
شرافت ویاړ
640 subscribers
About شرافت ویاړ
السلام علیکم ورحمة وبرکاته! دلته به د پښتو یاګانو او لیک نښو مختصر درسونه ویل کېږي.
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

اداره د کور حیثیت لري، هیچا ته اجازه مه ورکوئ چې مشورې درکړي او په داخلي چارو کې مو لاس وهنه وکړي، خپلو چارو ته له خپل لیدلوري وګورئ، د خلکو او ستا د ژوند شرائط سره بېل دي!

خپلې مټې تر هر څه قوي دي، خو خدای مو مټې مه بې کاره کوه، ژوند دومره خودخواه شوی دی، ملګري څه چې په سخته کې ورور هم له چا شا اړوي، خبره دا ده چې په خپلو مټو زور راولئ، ژوند په وکړئ او په هر لمانځه کې له الله جل جلاله دا خواست کوئ، چې الله جل جلاله ته مې د بل چا لاس ته مه محتاج کوه، وچه ګوله دې وي د خپل همت او خپل لاس دې وي!

هغه مشر چې په زعامت کې یې په نه امکاناتو خوځښتونه او پرمختګونه رامنځته کړل، د شکر ځای دی چې د یوه داسې نظام پیروي یو چې د سر سړی یې د خپل هدف لپاره ایره ایره شوی دی، دا قربانیو نظام په داسې قربانیو ساتل غواړي.


لیکوالان د حکومتونو د تاریخونو ساتونکي دي، لیکوال که منحرف شو تاریخ دې منحرف او کارنامې دې خړې او بې رنګه شوې، که غواړو چې تاریخ مو مستند تر راروانو نسلونو ورسېږي، د لیکوالانو د قلمونو رنګونه پوره او پاک وساتئ! #لیکوالان

د موجود پر ځای محدود کولای شي عزت او حیثیت مو وساتي او زیات یې کړي، هدف دا نه دی چې لویه یې ووایې او پر خلکو ځان لوړ وګڼې، ځینې خلک چې ګورې هر ځای به ناست وي، ښه کار نه دی خلک درسره عادي کېږي، که هر څومره مهم سړی یې یو څه وخت وروسته به دې هر څه له لاسه ورکړي وي.

اداره د یوه کور حیثیت لري، د کور مشر چې پلان ګزاري ونه کړي، د کار طرحه جوړه نه کړي، د کور غړي به یې ټول بې کاره او په بې ځایه کارونو بوخت وي. #اداره

د یو ادارې رهبر باید لوړ مصالح او لوی کارونه وکړي، واړه کارونه خپلو ما تحتو ته پرېږدي، که د یو ادارې مشر په وړو کارونو ځان بوختوي، دا نو یا خپل موقف نه پېژني او یا هم دیکتاتوري کوي، چې دواړې چارې د یو ادارې لپاره خطرناکې دي.

په حکومت پورې تړلی ژوند تنګ، محتاط او ګوښه وي، څوک چې وظیفه لري همدا یې د کار د جوړېدو فرصت دی، باید ګټه ترې واخلي، خو زما په شمول زموږ ډېری ملګري آرام ناست دي لکه له اسمانه چې ورته راځي، که سبا یې دا ګوله ودرېږي، نور به یې ګزاره په قرض وي، زموږ ټولنه یو تر ټولو بد عادت دا لرو، که کور کې پنځه ځوانان وي که د یوه یې کار سم و، دا څلور واړه به همدې یوه ته ګوري، چې وروسته یې پایلې ډېر تلخې وي.

هر هېواد د نورو هېوادونو د اتباعو لپاره خپل اصول او سرې کرښې لري، هغه که تجارت کوي، که هجرت کوي او که په سیاحت ورغلي وي، افغانستان هم د بهرنیو خلکو لپاره په ټولو برخو کې خپل اصول لري، دا چې افغانستان اوس امن دی او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلک د سیاحت، تجارت او بل څه لپاره ورته راځي، د دوی د راتګ لپاره د حکومت اصول او ضوابط باید ورته واضح او تشریح شي، افغانستان د نړۍ د هیوادونو غوندې بې نظمه او ګډوډ نه دی او نه باید بې نظمه او ګډوډ شي. بېګا مې د یوه پاکستاني ورور یوه ویډیو ولیده چې په چرخکي چوکۍ کې یې په ډېر زړورتوب د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله کوله، که څوک تښتېدلي دي، که یې میدان پرې ایښی دی، موږ پوی شه او دوی، مطلق چاته دا حق نه ورکوو چې له هغوی سره حساب وکړي، د محاسبې او راګرزولو خلک موږ یو. افغانستان د مینې، ورورولۍ، غیرت او مېړانې کور دی، هر څوک دې راشي د مېلمه غوندې به یې ساتو، خو هیله ده سرې کرښې ترې زیړې نه شي والسلام!