
اسلام؛ د ژوند قانون
May 19, 2025 at 12:39 AM
د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ لومړی تماس د دې هیوادونو اړیکو کې د پام وړ پرمختګ دی. افغانستان، چې هند ته د سیمې د یو مهم هیواد او سیمه ېیز قدرت په په نظر ګوري، غواړي چې د خپلې متوازنې پالیسۍ له مخې له ټولو هغو ظرفیتونو استفاده وکړي چې په سیمه کې وجود لري.
هند له څه مودې راهیسې له افغانستان سره د اعتماد سازۍ په برخه کې مهم ابتکارات وکړل. د رسنیزو تبلیغاتو کنترول، د رئیسانو په کچه د پلاوو تبادله او بیا د بهرنیو چارو له معین سره د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر ملاقات د دې لامل شو چې اړیکې اوسنۍ سطحې ته پورته شي.
دا تماس د نوي ډېلي له لوري یو ډول نرم اعتراف دی چې نور باید د انزواء، سوړ تعامل او آډیالوژیکو باورونو پر ځای له موجودو واقعیتونو سره تعامل وشي ځکه سوړ تعامل د نړۍ روان وضعیت او د سیمې راروانو احتمالي بدلونونو ته هېڅ ګټه نه لري. زه په دې باوري یم چې له دې وروسته به هند له افغانستان سره اړیکو ته خاص پام پیل کړي.
د افغانستان د تېر لنډ تاریخ د ناورینونه اساسي لامل د غیر متوازن بهرني سیاست شتون وو. او وخت رارسېدلی چې د یو متوازن سیاست له مخې افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت هغه ټول سیاسي کاروتونه چې په لاس کې یې لري، په ښه توګه استفاده کړي.
زه باوري یم دا پالیسي به د افغان ملت سیاسي او اقتصادي راتلونکي ته یو قوي بنیاد وي.
عبدالحی قانت
