HamidAfghan (حامدافغان)
HamidAfghan (حامدافغان)
June 1, 2025 at 01:12 AM
*دریو ته به الله غوسه یي!* رسول الله ﷺ فرمایي: دریو کسانو سره به الله عزوجل په قیامت کې خبرې نه کوي، (دومره به ورته غوسه یي چې) نه به ورته ګوري، نه به یې له ګناهونو پاکوي او د دوی لپاره به درددونکی عذاب یي. هغه سړی چې دښته کې مسافرو ته زیاتې اوبه نه ورکوي. هغه سړی چې له مازدیګر وروسته په بل سړي څه شی خرڅوي، نو په الله قسم ورته وکړي چې په دومره دومره یې اخیستې دی، نو هغه یې رښتینی وګڼي، خو هغه دروغژن یي. هغه سړی چې پاچا سره یوازې د دنیا لپاره بیعت کوي، که پاچا د دنیا څه ورکړي وفادار اوسي او که وریې نه کړي وفا نه کوي. عن أبي هریرة رضي الله عنه، قال قال رسول الله ﷺ: ثلاثةٌ لا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ عزَّ وجلَّ يومَ القيامةِ، ولا ينظرُ إليهِم، ولا يزَكِّيهم، ولَهُم عذابٌ أليمٌ: رجلٌ على فَضلِ ماءٍ بالفلاةِ يمنعُهُ ابنَ السَّبيلِ، ورجلٌ بايعَ رجلًا سِلعةً بعدَ العصرِ فحَلفَ باللَّهِ لأَخذَها بِكَذا وَكَذا فصدَّقَهُ، وَهوَ عَلى غيرِ ذلِكَ، ورجلٌ بايعَ إمامًا لا يبايعُهُ إلَّا لدُنْيا، فإن أَعطاهُ مِنها وفى لَهُ، وإن لم يعطِهِ منها لَم يفِ لَهُ. أخرجه: البخاري (7212)، ومسلم (108)، وأبو داود (3474)، والترمذي (1595)، والنسائي (4462)، وابن ماجه (2207) واللفظ له، وأحمد (7435). که څه هم ناحقه او په دروغو قسم هر وخت ګناه لري، خو حدیث کې له مازدیګر وروسته (بعدَ العصرِ)، ځکه ویل شوي چې دا مهال پلورونکي تنګ شوي یي او د سامان خرڅولو ته یې بیړه یي، نو قسمونه اکثر دا وخت زیات کیږي او بله دا چې په دې وخت کې د بنده ګانو د اعمالو پورته خېږولو لپاره ملایکې نازلیږي، نو دې برکتي وخت کې د قسم ګناه زیاته یي. او په دې جمله (ورجلٌ بايعَ إمامًا...) کې هغه سړی هم راتلی شي چې په دنده/ښه دنده او زیات معاش کار کوي خو چې دنده نه یي یا ښه نه یي او معاش کم شي ایسته کور کېني او خپه شي!
❤️ 😢 🤲 🫀 👍 🌹 👏 😭 🙏 61

Comments