
اسلام؛ د ژوند قانون
May 22, 2025 at 04:14 PM
د ننګرهار قدرمن والي صیب د شهیـد زعیم د ډېر وخت ملګری پاتې شوی دی، ډېرې د راز او نیاز کیسې یې ورسره دي. کله ناکله یوه ـ یوه زمونږ سره هم شریکه کړي
یوه ورځ مې ورته وویل چې دا خاطرې به په کتاب کې خوندي کړو، ډېر خوشحاله شو خو متاسفانه چې زه نورو چارو مصروف کړم او خوشبختانه چې دا چاره ورور حسن زي صیب پر غاړه اخیستې ده چې دمګړۍ یې په کتابي بڼه کار روان دی.
والي صیب یوه ورځ راته وویل: د شهیـ د مشر په ملتیا هلمند ته ولاړو، پر یوه غونډۍ ور اوښتو چې د غونډۍ پر سر ولاړو ماشومانو اشارې راته کولې، زما چې ورپام شو مشر ور روان شوی وو، ما ور غږ کړ چې زه په بلوڅي ژبه پوهېږم ته مه ورځه زه به حال ورسره ونیسم، چې ورغلم ماشومانو راته وویل چې هاخوا مه ځئ، هلته ډېر امریکایان تللي دي که ورغلئ تاسو به ونیسي، وایي دا خبره مې چې شهید منصـور صیب ته وکړه هغه شکر وویست چې دداسې مجا هد ولس مرسته راسره وي، ناکامي مو محال ده خو له خدایه به غواړو چې بېرته ددغو خلکو د خدمت توفیق راکړي.
#مدبرامیر
عبدالسلام وزیروال
❤️
👍
3