
ددین غږ
368 subscribers
About ددین غږ
═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

دی تا دعشق کیسه په دی دنیا کی پای نه مومی... د دی لپاره پس له مرګه زندګی پکار ده... ﷺ

*قال ابن القيّم رحمه الله :* *أربعون فائدة للصلاة على النبي ﷺ :* *(١) امتثال أمر الله.* *(٢) موافقة الله سبحانه وتعالى في الصلاة على النبي ﷺ وإن اختلفت الصلاتان.* *(٣) موافقة الملائكة فيها.* *(٤) الحصول على عشر صلوات من الله تعالى على المصلي مرة واحدة.* *(٥) يرفع العبد بها عشر درجات.* *(٦) يكتب له بها عشر حسنات.* *(٧) يمحى له بها عشر سيئات.* *(٨) أنها سبب في إجابة الدعاء.* *(٩) سبب حصول شفاعة المصطفى ﷺ.* *(١٠) سبب لغفران الذنوب.* *(١١) سبب لكفاية الله سبحانه وتعالى العبد ما أهمّه.* *(١٢) قُرب العبد من النبي ﷺ يوم القيامة.* *(١٣) قيام الصلاة مقام الصدقة لذي العسرة.* *(١٤) سبب لقضاء الحوائج.* *(١٥) سبب لصلاة الله وملائكته عليه.* *(١٦) سبب زكاة المصلي وطهارة له.* *(١٧) سبب تبشير العبد بالجنة قبل موته.* *(١٨) سبب النجاة من أهوال يوم القيامة.* *(١٩) أنها سبب لتذكير العبد مانسيه.* *(٢٠) سبب رد سلام النبي ﷺ على المصلي والمسلم عليه.* *(٢١) سبب طيب المجلس فلا يعود حسرة على أهله يوم القيامة.* *(٢٢) سبب نفي الفقر.* *(٢٣) سبب نفي البخل عن العبد.* *(٢٤) سبب نجاته من الدعاء عليه برغم الأنف.* *(٢٥) سبب طريق الجنة،لأنها ترمي بصاحبها على طريق الجنة،وتخطئ بتاركها عن طريقها.* *(٢٦) النجاة من نتن المجلس الذي لا يذكر فيه الله ورسوله ﷺ* *(٢٧) سبب تمام الكلام في الخطب وغيرها.* *(٢٨) سبب وفور (كثرة)نور العبد على الصراط.* *(٢٩) سبب خروج العبد من الجفاء.* *(٣٠) سبب لإبقاء الله سبحانه وتعالى الثناء الحسن للمصلي عليه بين أهل السماء والأرض.* *(٣١) سبب البركة على المصلي وعمله وعمره.* *(٣٢) سبب نيل رحمة الله تعالى.* *(٣٣) سبب دوام محبة المصلي للرسول ﷺ* *(٣٤) سبب دوام محبة الرسول ﷺ للمصلي عليه.* *(٣٥) سبب هداية العبد وحياة قلبه.* *(٣٦) سبب عرض اسم المصلي على النبي ﷺ* *(٣٧) سبب تثبيت القدم على الصراط.* *(٣٨) سبب أداء بعض حق المصطفى ﷺ* *(٣٩) أنها متضمنة لذكر الله وشكره تعالى.* *(٤٠) أنها دعاء لأنها سؤال الله عز وجل أن يثني على خليله وحبيبه ﷺ* *أو سؤال العبد لحوائجه ومهمات ..* 📚 *كتاب جلاء الأفهام في فضل الصلاة والسلام على خير الأنام ﷺ.*

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته له فلسطین سره دنقدی کومک لپاره دلته له موږسره ملګری شی مرستی رسیدوسره سم له تاسوسره مستنده ویډیوشرکیږی دازموږاوتاسوټولومسؤلیت دی 0799300614 0772864426 0776680520 دالقدس خيريه اداري(1) داول ګروپ لینک https://chat.whatsapp.com/L9Y8gKkn79107qbESgP2lI دالقدس خیریه اداری (2)دوام ګروپ لینګ https://chat.whatsapp.com/GF35GRa5E0ULgVNPg2tyAX دالقدس خيريه اداري (3)دريم ګروپ لینک https://chat.whatsapp.com/HsyOMSB6yrWD6AELR9RCid دالقدس خیریه اداری تلګرام چینل لینک https://t.me/+oSV3B0OPGn41Zjll دالقدس خیریه اداری دواتساب کانال لینک https://whatsapp.com/channel/0029Vb6OuKbDTkK0RtioMH1x

خوشحال سادات: د پرځېدلي جمهوریت پاتې شوني د رحم وړ نهدي؛ طالبانو چې ژوندي پرېښي دا یې مهرباني ده د پرځېدلي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال خوشحال سادات چې اوسمهال جلا وطنی دی، د ایکس په یو سپېس کې ویلي چې کابل کې د تېر جمهوري حکومت پاتې شوني د رحم وړ نهدي؛ خو دا چې طالبانو ژوندي پرېښي دا یې شفقت او مهرباني ده. نوموړی وړاندې وایي، چې هغوی د خلکو کورونه او جایدادونه چور کړي دي. هغه په دې برخه کې د خپلو سترګو لیدلی حال هم بیان کړ، چې دلته یې په دې غږیز کلیپ کې واورئ.

*🥀📚✧ چې خدای درسره وي ✧🥀📚* چې خدای دې په زړه وي نه ته تنها یې، نه ته خالي یې، نه ته مات یې! بنده درته ژمن وي، خو ژر دې هېروي؛ خدای هېڅ نه وايي، خو هېڅکله دې نه هېروي! د بنده مینه یو خوب دی *ښکلی، خو موقتي؛ خو د خدای مینه؟* *هغه د روح بیداري ده، تلپاتې، پاکه او ژوره!* *ریښتینی قوت دا نه دی چې څوک درسره وي، بلکې دا دی چې خدای

د یوه دیني عالم او د هلاکوخان د لور مناظره د تاتاریانو له فتحې وروسته د چنګیز خان لمسی او د هلاکو خان لور له څو تنو عسکرو سره په اس سپره د بغداد په ښار کې روانه وه چې د خلکو په یوه ټولي باندې یې سترګې ولګیدې،پوښتنه یې وکړه چې دا خلک ولې داسې راټول شوي دي، څه قیصه ده .ورته وویل شو چې دا خلک یوه عالم سړي نه راټول شوي.او د هغه وعظ او نصیحت اوري.د هلاکو خان لور خپلو عسکرو ته وویل چې دا عالم دې زما مخې ته راوړل شي.عسکرو یې امر پر ځای کړ او هغه عالم دین سړی یې د هغې مخې ته حاضر کړ.تاتاري شهزادګۍ پر عالم سوالونه شروع کړل. شهزادګۍ: آیا تاسو پر الله ایمان لرۍ.؟ عالــم : هو بلې یقینا مونږ په الله باندې ایمان لرو. شهزادګۍ : آیا تاسو پر دې خبرې ایمان لرۍ چې د الله چې چاته خوښه شي هغو ته په نورو غلبه ورکوي.؟ عالــم : هو بالکل مونږ پر دې خبره ایمان لرو چې د الله چې چاته خوښه شي هماغه غالب کوي. شهزادګۍ: نو نن الله مونږ پر تاسو غالب کړي نه یو؟ عالم : هو نن وخت تاسو پر مونږ غالب یاست. شهزادګي: نو دا د دې دلیل نه دی چې الله ته له تاسو مونږ ډیر ګران یو؟ عالــم : نه بالکل نه. دا خبره د دې دلیل نه ده. شهزادګۍ: ولې؟ عالــم : تا کله شپون لیدلی دی؟ شهزادګۍ: هو. عالــم : دا به دې هم لیدلي وي چې شپنو یو څو سپیان هم ساتلي وي چې د رمې تر شا یې روان وي.؟ شهزادګۍ: هو دا مې هم لیدلي. عالــم: ښه نو کله چې یو څو ګډې بیزې له رمې نه بیلې شي د شپانه نه اوري او په بل خوا روانې شي نو شپون څه کوي؟ شهزادګۍ: شپون له رمې نه جدا شوو څارؤو پسې خپل سپي خوشې کوي تر څو هغوی بیرته خپلې رمې ته راوګرځوي. عالــم : شپون دغه سپي تر کومه دغو بې لارو شوو څارؤ پسې خوشي کړي وي؟ شهزادګۍ: تر هغو پورې تر څو یې چې بیرته راګرزولي نه وي. عالــم : نو تاسو تاتاریان هغه سپي یاست چې الله جل جلاله مونږ مسلمانانو پسې پریښي اوسئ تر څو پورې چې مونږ د الله له لارې کاږه روان یو د الله حکمونه نه منو، د الله بې اطاعتي کوو،خپل منهج او مسیر باندې نه ځو، تر هغو پورې به تاسو تاتاریان سپي مونږ مسلمانانو باندې مسلط وي،او زمونږ امن ، سکون او ازادي به مونږ باندې حرام وي،او کله چې مونږ خپلې لارې او مسیر ته بیرته راوګرزیدو.پر خپل دین مو بیرته منګولې ولګولې د الله نافرماني مو پریښوده .نو ستاسو ورځې به ختمې شي مونږ به غالب یو او تاسو به مغلوب او زمونږ غلامان وۍ. ترتیب:منیب الله مومند

🌹 ---(۞ بسۡمِ ٱللهِ ٱلرَّحۡمَنِ ٱلرَّحِيمِ ۞)---🌹 په یو ښار کې دوه وروڼه اوسیدل څه موده وروسته مشر ورور له یوې ډیرې ښکلې نجلۍ سره واده وکړ چې د مور او پلار یوازینۍ لور وه، د وخت په تیریدو سره د نجلۍ مور او پلار وفات شول، د نجلۍ خاوند یو څو ورځې وروسته بل ښار ته د مزدورۍ لپاره اراده وکړه له ډیر فکر نه وروسته یی دا پریکړه وکړه چې خپله میرمن له ورور ( د نجلۍ لیور) سره پریږدي ځکه چې خسر او خواښي یې دواړه وفات شول او میرمنې یې نور خپلوان نه درلودل. نوموړی خپل ورور باندې ډاډه و او د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث ته یې خاصه پاملرنه ونکړه چې فرمایلی یی دی الحمو موت! یعني لیور مرګ دی. خپله میرمن یی ورور سره پریښوده او سهار وختی په سفر روان شو، څو ورځې وروسته لیور خپلې وریندارې ته په بد نظر وکتل او نوموړې څخه یې د بدکارۍ غوښتنه وکړه، ورینداره یې یوه ډیره هوښیاره او دینداره وه د خپل لیور غوښتنه یې په کلکه رد کړه، لیور ورته وویل زه به تا بدنامه کړم او یا مې غوښتنه ومنه؟ وریندارې ورته وویل ته چې هرڅه کوې زه به هیڅکله ستا ناوړه غوښتنه ونه منم. د وخت په تیریدو سره د ښځې خاوند راغئ، ورور یې چې کله سترګې ورباندې ولګیدې ورته وویل ستا میرمنې خو ما نه د بدکارۍ غوښتنه وکړه او ما یې خبره ونه منله، د ښځې خاوند چې دا خبره واوریده پر ځای د دې چې خپلې ښځې نه پوښتنه وکړی خپله ښځه یې طلاقه کړه او له کور نه یې وشړله. ښځې بیچاره بله لار نه درلوده له ښار نه روانه شوه او بل ښار ته ورسیده او په لار کې یې یوه جونګړه تر سترګو شوه دروازه یې وټکوله چې یو بزرګ عابد ورته راووت او پوښتنه یې ترې وکړه چې څه غواړې؟ ښځې خپله کیسه ورته وکړه چې داسې ظلم راسره وشو، عابد ورته وویل هیڅ خبره نده راشه زما یو ماشوم دی د هغه روزنه وکړه زه به تا ته تنخوا درکوم او همدلته اوسه. ښځې د عابد خبره ومنله او د ماشوم په روزنه یې پیل وکړ، د یادونې وړ ده چې عابد یو بل خادم هم درلود چې د عابد خدمت به یې کاوه، دا چې ښځه ډیره ښایسته وه یوه ورځ خادم د بدکارۍ غوښتنه ترې وکړه، ښځې ورته وویل ما د بدکارۍ نه کولو پخاطر خپل خاوند له لاسه ورکړ نو ستا غوښتنه به څنګه ومنم! خادم پاڅید او ماشوم یی وواژه، کله چې عابد راغئ خادم شیطانت ورته وکړ چې ښځې خو ستا نازولی ماشوم وواژه، عابد ډیر په قهر شو او ښځې ته یې دوه دیناره ورکړل او بښنه یې ورته وکړه چې نور د الله درسره پوه شي نور زما له زما له جونګړې نه لاړه شه! ښځې دوه دیناره ورسره واخیستل او حرکت یې وکړ، په لار کې یو ځای پنځو کسانو یو قرضدار را نیولی دی او وهي یې، ښځې پوښتنه ترې وکړه چې دا ولې وهئ؟ هغوی ورته وویل زمونږ دوه دیناره قرض ورباندې دی. ښځې له جیب نه دوه دیناره راویستل او ور یی کړل قرضدار یی له وهلو نه خلاص کړ، بیا یی قرضدار ته خپله کیسه وکړه چې داسې تکلیفونو سره لاس او ګریوان یم، قرضدار ورته وویل زه به ستا احسان هیر نکړم څه خدمت وکړم؟ ښځې ورته وویل راځه چې له دغه فاسد ښار څخه لاړ شو بل ځای به ژوند ته ادامه ورکړو، قرضدار ورسره ومنله او د سیند په لوری روان شول ترڅو په کیښتۍ کې بل ښار ته لاړ شي. کله چې کیښتۍ ته ورسیدل قرضدار ښځې ته وویل ته ورجګه شه زه هم درځم لږ ضروری کار لرم، ښځه کیښتۍ کې کیناستله او قرضدار کیښتیوان ته ورغئ ترڅو چې د ښځې د احسان بدله ورکړي، کیښتیوان ته یې وویل دا زما وینځه ده او خرڅوم یې! ښکلا خو یې خپله وینې نو زر کوه پیسې یې راکړه، کیښتیوان هم د قرضدار خبره ومنله د ښځې قیمت یی ورکړ، نور قرضدار پښې سپکې کړې او ښځه یې یوازې کیښتۍ کې پریښوده. کله چې کیښتۍ روانه شوه نو ښځې د قرضدار پوښتنه وکړه چې چیرې دی؟ کیښتیوان ځواب ورکړ چې ته خو زما وینځه یې، ستا بادار ته مې پیسې ورکړې دي نور زما په واک کې یې هرڅه چې درته وایم هغه به کوې، بیا کیښتۍ کې ناستو سپرلیو چې تجاران وو له ښځې څخه د بدکارۍ غوښتنه وکړه. ښځه هکه حیرانه شوه! او له ځان سره یې سوچ وکړ چې دا څه کیسه را وشوه! د باران نه تښتیدلم تر ناوې لاندې مې شپه شوه! بیا یې کلک عزم وکړ چې په هیڅ صورت به د دوی غوښتنه ونه مني نو د تجارانو غوښتنه یې رد کړه، تجارانو ډیر ټینګار وکړ چې خامخا به زمونږ غوښتنه منې آخر چې نشوه ښځه یې په زور مجبوروله چې پدغه وخت کې یو الهي توپان راغئ کیښتۍ یې د ساحل په لوری واخیسته او ټوله سپرلي غرقه شوه یوازې ښځه ترې بچ شوه، پدغه وخت کې پاچا له خپلو وزیرانو سره ساحل ته په چکر راغلی و په ناڅاپي ډول یې سترګې په ښځه ولګیدې بیا یی خپلو عسکرو ته امر وکړ چې ښځه راولئ کله چې ښځه راوستل شوه نو پاچا پوښتنه ترې وکړه چې دلته څه کوې؟ ښځې پاچا ته خپله ټوله د مظلومیت کیسه وکړه، پاچا د نوموړې زړه بوږنوونکې کیسې ډیر غمجن کړ بیا یې ښځې لپاره ځانګړی ډاکټر را وغوښت او په ښه توګه یې درملنه ترسره شوه، په پای کې پاچا له ښځې سره واده وکړ

*تاسو باید نیڪ اخلاق ولري ځکه هغه کسان چې نیڪ اخلاق لری هغه ښه دین داره وي (کنز العمال)* *🌻🥀درود پر مُحَمَّدﷺ🥀🌻* تنها

*_بـاور، ژمـنـتـیـا او درنـښــت د ژونـد درې سـتـنـې دي،_* *_د یــوې پـــه لــــویــــدو درې واړه لــه مـنــځــه ځـــي._* > *_سـتـاسـو لایـڪ زمــوږ تـشـویــق دی خــوږو_* 🥰