
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
May 27, 2025 at 12:21 PM
*د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست رئیس او ورسره مل پلاوي د ګیلان ولسوالۍ ته سفر وکړ.*
تېره ورځ دوشنبه ۱۴۴۶/۱۱/۲۸هـ ق د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست رئیس محترم *حافظ مولوي محمد عالم ناصح* او ورسره مل پلاوي د ګیلان ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د یاد سفر په بهیر کې یې په یوه لویه ولسي غونډه کې ګډون وکړ او ګډونوالو ته یې اصلاحي وینا وکړه.
د وینا مهم ټکي دا وو:
* په ټولنه کې د امر بالمعروف اهمیت او ضرورت.
* د امر بالمعروف د قانون تشریح او د هغه اهمیت.
* د امر بالمعروف له ادارې سره همکاري.
* د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په ازاله کې د علماوو، امامانو، د مدارسو او مکاتبو د استادانو ، ملي متنفذینو او د ولسي مشرانو رول او مسئولیت.
* د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د راغلي فرمان د تعمیل په اړه لازم اقدامات کول او خلکو ته پوهاوی ورکول.
دارنګه د خلکو مشورو ته وخت ورکړل شو او په اړوندو برخو کې د لازمو کړنو اطمینان ورکړل شو.
همداراز د خلکو شکایتونه واورېدل شول او د څېړنې ژمنه ورسره وشوه.
یادې غونډې ته د ولسوالۍ ولسوال، د علماوو د شوری رئیس او د ولس په نماینده ګي یوه مخور سپین ږیري هم ویناوي وکړې، د یاد فرمان هرکلی یې وکړ او د امر بالمعروف له ادارې سره یې د هر ډول همکاري وعده وکړه.
همداراز محترم رئیس صاحب د یادې ولسوالۍ د ټولو ادارو له مسئولینو، مجاهدینو او د امر بالمعروف له محتسبینو سره مجلسونه وکړل او ارزښتناکې توصیې یې ورته وکړې؛ چې نچوړ یې دا وو:
* له بیت المال سره احتیاط کول.
* د اسلامي نظام اهمیت.
* د ادراتو تر منځ د ښه تعامل او د ماتحت افرادو په اړوند د مسئولیت.
* د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په ازاله کې پوره کوښښ کول.
*د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست رسنیز دفتر.*

❤️
2