
اسلام؛ د ژوند قانون
June 5, 2025 at 05:38 PM
*تکبیرات التشریق:*
حکم یې:
تکبیرات التشریق په هر مؤمن، نارینه او ښځینه باندې، وروسته له هر فرض لمونځ، یو ځل ویل واجب دي.
وخت یې:
د عرفي ورځې له سهار لمونځ څخه شروع کیږي او د لوی اختر د څلورمې ورځې د مازیګر لمونځ نه وروسته ویلو سره ختمیږي، چې ټول د (23) لمونځونو څخه وروسته ویل کیږي.
الفاظ یې:
الله أكبر الله أكبر لااله الا الله والله أكبر الله أكبر ولله الحمد
یادونه: نارینه به دا الفاظ په اوچت غږ لولي او ښځینه به یې په پټه لولي.