
HamidAfghan (حامدافغان)
May 21, 2025 at 05:17 AM
*ولسي خدمت لکه غزا*
*رسول الله ﷺ فرمایي : په حقه او صحي طریقه د زکاتونو راټولوونکی مامور، لکه د الله په لاره کې غازي داسې دی! تر څو چې کور ته راوګرځي. عن رافع بن خديج قال سمعت رسول الله ﷺ العاملُ على الصدقةِ بالحقِّ : كالغازي في سبيلِ اللهِ حتى يرجعَ إلى بيتِه. أخرجه أبو داود (2936)، والترمذي (645)، وابن ماجه (1809) واللفظ لهم، وأحمد (17324).*
*له شتمنو زکات راټولول هغو سره د زکات پرېکولو فریضه کې مرسته ده، داراز غریبانو ته یې رسول د هغوی حقوق هغوی ته رسول دي، نو دا بېخې لوی عبادت شو، دومره لکه د الله په لاره کې غزا. په ټولیزه توګه هر ډول ولسي خدمت او دولتي ماموریت همدومره لوی عبادت ده او دومره لوی ثواب لري لکه غزا او ج.هاد، خو چې په حقه او امانتداري سره ترسره شي.*
❤️
❤
👍
🫀
💓
❤🩹
🌹
59