اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
May 12, 2025 at 05:34 PM
*د شپې لخوا په اوداسه او ذکر باندي د ويده کېدلو ثواب:* ژباړه: معاذ بن جبل رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: هيڅ مسلمان د شپې لخوا په اوداسه باندي د ذکر په حالت کې نه ويده کيږي او بيا د شپې لخوا ويښيږي او د دنيا او آخرت د ښېګڼي دعا کوي مګر دا چې هغه ورته ورکول کيږي. توضيح: يعني څوک چې د شپې لخوا په اوداسه باندي په داسي حالت کې ويده شي چې د الله تعالی ذکر کوي نو کله چې د شپې لخوا ويښ شي او د دنيا يا آخرت په اړه دعا کوي ارومرو يې الله تعالی دعا قبلوي او د کوم شي چې يې غوښتنه کړېده الله تعالی يې ورکوي. عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَبِيتُ عَلَى ذِكْرٍ طَاهِرًا فَيَتَعَارُّ مِنَ اللَّيْلِ فَيَسْأَلُ اللَّهَ خَيْرًا مِنَ الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ إِلاَّ أَعْطَاهُ إِيَّاهُ. [سنن ابي داود 5044] مولوي نورالحق مظهري
👍 2

Comments