HamidAfghan (حامدافغان)
HamidAfghan (حامدافغان)
May 18, 2025 at 03:08 PM
*د شهداؤ د کونډو او یتیمانو پالنه* اسلم وایي: له عمر بن الخطاب رضي الله عنه سره بازار ته ووتلم، هغه پسې له شا یوه ځوانه ښځه راغله، هغې ورته وویل: اې امير المؤمنین! مېړه مې مړ شوی دی، واړه ماشومان راپاتي دي، هغوی نه د خوراک لپاره غوښه لري، نه د پيو څاروی لري او نه کرونده لري. وېریږم دې وچکالي کې رانه هلاک نه شي. او زه د خُفَافِ بن إيماءَ الغفاريِّ، لور یم، پلار مې حدیبیة کې له رسول الله ﷺ سره یوځای و. عمر نور تګ بس کړ او له هغې سره ودریدی، هغې ته یې وویل: هرکله راشې، ته زموږ له خپلوانو نه یې، بیا عمر له یوه کوره پیاوړی اوښ راروان کړ، په هغه یې دوه انډي بار کړل، چې هغه خوراکي توکي او جامې وې او د اوښ مهار یې هغې ښځې ته په لاس کې ورکړ. عمر هغې ته وویل: دا اوښ وله، تاسو چې دا مواد خورئ زه به نور درولیږم! هلته موجود یوه سړي عمر ته وویل: امیر المؤمنین! دې ښځې ته مو زیات سامان ورکړ! عمر ورته وویل: مور دې بوره شه! ما یو وخت د دې ښځې پلار او ورور لیدلي وو چې د کفارو یوه کلا یې محاصره کړې وه او فتحه یې کړه او موږ د دوی له برخو غنیمت ترلاسه کړ. رواه البخاري ابن حجر رحمه الله وایي: د دې ښځې نوم نه دی راته معلوم، خو دومره معلومه ده چې دا صحابیه وه، هوښیاره او ښه فصيحه او بلیغه وه. او بله نادره دا ده چې پخپله دا ښځه، پلار یې خفاف، نیکه یې ایماء او غور نیکه یې رحضة؛ څلور واړه صحابه وو! رضي الله عنهم، نیکه یې ایماء د حدیبیې په سفر کې رسول الله ته ۱۰۰ پسونه او دوه اوښان هم ورکړي وو. له کیسې معلومیږي چې عمر رضي الله عنه د شهداؤ د کونډو او یتیمانو پالنه څومره په اخلاص او غوره توګه کوله!!
❤️ 👍 🫀 😢 🌹 🤲 🩷 91

Comments