
اسلام؛ د ژوند قانون
May 13, 2025 at 04:45 PM
خبرتیا
پوهنې وزارت د هېواد د ټولو وګړو لپاره د مناسبو، معیاری او عادلانه فرصتونو رامنځته کولو په درشل کې، نن د ثانویه او مافوق ثانویه درجو لپاره د آزموینو پایلې، تر هر اړخیزې شننې او ارزونې وروسته، د بشپړې روڼتیا، عدالت او مساوات په پام کې نیولو سره اعلان ته وسپارلې.
د یادولو وړ ده، چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معينیت څه موده مخکې د مرکز په شمول په ټولو ولايتونو او دارالهجرت تعلیمي مرکزونو کې د ديني مدارسو له طالب العلمانو څخه د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو مشترکه آزموينه واخیستله؛ په همدې تړاو بریالي کسان کولی شي، چې د خپلو شهادتنامو اخیستلو لپاره اړوندو ولایتونو ته د فورمونو ډکولو په موخه مراجعه وکړي، تر څو خپل تحصیلي اسناد ترلاسه کړي.
د خپلو پایلو لیدو لپاره لاندې لېنک ته مراجعه وکړئ:
https://moe.gov.af/dr/%D9%86%D8%AA%D8%A7%DB%8C%D8%AC-%D8%A7%D9%85%D8%AA%D8%AD%D8%A7%D9%86%D8%A7%D8%AA-%D8%AF%D9%88%D8%B1%D9%87-%D9%87%D8%A7%DB%8C-%D8%AB%D8%A7%D9%86%D9%88%DB%8C%D9%87-%D9%88-%D9%85%D8%A7%D9%81%D9%88%D9%82-%D8%AB%D8%A7%D9%86%D9%88%DB%8C
