خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر
خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر
June 6, 2025 at 09:47 AM
*خوست ولایت کې د لوی اختر په مناسبت د عامه نظم د ساتنې لپاره کلک امنیتي ګامونه اخیستل شوي دي* د خوست امنیه قومندانۍ اړوند امنیتي او کشفي بنسټونو له نورو نظامي ارګانونو سره یو ځای په ښار او ولسوالیو کې د اختریزو مراسمو د ښه ترسره کیدا په موخه منظم امنیتي تدابیر نیولي دي. امنیتي پولیس ډاډ ورکوي، چې د تېر په څېر به په اختر کې د ډاډمن امنیت لپاره ۲۴ ساعته سیارې ګزمې جریان ولري. پولیس ورته مهال له ولسونو هم غوښتنه کوي، چې د شکمنو کړیو په لیدو سره د تېر په څېر د امنیتي ځواکونو سره په تماس کې شي. همدا راز امنیتي ځواکونه له خوست مېشتو غواړي چې د پټاقیو او نورو مزاحمو توکو له استعمال څخه ډډه وکړي او د خلکو رواني امنیت ته زیان وانه ړوي. امنیتي ځواکونه ورته مهال له خلکو غوښتنه کوي، چې د نقلیه وسایطو له چلونې سره احتیاط وکړي او په تمامه معنا د ترافیکي اصولو خیال وساتي. *خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر*
Image from خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر: *خوست ولایت کې د لوی اختر په مناسبت د عامه نظم د ساتنې لپاره کلک امنیت...

Comments