
خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر
June 8, 2025 at 05:07 PM
*خوست کې د لوى اختر دویمه ورځ هم په ارامه او ډاډمنه فضا کې ونمانځل شوه*
نن يکشنبه د لوى اختر دویمه ورځ د ښار واټونه، پارکونه، د ولسواليو ښارګوټي، تفريحي سيمې او غرنیزې منظرې د خلکو د پُرشوره ګڼې ګوڼې کوربه وې او ولسونو له هر ډول وېرې پرته اختریزې شيبې رنګينې وساتلې.
دا اختر د امنيتي ځواکونو د کلکو امنيتي تدابيرو او قوي امنيتي پلان په تطبيق سره د با ثباته امنيتي وضعيت له امله د خلکو د خوښيو وړ ګرځيدلى او خلک کولاى شي په ډاډه ﺯړه د اختر ميلې ترسره کړي.
هيوادوال دې ډاډه اوسي چې امنيتي ځواکونه ستاسو د سر او مال ساتنې مسٶليت ته ژمن دي او په هر ځاى کې ستاسو پر وړاندې د ټولو ننګونکو د له منځه وړلو لپاره شپنۍ او ورځينۍ هڅې دوامداره ساتي.
*خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر*

❤️
5