HamidAfghan (حامدافغان)
HamidAfghan (حامدافغان)
June 7, 2025 at 09:32 AM
*چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني* د منافقانو مشر عبد الله بن أبي بن سلول یوه مجلس کې رسول الله ﷺ ته سپکې خبرې وکړې! ملګرو یې د هغه د وژلو اجازه ورنه وغوښتله، خو رسول الله ﷺ هغوی منعه کړل او وجه یې دا بیان کړه: چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني. لا يتحدث الناس أن محمدا يقتل أصحابه. متفق عليه د صحیح مسلم روایت کې راغلي، هغه ورته وفرمایل: پرېږدئ یې، چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني. (دعه لا يتحدث الناس أن محمدا يقتل أصحابه. مسلم). امام النووي رحمه الله د دې جملې په اړه لیکي: له دې خبري د رسول الله حلم معلومیږي او له دې خبرې دا هم معلومیږي چې رسول الله به کله د لوی فساد او شر د مخنیوي په نیت ځینې غوره کارونه پرېښودل او په کمو مفاسدو به یې سترګې پټولې. په دې لړ کې رسول الله ﷺ مختلفې لارې چارې خپلې کړې دي، لکه د کومو خلکو به چې اسلام ته زړونه مايل شول هغوی سره به يې ځانګړی چلند کوه او هغوی ته به يې پيسې او ډېر مالونه ورکول. څو اسلام ته لا زيات مايل او ويې مني. داراز د اعرابو او کوچيانو، منافقانو او نورو په سختيو او ناپوهيو به يې صبر کوه! د دې لپاره چې مسلمانانو پياوړي او اسلامي دعوت خنډونه ونه لري. منافقان که څه هم له ښکاره کفارو ډېر خطرناک وو {هم العدو فاحذرهم} ، خو هغوی يې هم د همدې موخې لپاره نه وژل او نه شړل. د دوی د نه وژلو علماؤ مختلف لاملونه ياد کړي دي، لکه د هغوی اسلام ښکاره کول، نو د هغوي پټ کفر الله ته سپارل شوی و او د همدې ظاهري اسلام پر اساس چلند ورسره کېدی. بل لامل دا هم ياد شوی چې منافقان ډېر محدود او ګوتشمېر کسان وو ، له دې سره هغوی به له مسلمانانو سره غزاګانو ته هم تلل، چې هغه به يا د جاهلي غيرت په نيت و، يا د غنيمت لپاره او په مسلمانانو کې د سکنيو خپلوانو لپاره. نو همدا لاملونه وو چې هغوی يې نه وژل. که څه هم موضوع کې تفصيلات زيات دي خو زموږ تر دې ځايه په کار وه. دا موضوعات قاضي عياض، امام النووي او نورو شارحينو رحمهم الله تفصيلي څېړلي. موضوع پخپله پوره روښانه ده او د وخت دځينې مهمو ستونزو حل لارې لري. که څه هم ځينې ستونزې زموږ د خپلو لاسونو او نورو کجرويو (کږو تګونو) زېږنده دي. نسأل الله الثبات والسلامة
❤️ 👍 🫀 😢 💓 💝 🤲 50

Comments