HamidAfghan (حامدافغان)
May 31, 2025 at 06:59 PM
*د قضا په تاریخ کې د قاضي ایاس بن معاویة رحمه الله نوم داسې ځلېږي لکه په ټکنده غرمه کې د هسک پر منځ ځلاند لمر! هغه بې حده هوښیار او په خبره پوه سړی و! دی وایي: په زندګي کې د قضا پر ګدۍ د ناستې پر مهال یوه سړي سخت بېخونده کړم! هغه د یوه کس د خورماؤ بڼ لپاره شاهدي ته راغلی و، ما وپوښتی، مال دې بڼ کې څو د خورما ونې دي؟ هغه ول ولاکه په دقیقه توګه راته معلومې یي! مال ته نو بیا شاهدي څنګه وایې؟!*
*قاضي ایاس زیاتوي: هغه سړي ځیر ځیر راته وکتل! ول الله دې قاضي صیب ته اوږد ژوند ورکړي، قاضي صیب په دې محکمه کې دې څومره وخت وتلی؟ مال شل کاله! نو سړي پورته د کوټې بازوانو (لرګیو) ته وکتل، ول دا ستا په کوټه څو لرګي ایښي دي؟ مال نه یم خبر! قاضي صیب زیاتوي: اتې نورې خبرې بې ګټې راته ښکاره شوې او شهادت مې ومانه.*
❤️
👍
🥰
🫀
😂
🌹
😍
😮
47