
HamidAfghan (حامدافغان)
May 20, 2025 at 11:21 AM
*د قاضي ابن یزید لنډ ژوند لیک*
«په تېر پسې»
*امام الذهبي رحمه الله د ده په اړه لیکي: د هغه نوم عافية ابن يزيد بن قيس الأودي ، الحنفي و، دی د بغداد ښار د ختیځې برخې قاضي و، هغه عادل قاضي او په علم عمل کوونکی عالم و. او هغه په فقه کې د امام ابو حنیفة رحمه الله نږدې او د ډېرې مودې شاګرد و او د وخت له سترو محدثینو یې د حدیثو زده کړه کړې وه.*
*خطیب البغدادي رحمه الله لیکي: قاضي ابن یزید ښه عالم او زاهد انسان و، هغه اوږده موده له امام ابو حنیفة رحمه الله سره شاګرد پاتې شوی و، د هغه د علم او فقهې ډېره برخه یې ترلاسه کړې وه او د هغه د باوري شاګردانو له جملې نه و. څه موده یې د بغداد څو ځایونو کې د قضا دنده ترسره کړې وه، هغه د حدیثو امامانو ثقه او کره بللی. او وروسته یې بیا له قضا نه استعفا ورکړه. او هغه په یو سل او څه باندې شپېته هجري کال کې وفات شوی. رحمه الله تعالی. سیر الأعلام النبلاء للذهبي 300/7*
*د قاضي ابن یزید الحنفي رحمه الله د استعفا کیسه هم په زړه پورې ده، چې بغدادي خطیب د بغداد په تاریخ کې داسې راخیستې ده: #روایت_کا چې قاضي ابن یزید د وخت خلیفه ته ورغی، هغه ته د ورننوتلو اجازه ورکړل شوه، چې ورننوت هغه ته یې له قضا نه استعفا وړاندې کړه! هغه د لامل پوښتنه ورنه وکړه، ده په لاندې توګه د استعفا وجه ورته بیان کړه.*
*قاضي ابن یزید وویل: دوه میاشتې کیږي چې د دوو شتمنو کسانو یوه دعوه راغلې ده، دا دواړه خلکو کې شهرت هم لري او موضوع یې هم سخته او پېچلې ده او دواړه دعوه لري چې دلایل او شاهدان لري! څرنګه چې د دوی دواړو دلایل سوچ او فکر ته اړتیا لري نو دوی ته مې وخت ورکړ، په دې نیت چې په دې موده کې به یا خو دوی دواړه خپلو کې سوله وکړی او کنه زه به د دوی منځ کې پر فیصله غور او فکر وکړم.*
*قاضي صیب زیاته کړه: په دې موده کې دوی دواړو کې یوه یې له کومې لارې معلومه کړې وه چې زه له تازه خوږو خورماؤ سره ډېره مینه لرم! دا وخت د خورماؤ د رسیدا وخت هم و، نو هغه داسې تازه او خوږې خورما راپیدا کړې وې چې هغه په دې وخت کې یوازې امـ..ـر المومنین ته تیارېږي! هغه دومره خوږې خورما وې چې ما په ټول ژوند کې نه وې لیدلې.*
*نو هغه کس زما پیره داره ته څو درهمه رشوت ورکړی و چې هغه خورما ماته راورسوي! خو کله چې هغه ماته راوړې ما رد کړې ، پیره دار مې هم وشړه او خورما مې بېرته ورولیږلې. قاضي صیب مبارک زیاته کړه: کله چې د دوی دواړو ترمنځ د پرېکړې ورځ راغله، نو دواړه زما په زړه او نظر کې برابر نه وو! (یعني کوم یوه چې خورما راوړې وې، هغه څه رانږدې لګیده!)، دا په داسې حال کې چې ما د هغه ډالۍ منلې هم نه وه! نو که ډالۍ مې منلې وی بیا به مې څه حال و؟!*
*قاضي صیب د وخت واکمن ته وویل: نو پر ځان باور نه لرم، هسې نه چې په دین کې په کومه فتنه کې راګیر شم! نو هلاک به شم، د وخت خلک خراب شوي او د فساد وخت دی، نو لطفاً زما استعفا ومنه. الله دې بښنه درته وکړي. تاريخ بغداد للخطيب. 254/14*
❤️
😢
👍
🫀
🌹
❤
😮
💓
💙
😂
77