اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
May 14, 2025 at 03:42 PM
د أقصی لاروی! لیکوال: قاري عبدالستار سعید ځوان په مشکي آس سپور و، دتور پاج شمله یې تر اوربوز وهلې وه، سپين توغ یې د اوږې له پاسه رپېده، د غشو مات سرونه یې په زغره کې نښتي وو، له پړکېدونکې تورې یې د وینو سره څاڅکي څڅېدل. ځوان د تودې معرکې له ډګره بريمن راوتی و، د امت د عزت او پرتم د لارې یو سخت پيچومی یې په شل کلنو قربانیو فتحه کړی و. خو لا یې د خونړۍ معرکې ستړیا نه وه ختلې چې د لارې پر سر له یوه ماشوم سره مخامخ شو. دا کس له عمره نه بلکې له فکره ماشوم و، عمر یې تر اویاوو اوښت، مګر د ماشوم غوندې يې په لښته پښه اړولې او د خپل تخيلي قوت په زور يې د یرغه آس غوندې ځغلوله. په خپل ذهن کې یې ځان یو تکړه سپور او دوهم صلاح الدين فرض کړی و چې اقصی به فتحه کوي، خو له اویا کلو راهيسې له خپلې لښتې او قوي تخيل سره ځای پر ځای ولاړ و. ماشوم په ستومانه سپاره غږ وکړ: اې اې! دلته ګوره، لږ ماته غوږ ونیسه. د سپاره له بې خوبۍ خونریزې سترګې وځلېدې، ماشوم ته یې وروکتل خو آس يې ونه دراوه. ــ وايه ! څه دې ویل؟ ــ ته خو یو ځل لږ تم شوه، آس دې لږ ودروه! ــ خبره دې کوه. آس نه دروم، که يې ودروم، بيا نوزما د آس او ستا د لښتې څه فرق شو. ــ ښه نو دا راته ووایه،چېرې روان يې؟ ــ اقصی ته روان یم. ــ ښه ښه، زه هم د اقصی غازي یم، نو دا یوه مشوره خو مې ومنه. ــ وايه! څه مشوره ده؟ ــ یاره هسې دې ځان په تکليف کړی دی، دا آس، دا توره، دا درنې زغرې. وګوره ته څومره ستومانه او زه څومره آسوده یم. سره له دې چې ستا د مزل دېرش کاله او زما د مزل اویا کاله وتلي. راځه داسې وکړه، زما غوندې لښته پيدا کړه، پښه ورباندې واړوه او نور ټول کار له تخيلي قوت نه واخله. آس خو خوراک، مصرف او بالاخره مرګ لري. اما یوه لښته اویا کاله هم کفایت کوي. چې څومره وچیږي همدومره کلکيږي. آس خو کله وښوييږي، کله تيندک وخوري او نورې ډېرې ستړې ورسره تړلي دي. اما لښته هيڅ جانبي عوارض نه لري. موږ یې دا اويا کاله ځغلوو، تر اوسه مو پزه هم نه ده وينې شوې. بله دا چې یوازې لښته هم کفايت نه کوي. بلکې د اقصی د ګټلو شعار او غږ به هم پورته کوې. ګټه به یې دا وي چې هم د اقصي غازي بلل کيږې او هم به صحيح سلامت پر کور ناست یې. ځوان چې د دې کس وضعيت ته وکتل، خپل درې کلن زوی ور په یاد شو، چې د جهاد له شوقه یې کله په لښته او کله په بالښت پښه اړولې وي او د یرغه آس په شان يې ځغلوي. نور یې هيڅ ځواب ورنکړ او آس یې پونده کړ.
❤️ 1

Comments