HamidAfghan (حامدافغان)
HamidAfghan (حامدافغان)
June 3, 2025 at 04:26 AM
*دری فالورز* *يو فېسبوکی #کیسه_کا : اراده مې وکړه کټمټ د فېسبوک په څېر او اسلوب په حقیقي نړۍ کې خلکو سره اړیکې پیل کړم او له دې تجربو حقیقي ژوند کې ګته واخلم، نو له خپله کوره ووتلم، لاره کې ودریدلم، لارویان به مې درول او پوښتل، چې چرته تللی وې او چرته ځې؟ څه دې وخوړل؟ د کوم ځای یې؟ څه شی دې زړه غواړې؟ څومره زده کړې لرې؟ وغیره.* *داراز خپل مختلف عکسونه او سیلفي ګانې مې ایستلې وې، پنډه راسره پراته وو، لکه کور کې ماشومانو سره عکسونه، موټر سره عکسونه، پر دسترخوان عکسونه، باغ کې او ملګرو سره عکسونه، وغیره، دا عکسونه به مې خلکو ته ښکاره کول، ورته ویل به مې زه څنګه ښکارم، ځینې عکسونه به مې خلکو ته جیبونو کې ورتخته کړل، په عاجزي به مې ورته وویل لطفا دا درسره لایک او شیر کړئ.* *لنډه دا چې کټمټ همدا د فېسبوک نخرې او پېرې مې په رښتینې نړۍ کې پیل کړې، تاسو څه فکر کوئ چې حقیقي نړۍ کې به دې فېسبوکې تجربو او نخرو ته د خلکو غبرګون څه ډول وو؟! راځئ زه خپله عملي تجربه درسره شریکه کړم، باور وکړئ په دې فېسبوکي کړنو سره په حقیقي نړۍ کې ما تر اوسه ایله دری #فالورز پیدا کړي دی ، چې هغه دوه پولیس او یو ارواه پوه ډاکټر...*
❤️ 😂 👍 😢 😮 🌹 💯 🙏 🪴 97

Comments