
الدین النصيحة
June 6, 2025 at 04:02 AM
*د عرفې ورځې روژه نیولو فضیلت!*
د ابی قتاده - رضي الله عنه - نه روایت دی، چې : سُئِلَ رسول الله - صلى الله عليه وسلم - عن صَومِ يَوْمِ عَرَفَةَ، قَالَ: «يُكَفِّرُ السَّنَةَ المَاضِيَةَ وَالبَاقِيَةَ» ۱
*ژباړه:* رسول الله - ﷺ - څخه د عرفې ورځې د روژې په اړه وپوښتل شو، نو رسول الله - ﷺ - وفرمايل: « دا د تېر او راتلونکې کال ګناهونه بښي». رواه مسلم.
*وضاحت:* د عرفې (د ذو الحجې نهمه) په ورځ روژه نیول د تېر او را تلوونکې کال صغیره (واړه) ګناهونو د بښلو لامل کېږي.
*درسونه:*
• د عرفي په ورځ روژه نیول مستحب دي.
• که چېرې حاجې د عرفې په ورځ په روژه نیولو ضعیفه کېږي، ستړی کېږي او ذکر او دعا کول ترې پاتې کېږي، بیا دې روژه نه نیسي. ٢
*یادونه:* سبا جمعه عرفې ورځ ده نو کوښښ وکړئ چې روژه اوسئ ترڅو په حدیث شریف کې یاد ستر اجر وګټئ.
________
١. بخاري شریف روایت کړی ـ صحيح البخاري ـ كتاب الصوم - باب استحباب صيام ثلاثة أيام من كل شهر وصوم يوم عرفة وعاشوراء والإثنين والخميس.
٢. حاشية الطحاوي على مراقي الفلاح - كتاب الصلاة فصل في تحية المسجد وصلاة الضحى وإحياء الليالي ص: ٤٠٠
بدائع الصنائع - فصل أنواع الصيام - فصل شرائط أنواع الصيام - ٢ / ٧٩
الموسوعة الفقهية الكويتية ۲۸ / ۹۱