
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
May 28, 2025 at 07:58 AM
*د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست رئیس او ورسره مل پلاوي د ناوې ولسوالۍ ته سفر وکړ.*
تېره ورځ سې شنبه ۱۴۴۶/۱۱/۲۹هـ ق د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست رئیس محترم *حافظ مولوي محمد عالم ناصح* او ورسره مل پلاوي د ناوې ولسوالۍ ته سفر وکړ.
په یاده ولسوالۍ کې د رئیس صاحب په ویاړ یوه لویه ولسي غونډه دائره شوه؛ چې حکومتي مسئولینو، علماء کرامو، د مساجدو امامانو، د مدارسو او مکاتبو استادانو، ولسي مشرانو او عامو وګړو ګډون پکې کړی وو.
د یادې غونډې ګډونوالو ته ارزښتناکې ویناوي وشوې؛ چې محترم ناصح صاحب هم په زړه پوري اصلاحي وینا وکړه.
په وینا کې یې په ټولنه کې د امر بالمعروف اهمیت او ضرورت په ګوته کړ، د امر بالمعروف د قانون تشریح یې وکړه او د هغه اهمیت یې بیان کړ، د امر بالمعروف له ادارې سره یې د ملت همکاري اړینه وبلله او د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په ازاله کې یې د علماوو، امامانو، د مدارسو او مکاتبو د استادانو ، ملي متنفذینو او د ولسي مشرانو رول مهم وګاڼه.
همداراز یې د ناسمو رواجونو زیانونه بیان کړل او د مخنیوي په اړه یې د امیر المؤمنین حفظه الله د راغلي فرمان د عملي کولو غوښتنه وکړه.
محترم ناصح صاحب د خلکو شکایتونه هم واورېدل او د څېړنې ژمنه یې وکړه.
دارنګه محترم رئیس صاحب د یادې ولسوالۍ د ټولو ادارو له مسئولینو، مجاهدینو او د امر بالمعروف له محتسبینو سره مجلسونه وکړل او ارزښتناکې توصیې یې ورته وکړې؛ چې خلاصه یې دا وه:
* د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په ازاله کې پوره کوښښ کول.
* له بیت المال سره پوره احتیاط کول.
* د شرعي احکامو د انفاذ لپاره همېشه هڅې کول.
* یو له بل سره ښه تعامل کول او د ماتحت افرادو په اړوند خپل مسئولیت ته متوجې کېدل.
په پای کې یې ګډونوال د اتفاق او یو له بل سره د همکارۍ، خصوصا د فلسطین له مظلوم ولس سره دعاوو او مالي مرستو طرف ته تشویق کړل.
دارنګه یې له ټولو ګډونوالو څخه د اختر په مبارکو ورځو کې په شریعت د عمل کولو او له منکراتو څخه د ځان ساتلو توصیه وکړه.
*د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست رسنیز دفتر.*

❤️
👍
3