HamidAfghan (حامدافغان)
HamidAfghan (حامدافغان)
May 19, 2025 at 06:22 AM
‏ *د یوه قاضي د جرأت او عدالت کیسه* ځینې بداخلاقه کسانو اراده وکړه چې د یوه ښه عالم او عادل قاضي پر خلاف د وخت خلیفه ته شکایت وکړی، امام اصمعي روایت کوي چې دا شکایت هارون الرشید ته وکړل شو او د وتلي قاضي عافیة بن یزید الحنفي شکایت یې وکړ او په دې نیت چې له هغه ځانونه خلاص کړي. دوی چې د هارون الرشید مجلس ته ورغلل نو د خپل قاضي یې سخت شکایتونه وکړل، نو هارون دستې خپل قاضي وروغوښت، قاضي چې ورغی هارون د هغه د قضا او پرېکړو په اړه پوښتنې ورنه پیل کړې، قاضي صیب ځوابونه شرو کړل، په دې جریان کې هارون الرشید وپرنجیدی، د مجلس خلکو د پرنجیدا ځوابونه (یرحمک الله) ورکړل خو قاضي صیب ځواب ورنه کړ! هارون الرشید په ډېره حیرانتیا له قاضي پوښتنه وکړه چې ټولو خلکو ماته د پرینجیدا ځواب راکړ او ته رانه کړ؟! قاضي صیب مبارک ورته وویل: ځکه چې تاله پرنجیدا وروسته "الحمد لله" ونه ویله! او حدیث کې راغلي چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم خواته دوه کسان ناست وو او وپرنجیدل، رسول الله هغوی کې یوه ته د پرنجیدا خواب ورکړ او بل ته یې ورنه کړ! هغه رسول الله نه د نه خواب لامل وپوښته! رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمایل: ځکه هغه بل الحمد لله وویله او تا ونه ویله! (رواه البخاري). په دې سره هارون الرشید قاضي ته وویل: خپل کار او قضا ته دې بېرته ولاړ شه! په کومه طریقه چې ته لګیا یې همداسې روان اوسه! ته چې د وخت ستر واکمن ته په پرنجیدا کې د هغه غلطي نه بښې نو په نورو نارواؤ او بې عدالتیو کې به څنګه ناسم چلند کوې!! نو قاضي صاحب بېرته خپلې قضا ته سرلوړی ولاړ او هغه شکایتیان هارون الرشید سپک او وترټل. تاريخ بغداد للخطيب البغدادي البداية والنهاية الجزء لابن كثير دا قاضي (عافیة بن یزید) څوک و؟ بل پوسټ کې یې ژوند لیک درته ږدم.
❤️ 👍 🫀 🌹 🍎 💓 😢 107

Comments