
ددین غږ
May 24, 2025 at 02:22 PM
🌹 ---(۞ بسۡمِ ٱللهِ ٱلرَّحۡمَنِ ٱلرَّحِيمِ ۞)---🌹
په یو ښار کې دوه وروڼه اوسیدل څه موده وروسته مشر ورور له یوې ډیرې ښکلې نجلۍ سره واده وکړ چې د مور او پلار یوازینۍ لور وه، د وخت په تیریدو سره د نجلۍ مور او پلار وفات شول، د نجلۍ خاوند یو څو ورځې وروسته بل ښار ته د مزدورۍ لپاره اراده وکړه له ډیر فکر نه وروسته یی دا پریکړه وکړه چې خپله میرمن له ورور ( د نجلۍ لیور) سره پریږدي ځکه چې خسر او خواښي یې دواړه وفات شول او میرمنې یې نور خپلوان نه درلودل. نوموړی خپل ورور باندې ډاډه و او د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث ته یې خاصه پاملرنه ونکړه چې فرمایلی یی دی الحمو موت! یعني لیور مرګ دی. خپله میرمن یی ورور سره پریښوده او سهار وختی په سفر روان شو، څو ورځې وروسته لیور خپلې وریندارې ته په بد نظر وکتل او نوموړې څخه یې د بدکارۍ غوښتنه وکړه، ورینداره یې یوه ډیره هوښیاره او دینداره وه د خپل لیور غوښتنه یې په کلکه رد کړه، لیور ورته وویل زه به تا بدنامه کړم او یا مې غوښتنه ومنه؟ وریندارې ورته وویل ته چې هرڅه کوې زه به هیڅکله ستا ناوړه غوښتنه ونه منم. د وخت په تیریدو سره د ښځې خاوند راغئ، ورور یې چې کله سترګې ورباندې ولګیدې ورته وویل ستا میرمنې خو ما نه د بدکارۍ غوښتنه وکړه او ما یې خبره ونه منله، د ښځې خاوند چې دا خبره واوریده پر ځای د دې چې خپلې ښځې نه پوښتنه وکړی خپله ښځه یې طلاقه کړه او له کور نه یې وشړله. ښځې بیچاره بله لار نه درلوده له ښار نه روانه شوه او بل ښار ته ورسیده او په لار کې یې یوه جونګړه تر سترګو شوه دروازه یې وټکوله چې یو بزرګ عابد ورته راووت او پوښتنه یې ترې وکړه چې څه غواړې؟ ښځې خپله کیسه ورته وکړه چې داسې ظلم راسره وشو، عابد ورته وویل هیڅ خبره نده راشه زما یو ماشوم دی د هغه روزنه وکړه زه به تا ته تنخوا درکوم او همدلته اوسه. ښځې د عابد خبره ومنله او د ماشوم په روزنه یې پیل وکړ، د یادونې وړ ده چې عابد یو بل خادم هم درلود چې د عابد خدمت به یې کاوه، دا چې ښځه ډیره ښایسته وه یوه ورځ خادم د بدکارۍ غوښتنه ترې وکړه، ښځې ورته وویل ما د بدکارۍ نه کولو پخاطر خپل خاوند له لاسه ورکړ نو ستا غوښتنه به څنګه ومنم! خادم پاڅید او ماشوم یی وواژه، کله چې عابد راغئ خادم شیطانت ورته وکړ چې ښځې خو ستا نازولی ماشوم وواژه، عابد ډیر په قهر شو او ښځې ته یې دوه دیناره ورکړل او بښنه یې ورته وکړه چې نور د الله درسره پوه شي نور زما له زما له جونګړې نه لاړه شه! ښځې دوه دیناره ورسره واخیستل او حرکت یې وکړ، په لار کې یو ځای پنځو کسانو یو قرضدار را نیولی دی او وهي یې، ښځې پوښتنه ترې وکړه چې دا ولې وهئ؟ هغوی ورته وویل زمونږ دوه دیناره قرض ورباندې دی. ښځې له جیب نه دوه دیناره راویستل او ور یی کړل قرضدار یی له وهلو نه خلاص کړ، بیا یی قرضدار ته خپله کیسه وکړه چې داسې تکلیفونو سره لاس او ګریوان یم، قرضدار ورته وویل زه به ستا احسان هیر نکړم څه خدمت وکړم؟ ښځې ورته وویل راځه چې له دغه فاسد ښار څخه لاړ شو بل ځای به ژوند ته ادامه ورکړو، قرضدار ورسره ومنله او د سیند په لوری روان شول ترڅو په کیښتۍ کې بل ښار ته لاړ شي. کله چې کیښتۍ ته ورسیدل قرضدار ښځې ته وویل ته ورجګه شه زه هم درځم لږ ضروری کار لرم، ښځه کیښتۍ کې کیناستله او قرضدار کیښتیوان ته ورغئ ترڅو چې د ښځې د احسان بدله ورکړي، کیښتیوان ته یې وویل دا زما وینځه ده او خرڅوم یې! ښکلا خو یې خپله وینې نو زر کوه پیسې یې راکړه، کیښتیوان هم د قرضدار خبره ومنله د ښځې قیمت یی ورکړ، نور قرضدار پښې سپکې کړې او ښځه یې یوازې کیښتۍ کې پریښوده. کله چې کیښتۍ روانه شوه نو ښځې د قرضدار پوښتنه وکړه چې چیرې دی؟ کیښتیوان ځواب ورکړ چې ته خو زما وینځه یې، ستا بادار ته مې پیسې ورکړې دي نور زما په واک کې یې هرڅه چې درته وایم هغه به کوې، بیا کیښتۍ کې ناستو سپرلیو چې تجاران وو له ښځې څخه د بدکارۍ غوښتنه وکړه. ښځه هکه حیرانه شوه! او له ځان سره یې سوچ وکړ چې دا څه کیسه را وشوه! د باران نه تښتیدلم تر ناوې لاندې مې شپه شوه! بیا یې کلک عزم وکړ چې په هیڅ صورت به د دوی غوښتنه ونه مني نو د تجارانو غوښتنه یې رد کړه، تجارانو ډیر ټینګار وکړ چې خامخا به زمونږ غوښتنه منې آخر چې نشوه ښځه یې په زور مجبوروله چې پدغه وخت کې یو الهي توپان راغئ کیښتۍ یې د ساحل په لوری واخیسته او ټوله سپرلي غرقه شوه یوازې ښځه ترې بچ شوه، پدغه وخت کې پاچا له خپلو وزیرانو سره ساحل ته په چکر راغلی و په ناڅاپي ډول یې سترګې په ښځه ولګیدې بیا یی خپلو عسکرو ته امر وکړ چې ښځه راولئ کله چې ښځه راوستل شوه نو پاچا پوښتنه ترې وکړه چې دلته څه کوې؟ ښځې پاچا ته خپله ټوله د مظلومیت کیسه وکړه، پاچا د نوموړې زړه بوږنوونکې کیسې ډیر غمجن کړ بیا یې ښځې لپاره ځانګړی ډاکټر را وغوښت او په ښه توګه یې درملنه ترسره شوه، په پای کې پاچا له ښځې سره واده وکړ
❤️
1