
شرافت ویاړ
May 23, 2025 at 06:44 AM
هر هېواد د نورو هېوادونو د اتباعو لپاره خپل اصول او سرې کرښې لري، هغه که تجارت کوي، که هجرت کوي او که په سیاحت ورغلي وي، افغانستان هم د بهرنیو خلکو لپاره په ټولو برخو کې خپل اصول لري، دا چې افغانستان اوس امن دی او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلک د سیاحت، تجارت او بل څه لپاره ورته راځي، د دوی د راتګ لپاره د حکومت اصول او ضوابط باید ورته واضح او تشریح شي، افغانستان د نړۍ د هیوادونو غوندې بې نظمه او ګډوډ نه دی او نه باید بې نظمه او ګډوډ شي.
بېګا مې د یوه پاکستاني ورور یوه ویډیو ولیده چې په چرخکي چوکۍ کې یې په ډېر زړورتوب د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله کوله، که څوک تښتېدلي دي، که یې میدان پرې ایښی دی، موږ پوی شه او دوی، مطلق چاته دا حق نه ورکوو چې له هغوی سره حساب وکړي، د محاسبې او راګرزولو خلک موږ یو.
افغانستان د مینې، ورورولۍ، غیرت او مېړانې کور دی، هر څوک دې راشي د مېلمه غوندې به یې ساتو، خو هیله ده سرې کرښې ترې زیړې نه شي والسلام!
👍
4