
اسلام؛ د ژوند قانون
May 22, 2025 at 12:30 AM
د جمهوريت او ديموکراسۍ په مصطلحاتو کې فردي آزادي مشهوره اصطلاح ده، فردي آزادي ددوی په قانون کې هغې ازادي ته ويل کيږي چې انساني ټولنې ته دنياوي تاوان پکې نه وي، ددغي ازادۍ په اساس په جمهوریت او ديموکراسۍ کې هر هغه انسان مجرم دی چې خلکو ته د لمانځه، روژې، حج، فحاشۍ او داسي نورو إلهي مثبتو او منفي حقوقو په اړه امر او نهي کوي؛ ځکه دغه امر او نهي د نورو د ازادۍ سلبولو په معنی ده.
په قرآن کريم کې فردي آزادي په (سدی) سره تعبير شوې ده، سدی هغه اوښ ته ويل کيږي چې له څارونکي پرته په دښته کې ګرزي، هرچیرته چې يې غوښه وي تللای شي او هرڅه چې يې خوښ وي خوړلای شي...
الله تعالی فرمايي: { أَیَحۡسَبُ ٱلۡإِنسَـٰنُ أَن یُتۡرَكَ سُدًى } [سُورَةُ القِيَامَةِ: ٣٦]
ژباړه: ايا انسان انګيرلې ده چې مهمل به پاته شي.
امام شافعي - رحمه الله تعالی - ويلي دي: څومره چې زه خبر يم د قرآن شريف له علماوو هيڅ عالم اختلاف نه لري چې (سدی) هغه چاته ويل کيږي چې نه امر ورته کيږي او نه نهي. تفسير ابن عاشور.
معنی دا چې الله تعالی انسان ته فرمايلي دي چې د (سدی) خيال مه کوئ، تاسي ته به خامخا په نيکو امر کيږي او له بدو به منع درته کيږي، يعني په اوسنۍ اصطلاح د ديموکراسۍ او جمهوريت تر چتر لاندي د دښتي اوښان له ځانونو مه جوړوئ، کنه هغه الله چې تاسي يې له نطفې پيدا کړي ياست له مرګ وروسته مو بيرته را ژوندي کولای شي او بيابه خامخا ددغي ازادۍ حساب درسره وکړي، چې ولي مو د هغه په حقوقو وږي ليوان ورخوشي کول او يا خپله ورته ليوان ګرزيدلي واست.
م.ع. رقیب
❤️
1