
خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر
June 6, 2025 at 03:32 PM
*خوست والي او امنيه قومندان د امنيتي وضعيت ارﺯونې په موخه ښار کې له ښاريانو، دوکاندارانو او عامو وګړو سره وليدل*
د خوست ولایت والي مولوي عبدالقيوم روحاني او امنيه قومندان الحاج ملا عبدالله حماد نن جمعه خوست ښار کې له ګڼ شمېر ښاريانو، هټيوالو او عامو وګړو سره د شته ډاډمن امنيت ارﺯٶنې او د ولسونو غوښتنو اوريدو په پار ښاريانو سره وکتل او د اختر په ورځو کې يې د بشپړ خونديتوب ډاډ ورکړ.
ښاریانو د ولایت له یادې ملکي او نظامي رهبرۍ سره په خبرو کې وویل، چې تر بل هر وخت په یو هوسا او له امینتي پېښو خوندي ښار کې خپلې اړتیاوې پوره کوي او تجاران په پوره اطمنان او د پولیسو د شته امنیتي چیک ځایونو او ښاري ګزمو له برکته خپله تجارتي راکړه ورکړه تر شپې ناوخته بې له کومې ویرې تر سره کوي.
دوى همدا شان د اختر په شپو او ورځو کې د امنيتي ځواکونو شپنۍ او ورځينۍ هڅې وستايلې او د ولسونو له اړخه يې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
د خوست ولايت ملکي او نظامي رهبري داسې مهال ښار کې پلى تګ او د ولسونو مخامخ غوښتنې اوري چې نن د عرفې مبارکه ورځ ګڼ شمېر ښاريانو ښار کې د اختر اړوند ضرورتونو پوره کولو لپاره د ښار واټونه ډک کړي وو.
*خوست امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر*

❤️
1