ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
June 2, 2025 at 01:19 PM
*د غزني ولایت د مرکز محتسبینو ته روزنیز سمینار دائر شو.* نن دوشنبه ۱۴۴۶/۱۲/۵هـ ق د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست اړوند مسئولینو او د مرکز محتسبینو ته په یاد ریاست کې یو ورځنی روزنیز سمینار دائر شو. د سمینار استادانو *شیخ الحدیث مولوي یار محمد(ابو منصور)* او *شیخ الحدیث مفتي احمد سعید (حقیقي)* محتسبینو ته په مهمو موضوعاتو باندې رڼا واچوله. محترمو استادانو محتسبینو ته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د اړوندو چارو په سمه طریقه د سر ته رسولو مؤثرې لارې، چارې په ګوته کړې. دوی زیاته کړه: محتسبین باید تر ټولو مخته ځان اصلاح کړي او بیا په پوره اخلاص د ټول بشریت د اصلاح لپاره هلې ځلې چټکې کړي او د خلکو د اصلاح په لار کې هیڅکله مایوسه او ستړي نشي. همداراز یې محتسبینو ته د دعوت الی الله مراحل او اصول په ښه تفصیل سره بیان کړل او توصیه یې ورته وکړه؛ چې د خلکو د اصلاح په لاره کې له یادو اصولو او طریقو څخه کار واخلي. محتسبینو یاد سمینار د احتساب په لار کې له ښو لاسته راوړنو څخه ډک وباله او د علمي ارتقاء مهمه ذریعه یې وګڼله. د یادونې وړ ده؛ چې د یاد ولایت په ټولو ولسوالیو کې د ورته سمینارونو لپاره ترتیب برابر شوی؛ چې په لنډ وخت کې به یې په اړه پوره معلومات وړاندي شي. په درنښت. *د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست رسنیز دفتر.*
Image from ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی: *د غزني ولایت د مرکز محتسبینو ته روزنیز سمینار دائر شو.* نن دوشنبه ۱۴۴...
❤️ 👍 5

Comments