MoMPAfghnistan
MoMPAfghnistan
May 27, 2025 at 10:55 AM
*د پالیسۍ او برنامو معینیت رئیسانو د یو کلنو کړنو ارزونه ترسره شوه* د کانونو او پټرولیم وزارت د ارزونې ځانګړې کمېټې د یو منظم پلان له مخې چې مخکې یې د رئیسانو د یو کلنو کړنو ارزونې بهیر پیل کړی و، دا بهیر د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د لارښوونې او د ملکی خدمتونو د کړنلارو او د اداري اصلاحاتو کمیسیون د همکاریو پر بنسټ ترسره کېږي. په دې لړ کې د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي په ۶مه نېټه د پالیسۍ او برنامو معینیت رئیسانو د یو کلنو کړنو ارزونه د یاد معینیت د مرستیال شیخ‌الحدیث مولوي عبدالرحمن قانت، د کارکوونکو چارو رئیس مولوي احمد ضیاء خاکسار، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون استازی فریدون یوسفي او د وزارت د ارزونې کمېټې په شتون کې ترسره شوه. دغه ارزونه د رئیسانو د کاري پلان اړوند ترسره کېږي او د دې ارزونې موخه دا ده، چې په کاري بهیر کې شته ستونزې، ځواکمنتیا او کمزورتیاوو پېژندل، د ظرفیت لوړولو په اړه پرېکړه، د هڅونې زیاتوالی، راتلونکې لپاره د موخو ټاکل او د کارکوونکو ترمنځ د اړیکو ښه والی دی.

Comments