
اسلام؛ د ژوند قانون
May 14, 2025 at 02:22 AM
حزب التحریر چې د تهداب هره خښته یې له شر او فتنې جوړه ده دجل کوي، خناسان دي وسوسې ایحادوي.
دې فتنګري ډلي نه جهاد کړی، نه باور پرې لري، نه شهیدان لري، نه یې وعدې رښتیا کړي، نه نظام لري، نه حاکمیت، نه رعایا لري، نه تجربه، نه مسؤلیت ورته راجع دی او نه ادب لري.
دوی امت د خلافت د اعادې په وعدو له قتال او جهاد منصرف کړی، د دې فتنګرو په فکرونو کې له اسلامي نظام سره دښمني ريښي کړي دي، دوی په شعوري توګه بوخت دي د یهودیانو مذموم اهداف تحقق کړي.
دوی د یوه داسې شرعي نظام پر وړاندې د شیطانانو صفونه دي چې د دې نظام څخه پرې اطاعت واجب دی، او یواځینی بشپړ شرعي نظام دی.
دوی په ډېر خباثت پر اسلامي امارت باندې د نقد جسارت کوي چې د امت په قضایاوو له هر چا ښه پوهیږي، د دې اسلامي خاوري د ازادی لپاره یې زرګونه سرونه نذرانه کړه، تر څو دا امت ازاد وي، خاوره یې پخپل اختیار کې وي.
وضاحت ته اړتیا نشته، اسلامي امارت د دې خاورې د امت په اړتیاوو بهتر پوهیږي، او د خپلو کانونو څخه په استفادې هم ښه پوهیږي، فساد ختم دی، علیاء مصالح په احسن ډول درک دي او په پوره جرأت او صداقت یې تطبیقوي.