
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
June 2, 2025 at 05:14 AM
*د غزني ولایت د زنه خان ولسوالۍ د خواجه خېلو په کلي کې له مشرانو، مخورو او ځوانانو سره ناسته ترسره شوه.*
محتسبینو د خواجه خېلو د کلي په منځني مسجد کې (چې پکې له څلورو جوماتونو څخه شاوخوا څلویښتو تنو مشرانو، مخورو او ځوانانو ګډون درلود) د مشرتابه د فرمان، د ټولنې د اصلاح، د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا، او د قانوني اصولو د رعایت په موخه ناسته ترسره شوه.
1:په ناسته کې د محتسبینو له لوري ګډونوالو ته جدي سپارښتنه وشوه چې د تابعیت تذکیرې اخیستل باید د صداقت او حقیقت پر بنسټ وي. جعلکاري نه یوازې قانوني جرم بلکې د دین له نظره هم ګناه ده.
هغوي ته وویل شول چې: بانفوذه کسان باید د نورو لپاره هم ښه الګو وي او خلک له دې ډول ناروا عملونو څخه منع کړي.
2. محتسبینو خلکوته د اميرالمؤمنين حفظه الله: ۱۴۴۶/۹/۱۶نېټې (۱۷) ګڼه فرمان مطابق چې (د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو، او همداراز د حج او عمرې څخه د راستنېدو پرمهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله) خبرې وکړې او له ګډونوالو څخه یې په عملي کولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
3. ګډونوالو ته وویل شوه چې مساجد د مسلمانانو د یووالي، عبادت، او اصلاح مراکز دي، باید له هر ډول بېاحترامي، بېنظمۍ، چټلتیا او بېادبۍ څخه وساتل شي.
دغه راز په خبرو کې زیاته شوه چې د ماشومانو تربیه هم باید داسې وشي چې مسجد ته احترام ولري.
4. ګډونوالو ته وویل شول چې علم د اسلام بنسټیز رکن دی، او ټولنه هغه وخت پرمختګ کولی شي، چې د تعلیم پر ارزښت پوه شي. له بانفوذه اشخاصو وغوښتل شول چې په سیمه کې د تعلیم د عامولو لپاره مثبته ونډه واخلي.
5. ګډونوالو ته یادونه وشوه چې د جماعت لمونځ د مسلمانانو د یووالي نښه ده او ستر اجر لري. د کلیو مشران باید خپله هم دغه نېک عمل ته توجه وکړي او نور خلک هم وهڅوي.
په پای کې ګډونوالو د بیان څخه خوښي وښوده، ژمنه یې وکړه چې د یادو لارښوونو په رڼا کې به د کلي د اصلاح لپاره هڅې کوي، او له خپل نفوذ څخه به د خیر او اصلاح لپاره ګټه اخلي.

❤️
🌹
4