🌹داحنافو دلمونځ دزده کوونکواداره🌹
🌹داحنافو دلمونځ دزده کوونکواداره🌹
June 7, 2025 at 12:32 AM
.*د نیکمرغه لوی اختر د مبارکۍ پيغام* *السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته* تقبله الله منا ومنکم صالح الاعمال *الله ﷻ مو په خپلو ټولو شرعي امورو ڪښې موفق او ڪامیابه لره،محترم وروره لومړی تاسوته،او ستاسو له طریقه ستاسو،قدرمنې،پتمنې او درنې ڪورنۍ ته، خصوصاً د سرښندونکو شهیدانو، د هغوی د کونډو، یتیمانو، او معلولینو محترمو ڪورنیو ته او د افغانســــتان* مجاهد ولس،او ټول امت مسلمه ته د نیڪمرغه لوي اختر مبارڪي وړاندې کوم. الله ﷻ دې د ټولو مسلمانانو قربانې، صدقې،عبادات، او د ټولو حاجيانو حجونه، عمرې،طوافونه، او د ټولو مسلمانانو په حق کې يو بل ته دعاګانى،او ځاني او مالي عبادات او جهادي خدمتونه په خپل دربار کې قبول او منظور وګرځوي. *اللهﷻ* دې په دې سپیڅلې لاره کښې د پاڪو شهیدانو شهادتونه، د زخمیانو تکلیفونه، او زحمتونه او د سپیڅلیو مجاهدینو سترې قربانۍ قبول او د خپل رضا سبب وګرځوي. ستر ذات ﷻ*دې د دغه اختر په برکت په ګران افغانستان کښې د *اسلامي امارت* تر قیادت لاندي سوچه اسلامي نظام قائم او دائم ولري. الله تعالی دى دا اختر د ټول اسلامي امت لپاره د سولې، امن، خوښۍ، سوکالۍ، اتحاد او ورورولۍ سبب و ګرځوي. *اللهﷻ* دې د دې کړیدلي ملت دښمنان که د هدایت قابل نه وي، نیست اونابود کړي. *خوښ یو چې یو ځل بیا په داسې حال کې د نیکمرغه لوی اختر لمانځو چې په ګران هېواد کې سراسر امنیت او اسلامي نظام شتون لري، الله تعالیٰ دې وکړي چې راتلونکي اخترونه او خوشحالۍ هم د همدې سپیڅلی نظام تر چتر لاندې تیر کړو. *والسلام* *ستاسو ورور مولوی ابو محمد امین محمدی صاحب*
Image from 🌹داحنافو دلمونځ دزده کوونکواداره🌹: .*د نیکمرغه لوی اختر د مبارکۍ پيغام*    *السلام علیکم ورحمة الله وبرکا...
🙏 1

Comments