خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر
خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر
June 7, 2025 at 04:49 AM
*خوست کې د لوى اختر لمونځونه د امن په ډاډمنه فضا کې ترسره شول* نن د لوى اختر لومړۍ ورځ د اختر لمونځونه د مرکﺯ او ولسواليو په ټولو مرکﺯي او اطرافي عيدګاوو کې د امن په فضا کې ترسره شول. د خوست امنيه قومندانۍ رهبري او د ولسواليو امنيه قومندانانو د خپلو ولسونو په منځ کې بې له کومې امنيتې او فکري وېرې د اختر لمونځونه ترسره کړل. د اسلامي امارت سرښيندونکي ځواکونه توانيدلي، چې د يو بې ساري قوي امنيتي پلان له مخې د دغه ولايت د ټولو مېشتو ولسونو ساتنه او خونديتوب تضمين کړي او د اختر لومړۍ ورځې لمانځنه په داسې حال کې ترسره کيږي چې د خوست له هرې سيمې د هيڅ ډول بې نظميو او ګډوډيو خبرونه نه دي تر لاسه شوي. امنيتي ځواکونه په پوره ژمنتيا او مسؤلانه توګه د خلکو د ټولو مشروع خوشاليو او راټوليدنو د بشپړ خونديتوب په موخه شپه او ورځ ور سپارل شويو مسٶليتونو ته ولاړ دي. تاسې اختر ولمانځئ; مونږ ستاسو د خونديتوب ژمنه تاﺯه کوو. *خوست امنيه قومندانۍمطبوعاتي دفتر*
Image from خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر: *خوست کې د لوى اختر لمونځونه د امن په ډاډمنه فضا کې ترسره شول*  نن د ل...
❤️ 5

Comments