
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
May 29, 2025 at 01:20 PM
د سږ کال کانکور ازمویني لومړی پړاو پیل سوی
د ازمویني ملي ادارې خبر ورکړی چي، په ۱۱ ولایتونو کي ئې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال د کانکور ازمویني لومړی پړوا پیل کړی دی.
یادي ادارې نن (پنج شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دغه ازموینه په دایکندي، غور، غزني، میدان وردګ، بامیان، پکتیکا، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشېر او بغلان ولایتونو کي پیل سوې او سبا (جمعه) به هم دوام وکړي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، په یادو ولایتونو کي ۲۵ زره او ۳۰۰ کسانو د کانکور ازمویني ته نوملیکنه کړې ده.
د یادي ادارې د معلوماتو پر اساس، د سږ کال کانکور په پنځو پړاوونو کي اخلي چي، په لومړیو څلورو پړاوونو کي به د ولایتونو کانکور او په وروستي پړاو کي به ئې د دیني مدرسو، اختصاصي، غیر حاضرو کسانو او شپې پوهنځیو کانکور واخستل سي.
#millatzagh
