
الدین النصيحة
May 19, 2025 at 12:36 AM
*نبوي ملغلرې/خپله غصه زغمل او صبر کول*
سهل بن معاذ له خپل پلار څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
څوک چې خپله غصه وزغمي، سره له دې چې د غچ اخیستلو وس هم ولري، نو الله تعالی به هغه د قیامت په ورځ د ټولو مخلوقاتو پر وړاندې را وبولي، تر څو چې له حورالعین څخه هره یوه یې چې خوښه وي، غوره کړي.
(ابو داود رقم ٤٧٧٧، باب من کظم غیظا)
❤️
👍
2