اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
May 24, 2025 at 12:17 PM
‏ایوان رېډلې د امریکايي یرغل تر پیل څو ورځې وړاندې ونیول شوه، مشهوره بریتانوۍ خبریاله وه په نیول کېدو يې غالمغال نړۍ په سر واخیسته، هغه وخت د بوش اخطارونه را روان و او دا پټه له پېښوره جلال اباد ته په برقه کې له یوه بدرګه چي سره راغلې وه. هغه وخت چې امریکا یرغل شروع کړ، دا کابل کې زنداني وه، د امریکايي بمونو ورېدو، د بشپړ نظام له لاسه وتو او د ملګرو د ټوټه ټوټه کېدو د باندې نړۍ په اندېښنه کې کړې وه، چې د دې ټول وحشت په بدل کې به د ریډلي اوس څه حال وي. چې کله خلاصه شوه، دا پخپل کتاب کې یادونه کوي چې د نړۍ د رسنیو مایکونه او کیمرې راته مخامخ شوې، دوی ټولو له ما داسې څه اورېدل غوښتل چې د امریکا یرغل ته مشروعیت ور وبښي او نړۍ ته ووايي چې وګورئ امریکا په بشر څومره احسان کړی چې داسې نظام يې له ځمکې جارو کړ. خو ټولو کې یوه پوښتنه پرلپسې تکرارېده، چې ط..ال..بانو څو وارې تېری در باندې وکړ؟ وايي زما سترګو ته هغه تور سترګی ط...ال...ب ودرید، چې کله به ما جامې ووینځلې او په تناب به مې هوارې کړې، دی به راغی او خپل څادر به يې زما په جامو هوار کړ! دا وايي کله مې چې د ط...ال...ب حقیقې څېره ورته ښکاره کړه، رسنیو مایکونه ور ټول کړل او اوازه ګډه شوه، چې ریډلي د طالبانو په زندان کې لېونۍ شوې! #ناوک
Image from اسلام؛ د ژوند قانون: ‏ایوان رېډلې د امریکايي یرغل تر پیل څو ورځې وړاندې ونیول شوه، مشهوره ب...
❤️ 1

Comments