ددین غږ
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                May 14, 2025 at 05:40 AM
                               
                            
                        
                            خوشحال سادات: د پرځېدلي جمهوریت پاتې شوني د رحم وړ نهدي؛ طالبانو چې ژوندي پرېښي دا یې مهرباني ده
د پرځېدلي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال خوشحال سادات چې اوسمهال جلا وطنی دی، د ایکس په یو سپېس کې ویلي چې کابل کې د تېر جمهوري حکومت پاتې شوني د رحم وړ نهدي؛ خو دا چې طالبانو ژوندي پرېښي دا یې شفقت او مهرباني ده.
نوموړی وړاندې وایي، چې هغوی د خلکو کورونه او جایدادونه چور کړي دي. هغه په دې برخه کې د خپلو سترګو لیدلی حال هم بیان کړ، چې دلته یې په دې غږیز کلیپ کې واورئ.