
اسلام؛ د ژوند قانون
June 4, 2025 at 05:41 PM
*د عرفې روژې په اړه یوه علمي څېړنه:*
*عرفې ته عرفه ولې وایي؟ ایا په ټوله نړۍ کې یوه عرفه ده؟*
د تېر کال په څېر سږ کال یو ځل بیا زمونږ اختر او عرفه له سعودي عرب څخه یوه ورځ وروستي دي، په اړه مو یوه څه لیکنه او ژباړه وکړه، لیکنه که څه هم اوږده ده، خو ان شاء الله ستړي به مو نه کړي.
*د عرفي روژې فضیلت:*
په احادیثو کې د "یوم عرفه" د روژې ډېر زیات فضیلت راغلی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې د عرفې روژې په نیولو سره د تېر او راتلونکي کال ګناهونه بښل کېږي.
*ایا د ذوالحجې نهمه "یوم عرفه" ده؟*
علماء کرامو د ذوالحجې نهمې ته د "یوم عرفه" نوم ورکولو درې لاملونه ذکر کړي دي:
۱ــ حضرت ابراهیم علیه السلام په د ذوالحجې په ۸م خوب ولیده چې خپل زوی قرباني کوي، خو شک ورته پیدا شو چې دا خوب د الله تعالی له طرفه دی که نه (؟) په نهم یې بیا دا خوب ولید، اوس یې یقین راغی، چې دا خوب د الله تعالی له طرفه دی، نو د ذوالحجې په ۹مه ورته دا علم او معرفت حاصل شو، له همدې امله ورته "یوم عرفه" ویل کیږي.
۲ــ د ذوالحجې په ۹مه ورځ حضرت جبرائیل علیه السلام، حضرت ابراهیم علیه السلام ته د حج ټول مناسک وښودل. نو د مناسکو د معرفت له امله دې ورځې ته "یوم عرفه" وایي.
۳ــ په ۹م د ذوالحجې حاجیان د عرفات میدان ته د وقوف لپاره ورځي، نو د دې مناسبت له مخې هم دې ورځې ته "یوم عرفه" وایي.
له پورته ذکر شويو اقوالو څخه څرګنده شوه، چې "یوم عرفه" نوم په عرفات میدان کې د حاجیانو له وقوف سره خاص نه دی، بلکې د بېلابېلو لاملونو له امله دذوالحجې ۹مې دوهم نوم "یوم عرفه" دی، بناءً دا ورځ به د هر هېواد د خپل تاریخ پر بنسټ وي، یعنې په نورو هېوادونو کې چې کله هم د ذوالحجه ۹مه وي، په همدې ورځ به یوم عرفه هم وي، که څه هم په سعودي عربستان کې عرفې ورځ نه وي.
*د اختلاف اصلي منشاء:*
د دې مسئلې بنسټ پر دې خبره ولاړ دی چې ایا د سعودي عرب میاشت لیدل د نورو هېوادونو لپاره معتبر دي که نه؟ نو د مطالع د اختلاف مسئله، له متقدمینو څخه اختلافي راپاتې ده، فقهاوو په دې اړه درې نظرونه وړاندې کړي دي:
۱ــ یو نظر دا دی چې د مطالع اختلاف ته هیڅ اعتبار نشته، یعنې که د اسلامي هېوادونو له جملې څخه په یوه کې میاشت ولیدل شي، نو دا لیدنه د ټولو سیمو لپاره بسنه کوي او ټول باید د هماغې لیدنې پر بنسټ د میاشتې پیل وکړي، دا قول امام له ابوحنیفه رحمه الله څخه منقول دی او په حنفي فقه کې ظاهر الروایة هم همدا قول دی.
۲ــ دوهم نظر دا دی چې د مطالع اختلاف هر وخت او هرځای معتبر دی، یعنې هره سیمه به د خپلې لیدنې پر بنسټ د میاشتې پیل او پای کوي او د بلې سیمې لیدنه د دوی په حق کې معتبره نه ده.
۳. درېیم نظر دا دی، چې په بلاد قریبه کې اختلاف مطالع معتبر دی او په بلاد بعیده کې معتبر نه دی، علامه زیلعي او صاحب د بدائع دې قول ته ترجیح ورکړې ده.
د ابن عباس رضي الله تعالی عنهما واقعه هم د دې قول تائید کوي، واقعه داسې وه، چې حضرت کریب رضي الله تعالی عنه، ابن عباس رضي الله تعالی عنهما ته وویل چې شام کې د "جمعې" په ورځ میاشت لیدل شوې او مدینه کې د "شنبې" په ورځ، ایا د شام لیدل زمونږ په حق کې معتبر نه دي؟
ابن عباس رضي الله تعالی عنهما ورته وفرمایل: "أنه يعتبر في حق كلّ بلدة روية أهلها." د هرې سیمې اوسېدونکو په حق کې د هغې سیمې لیدل معتبر دي. علامه شبیر احمد عثماني رحمه الله تعالی هم په فتح الملهم کې دې قول ته ترجیح ورکړې، مفتي شفیع صاحب هم دا قول غوره بللی او د امام صاحب ظاهر الروایة قول په اړه یې یوه معقوله توجیه دا کړې، هغه یوازې د نژدې سیمو لپاره دی، ځکه پخوا په لرې سیمو کې د میاشت لیدنې خبر نه رسېده، نو له همدې امله دا قول په هغو سیمو نه تطبیقېده، نو درېیم قول "چې په بلاد قریبه کې نه دی معتبر او بلاد بعیده کې معتبر دی " راجح شو، هر کله چې دا قول راجح شو نو د سعودي "رؤیت/لیدل" زمونږ لپاره معتبر نه دي، ځکه له سعودي سره زمونږ د مطلع توپیر پرله پسې له مشاهدې ثابت شوی دی. نو څنګه چې د لمونځونو، تهجد، پیشلمي او افطاري وختونه زمونږ لپاره جلا دي او سعودي سره یې یوځای نه کوو، همداراز د اختر، روژې او قربانۍ په اړه هم د هر هېواد خپل رؤیت معتبر دی. نو د یوم عرفه د روژې لپاره به هم د هر هېواد د نهمې ذوالحجې ورځ معتبره وي، که څه هم په هغه ورځ مکه مکرمه کې د لوی اختر ورځ وي.
*ځینې هغه دلایل چې باید هر هېواد کې د هغه هېواد د خلکو رؤیت معتبر شي:*
۱– په ځینو احادیثو کې چې د روژې فضیلت راغلی نو د یوم عرفې پرځای د ذوالحجې ۹مې الفاظ راغلي، لکه له امهات المومنین څخه روایت دی چې: ''کَانَ رَسُولُ اللّٰهِ صلی الله علیه و سلم یَصُومُ تِسْعَ ذِی الحِجَّةِ وَیَومَ عَاشُورَاء'' (ابو داود: ۲۴۳۷، نسائي: ۲۳۷۲، ۲۴۱۷، احمد: ۲۲۳۳۴، ۲۷۳۷۶).
یعنې دا روژه اصلاً د نهمې د ذوالحجې ده. د ذوالحجې د لسو ورځو روژو فضیلت په احادیثو کې جدا جدا بیان شوی او معلومه خبره ده، چې د لومړۍ نه تر اتمې نیټې پورې د هرې ورځې فضیلت د هر هېواد د خپل تاریخ مطابق دی، نو همداسې به د نهمې د روژې فضیلت هم د هر هېواد د خپل هجري قمري تاریخ مطابق وي.
۲ــ که چېرته د میاشت په لیدو کې د سعودي عرب متابعت وشي، نو یوه بله پیچلتیا دا رامنځته کیږي، چې د نړۍ ځینې هېوادونه له سعودي عرب څخه په کلیزه/تقویم کې مخکې دي، سعودي کې چې د ذوالحجې ۹م وي، نو هلته ممکن لسم وي، په لسم د ذوالحجې اختر وي، که دوی چیرته د سعودي مطابعت کوي، نو د اختر په ورځ به روژه نیسي، چې د اختر په ورځ روژه نیول شرعا جواز نه لري.
۳ــ اسلام یوازې د یویشتمې پېړۍ مذهب او دین نه دی، که څه هم نن سبا د مخابراتو پرمختللي وسایلو دا ممکنه کړې چې خلک ژر خبر شي، چې سعودي عربستان کې یوم عرفه کومه ورځ ده، خو پخوا دا اسانتیاوې نه وې او هغه وخت خلکو د "یوم عرفه" روژه د خپل ځای د ذیالحجه ۹مې له مخې نیوله، نو نن یې هم باید خلک د خپل ځای د ذوالحجې ۹مې له مخې ونیسي.
۴ــ د "یوم" اطلاق د لمر له ختو څخه تر لمر لوېدو پورې کېږي، خو د "صوم" (روژې) وخت بیا د فجر له طلوع سره پیلېږي او د لمر په لوېدو پای ته رسېږي، یعنې روژه د ورځې له پیل نه لږ مخکې پيلېږي. که څوک وغواړي چې د عرفې د ورځې روژه د سعودي عربستان د نهمې ذیالحجې له مخې ونیسي، ځکه چې هلته په همدې ورځ وقوف عرفه کېږي، نو لازمه ده چې د روژې پیل او پای هم د سعودي له وخت سره سم وکړي، باید د نړۍ په هر ځای کې خلک هغه وخت روژه پيل کړي چې سعودي عربستان کې د نهم ذیالحجې فجر وي او افطار هم باید هغه مهال وشي چې سعودي کې لمر لوېږي، خو دا له شریعت سره په ټکر کې ده، مثلا که مونږ یو وار د سعودي متابعت کوو، نو باید په پوره معنا متابعت ورسره وکړو، افغانستان کې نن سبا تقریبا په درې نیم بجې سبا کیږي (یعنې له دغه وخت روژه شروع کیږي) او پنځه باندې ۷ بجې ماښام کیږي، خو اوس باید مونږ د سعودي عرب متابعت وکړو، خو سعودي کې چې روژه پیلیږي هغه وخت افغانستان کې لمر راختلی او یا هم قریب الطلوع وي او سعودي کې چې ماښام کیږي دلته نږدې ماسخوتن وي، نو افغانان که د سعودي متابعت کوي بیا به لمر راختلو وخت څخه تر ماسخوتن لمونځ پورې روژه نیسي، چې دا د نقل او عقل دواړو خلاف ده. له همدې امله، لکه څنګه چې د روژې نور احکام د هر ځای د طلوع او غروب له مخې ټاکل کېږي، همداسې باید د عرفې روژه هم د هرې سیمې د خپل محلي وخت او نیټې (۹ ذیالحجه) له مخې ونیول شي. دا هم شرعاً معقول ده او هم عملي اسانه.
محمد سلمان سهیل.
*یادونه:* لیکنه مې له جامعه بنوري ټاون له ویب سایټ چمتو کړې وه.