده، خو لا یې پوښتنه نه وه کړې چې لور یې ورته وویل: *"طلاق يي راکړ ٫ ځکه چې نجلۍ مې زیږولې!" 🥺
مور یې پر تندي ووهله، نه پوهېدله چې څنګه خپلې لور ته تسلي ورکړي. لور یې په ژړا کې وویل: *"را څخه یې کور هم وغوښت، نور نه غواړم دلته پاتې شم!"*
نو له خپلې کوچنۍ نجلۍ سره یې کورد پرېښود. کله چې له کوره ووتلې، د خاوند مور تر شا یو لوښی اوبه توی کړې.
شپې ورځې تېرې شوې... هغې ميرمني خپل ژوند لور د پاره وقف کړ، د خپلې نجلۍ پالنه یې وکړه. خو خاوند یې له بلې ښځې واده وکړ، هغه ښځه یوازې هلکان زېږولای شوه، خو هر ځل به ماشوم مړ زېږېده. بالاخره ښځه یې د زوی زيږون له لاسه مړه شوه، او هغه پخواني ښځه هم له ده طلاق شوه.
هغه د یوه سخت حادثې ښکار شو او په بستر کې بې حرکته شو. وختونه تېر شول، میاشتې، کلونه، د سختو شپو او د درد ډکو ورځو سره. بالاخره یو تن کلیوال یې د هېواد پلازمېنې ته یو زاړه پناه ځای ته بوت، چې هلته ممکن له یوازیتوبه خلاص شي.
هلته به هره جمعه ورځ یوه ځوانه رواني ډاکټره، چې آلاء نومېده، راتله. هغې به هر ځل له ځان سره د خپلو لاسونو جوړ کيک راوړل. ټول سپین ږیري به ورشاوخوا راټولېدل، خو دا سړی به یوازې ناست و.
هغې ورته کيک ورکړ، ویې ویل: "دا ما پخپله پخ کړی. ته نوې راغلی معلومېږې. که کوم څه دې زړۀ تنګوي، راته ووایه، زه درسره مرسته کولی شم." سړي له درده ډک آواز سره وویل: "نه، زه یوازې ژوند کوم.
ډاکټره آلاء غلې ناسته وه، بیا یې په زړه دردناکه لهجه وویل: "ټول فکر کوي زه دلته د دوی د روحیې ښه کولو لپاره راځم، خو زه خپله د مرستې اړتیا لرم... زه د یوه پلار یتیمه یم، چې یواځې يي په نوم پوهېږم، ځکه ما ته پلار هېڅکله د مینې خوند نه دی راکړی."
سړی هک حیران شو، سترګې یې ډکې شوې، آه واخیست او ویې پوښتل: "ستاسې نوم آلاء سلیم الصالحي دی؟" هغې له حېرته خپل ځای ته شا کړه، چونکه هېچا ته یې بشپړ نوم نه و ویلی. "ته څنګه پوه شوې؟"
سړي وویل: "ته د خپلې مور پشان یې... زه یم سلیم الصالحي."
هغه نجلۍ، دا ډاکټره، له حېرته لږ پاتې وه چې وغورځي. هغه همېشه د خپل پلار په لټه کې وه، خو د خپلې مور د احساساتو د نه ځورولو لپاره یې پلټنه نه وه کړې. اوس قسمت دی چې پلار پخپله مخې ته ولاړ دی.
هغې خپل پلار ټینګ غېږ کې ونیوه، ژړا یې وکړه، ویې ویل: "زه به د تېرو خبرو پوښتنه نه کوم، خو ته ولې دلته؟ څه درباندې راغلي؟"
سړي سترګې ښکته واچولې، او ویې وویل: "زما لاسه چې څه شوي، هماغه ما سره شوي. الله ما ته هماغه سزا راکړه، چې ما نورو ته ورکړه. څنګه مې چې ته له پلارتوبه محرومه کړې، زه هم محروم شوم. څنګه مې ستا مور له کوره وشړله، زما دوهمه ښځه هم لاړه. څنګه مې د پیسو له خرڅ سره بخل وکړ، نن هېڅ هم نه لرم. ان زما مور هم د خپلو لمسیانو له بیلتونه ومړه."
آلاء بښنه وکړه، خو وې ویل: "مور مې هېڅکله ماته نه ده ویلي چې ته مونږ پرېښي وې. خو ته به زما پلار وې، هرڅه چې شوي، شوي دي. زه به تا نه هېروم، خو زما مور، هغه ښځه چې زما لپاره هر څه قربان کړل، تل به د هغې ترڅنګ اوسېږم."
هغې زیاته کړه: "مور مې د خپلې کورنۍ له مخالفت سره سره، بل واده ونه کړ، زما دپاره یې د مور او پلار دواړو رول ولوباوه، او د خوشحالۍ لپاره مې هر څه وکړل. هماغه ښځه، چې ته پرې ظلم کړی، اوس یوازې زه لرم."
د هغې خبرو د پلار وجدان دومره ټکان ورکړ، لکه چا چې پرې سل درنې څپېړې لګولي وي. آلاء هېڅکله خپلې مور ته دا نه ده ویلي، چې پلار یې پیدا شوی، ځکه نه یې غوښتل چې زخمونه یې تازه شي. خو هغه هره اونۍ ورتلله، ترڅو خپل پلار ته تسلي ورکړي، پداسې حال کې چې پلار یې هر ځل له ژور پښېمانۍ او ژړا سره مخ و.
عجیبه ده... کله چې خوشالي لرې، ارزښت نه ورکوې. خو کله چې له لاسه یې ورکړې، پوهېږې چې اصلي بدبختي هلته پیلېږي.
او پښېماني هغه وخت درځي، چې نور هیڅ ګټه نه لري.. 🥺🥺
😢
❤️
💯
💋
17